تاند، چهارشنبه د چنګاښ ۲۶ مه: پاکستاني ځواکونو بالاخره د امریکا لخوا له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن شوی، د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید ونیو.

نوموړی پرون چهار شنبه ناوخته له لاهور څخه ګوجرانوالې ته روان و چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په لاره نیولی دی.

له ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې پولیسو ادارې یو چارواکي ویلي، حافظ سعید کامونکي سیمه کې نیول شوی او اوس لکهپت زندان ته استول شوی دی.

د لشکر طیبې او جماعت الدعوه سخت دریځو ډلو موسس حافظ سعید باندې له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ تورونه دي او د ده ملګرو نورو ۱۳ مذهبي توندروانو باندې هم د جولای په دریمه ورته تورونه ولګول شول.

حافظ سعید افغانستان او کشمیر کې جنګېدونکو ډلو ته د چندو تر ټولو ستر بنسټ د جماعت الدعوه په نوم چلاوه او تر دې وړاندې هم کم تر کمه درې ځله نظر بند کړای شوی دی.

امریکا له ۲۰۱۴ راهیسې پر حافظ سعید مالي بندیزونه وضع کړل او لس میلیونه ډالر انعام یې هم دهغه په سر کېښود، خو پاکستان نوموړی تر ډېره خوندي ساتلی و.

ویل کېږي، اوس چې امریکا د بلوچ ازادي غوښتونکو خوځښت تور لیست ته اچولی دی، پاکستان یې په مقابل کې د امریکا د خوشالولو لپاره د حافظ سعید پر ضد عملیات پیل کړي دي.

5 thoughts on “د لشکر طیبه پلار حافظ سعید ونیول شو”
  1. د حافظ سعید نیول او بندی کول د ای اس ای نوی ډرامه ده چې د امریکایانو د غولولو د پاره یي په لار اجولې ده!ا حافظ سعید به همداس ازاد وی او خپله ترهګری به کوي خو نوم به یې بندي وي.
    دا هیڅ امکان نه لري چي پاکستان دي بی له ترهګرو ژوندی وي.ا ترهګری د پاکستان اکسیجن دی چې له هغه پرته یې ژون ناممکن دی.ا پاکستان یوازی یوه وسیله لری چې ځان ورباندې وساتي او هغه هم د اسلام نوم او په هغی ترهګری ده

  2. دا د پاکستانی استخباراتو زړه طریقه ده کله چی کوم مشر یی امریکا ته ځی نو دا د شر لیډران د کاذبی تحفی په ډول ،خپله خوش خدمتی وړاندی کوی ، همدا د دوی کاروبار جوړوی نور انسانی کمال دوی کی نشته چی کچکول ورباندی ډک کړی نو همدا شرانګیزی عالم اسلام کی د دوی کچکول د یهوداو نصاری نه ورډک کیږی مهمه دا نده چی يپاکستان اوس یو اسلامی اتومی دولت دی ،پنجاب او آی-اس-آی ته ډالر لا محدوده تبادلوی ارزښت لری

  3. دا او ددی پشان نور لکه طالبان د قربانی ګدوری دی چی کله دی پاکستان د مفار خبره شی بیا یی امریکایانو ته لوڅ لغړوسپارل دا ناپوه او خرڅ شوی خلک دی
    د خپلی ماضی څخه عبرت نه اخلی

  4. this act is political DRAMA.pakistani establishment are 420/they are two face,
    this policy they fallow for ever,
    pakistan doing play game.if pakistan arrest mola saeed but mybe in save place and have
    active party/can doing any activity for terrorism.
    just to get some donation from america,treat the world by fake news.
    NOW EMRANGULKHAN WANT HELP FROM AMERICA,TO INDIA BECOME FRIEND WITH PAKISTAN.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *