تاسو ټول خبر یاست چې په دې وروستیو ورځو کې د اسلامیت او بشریت دښمنانو چې له ډیرو ولایتونو راټول شوي وو شوم پلان درلود چې د لغمان ولایت تاریخي ښار مهترلام ته داخل او دغه ښار ویجاړ،تباه،چور او برباد کړي.له نیکمرغه چې د خپل ولس په ملاتړ او د اتلو امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو د همت ،هوايي قوت او ځانګړو تدابیرو پر بنسټ مو د دغه ظالمانه،وحشیانه برید مخه ونیوله،شوم پلان یې شنډ او لغمان ښار وژغورل شو.
د دې لپاره چې ټول هېوادوال خبر شي د مهترلام ښار د ویجاړۍ او تباهۍ لپاره دښمن لاندې شومې کړنې پلان کړې وې چې په جزئیاتو سره له تاسو شریکیږي: –
وسلوالو مخالفینو پلان درلود چې ښار ته په ننوتو سره په مهمو سیمو کې ۵۰ درنې چاودنې وکړې او ښار تخریب کړي چې د جګړې پرمهال تر ډیر چاودونکي توکي ونیول شول.
یو موټر سکایل بم او برید ګر یې چمتو کړي وو چې د ښار په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی برید وکړي او د مظلومو خلکو وینې تويې کړي ترڅو په خلکو کې وحشت او دهشت خور شي.
د الینګار او الیشنګ په استقامت یې د عامو مظلوم خلکو کورونه یرغمل نیولي وو او ټول کورونه یې سوري سوري کړې دي همداشان په جوماتونو کې یې هم وسلې ځای پر ځای کړې وې او پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونه کول.
همداشان د ښار په داخل کې یې وغوښتل چې جوماتونه،ښوونځي او دولتي تاسیسات یرغمل او له هغه ځایه د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې او د عام ولس وینې تویې کړې. -په ځینو سیمو کې یې پر عامو خلکو باندې درنې ډبرې انتقال کړې او سرکونه یې پرې بند کړل همداشان له کورونو یې په زور ډوډۍ غوښتلې.
دښمن پلان درلود چې ځینې کسان اختطاف او بیا یا شهیدان او یایې د پیسو په بدل کې بیا بیرته خلاص کړي. -وسلوالو مخالفین ځینې کسان ګمارلي وو ترڅو د دوی په ګټه له بیلابیلو لارو په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو څخه تبلیغات وکړي همدا راز داسې تبیلغ وکړي چې ګواکې د ولایت والي او د امنیتي ارګانونو مسوولینو فرار کړی ترڅو د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری او په خلکو کې تشویش رامنځته کړي. د دې ترڅنګ یې په مرکز او نورو ولایتونو کې هم خپلو حمایت کوونکو او مبلغینو ته دنده سپارلې وه چې منفي تبلیغ وکړي ترڅو ولس له ولایتي ادارې سره ټکر شي.
وسلوالو مخالفینو ته دا امر شوی وو چې ښار کې شته اموال چور کړي او ټول شیان د ځان لپاره غنیمت کړي. -د کشفي راپورونو پر اساس دښمن شوم پلان درلود ترڅو هغه دیني علماء،قومي مشران چې له نظام سره همکار دي شهیدان کړي. – په ښارکې د مخابراتي کمپنیو د پایو د له منځه وړلو او په لویو مارکیټونو کې د اور اچولو پلان یې هم درلوده. الحمدالله مونږ بریالي او د دې خاورې او ولس وحشي دښمن ناکام او شرمنده شو، غاښ ماتونکی ځواب یې ولید،په خپله مو د جګړې رهبري وکړه هم مو خپل ولس وساتلو،هم مو خپل ښار وژغورلو او هم د دښمن په سلګونو کسان زخمیان او ووژل. بیا هم د خپلو سربازانو ،افسرانو،دیني علماوو،مشرانو،ځوانانو او هغه زړورو ښځو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د یاد وحشي او ظالمانه برید په مخنیوي کې یې له خپل دولت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړه. هیله مې دا ده چې ولس نوره هم خپله همکاري زیاته کړي ترڅو د دښمن دهر ډول برید مخه ونیول شي.
د لغمان اداره