له هغې ورځې چې په لغمان کې ښاغلي نعیمي د والي په حیث دنده پيل کړي تقریباً دوه میاشتې کیږي، نوموړي دولسي پرلپسې غوښتونو او وړاندیزونو له اوریدو چې په ملکي اداره کې يې د توپيري چلند،دچارو د بې ځایه ځنډ،دمامورینو غیابت… اونورو برخو کې يې لرلي ، وروسته یو با صلاحیته کمیسیون وټاکه، ترڅو دیادو ستونزو دحل په موخه په مسلسل ډول دلغمان ولایت دټولو ملکي ادارو څخه نظارت ترسره او دولسي شکایتونو د حل په برخه کې رغنده رول ادا کړي.
د ولایت مقام په مشرۍ ګمارل شوي مؤظف کمیسیون له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا خپلې چارې پيل کړي،هغه مامورین چې په دندوکې يې غیابت کولو غیر حاضر او د اړوند اداري مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې که دکوم دولتي مامور غیابت له درې ورځو اوړي لومړی يې کسري معاش او که غیر حاضري يې تر شلو ورځو اوړي نو بست يې د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکړئ ترڅو وړ او په کار پوه شخص لخوا يې تشه ډکه شي.
دولایتي ادارې دې ګام تر ډیره په ملکي اداروکې اصلاحات را وستي،د دولتي مامورینو دغیابت مخه نیول شوې او د ولسي خدماتو په وړاندې کولو کې ټول دولتي مامورین پرته له توپيري چال چلند څخه خپلې ورسپارل شوې چارې پرمخ وړي.
دلغمان ولایتي اداره ژمنه ده چې ولس ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او په دې ولایت کې د عدالت دتامین او ولسي ستونزو دحل په برخه کې شپه ورځ نه ستړي کیدونکي تلاشونه ترسره کړي، هیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې دخپل موقف څخه ناوړه استفاده وکړي او په یو او بل نوم دمراجعینو په چارو او ولسي خدماتوکې ځنډ اوخنډ رامنځته کړي.
دلغمان والي ښاغلی رنعیمي له ټولو لغمان میشتو ولسونو نه غوښتنه کوي،چې اوږه پر اوږه دستونزو دحل په برخه کې دملي یووالي حکومت ،ولایتي ادارې او ملي دفاعي ځواکونو تر شا ودریږي او په دې سره دپرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه