د لغمان ولایتي شورا د درېیمې دورې د بریالیو وکیلانو تر منځ د اداري هئیت ټاکنې تر سره شوې.

په دغو ټاکنو کې رفیع الله ممموزي او یوسف ملنګزوی چې د ولایتي شورا د ریاست د څوکۍ لپاره یې ځانونه نومولي ول، رفیع الله مموزي وشو کولی چې د نهو رایو څخه د پنځو رایو په خپلو سره د یادې شورا د ریاست څوکۍ تر لاسه کړي.

همدارنګه د شورا د مرستیالۍ د څوکۍ لپاره انجینر اجمل وفا او حاجي محمد ظاهر حسین خیل ځانونه کاندید کړي ول چې تر رايې اچونې وروسته انجینر اجمل وفا د پنځو رايو په ګټلو سره د شورا د مرستیال په توګه ونومول شو.

د یادونې ده چې حاجي محمد ظاهر حسین خیل د رايو په اتفاق د یادې شورا د منشي توب څوکۍ تر لاسه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *