خبرپاڼه –
لغمان والي عبدالجبار نعیمي چې د ختیځې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې مشر او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون او د ننګرهار او لغمان یو شمېر فرهنګیان او د سیمې ولسي مشران هم ور سره ول نن د ده زیارت له پله تر بابا صیب زیارت پورې پلې ولاړ او د لارې په اوږدو کې یې د بابا صیب زیارت ته د جوړېدونکي سړک چارې او د سیمې له خلکو سره له نېږدې وکتل.
لغمان والي د بابا صیب تاریخي بڼ ته د خپل سفر پر مهال د دوو وتلیو ولسي شاعرانو شیخ احمد خان او ملا عبدالحنان مفتي له مزارونو څخه هم لیدنه وکړه. د دغو دواړو وتلیو شاعرانو چې یو یې د اتلسمې او بل یې د نولسمې پېړۍ شاعر و او دا مهال یې مقبرې په یاد زیارت کې په ویجاړ حالت کې وې د مقبرو د رغونې پرېکړه یې وشوه، چې د سیمې د مشرانو او فرهنګیانو له لوري د لغمان والي عبدالجبار نعیمي دغه اقدام وستایل شو.
شیخ احمد خان د لغمان د ده زیارت د سیمې هغه وتلی ولسي شاعر و چې په خپلو خوږو شعرونو یې د لغمان دېرې او حجرې تودې ساتلې وې، دی د سیمې یو دیني او مذهبي عالم و. چې د سیمې خلک یې نوم ته درناوی لري.
مفتي عبدالحنان بیا له شیخ احمد خان وروسته بل هغه وتلی شاعر و چې لوستی و، دده سندریزې نغمې اوس هم د لغمان د خلکو ښادۍ رڼوي چې د سیمې خلک ده ته هم په یو ارزښت قایل دي.
د دغو دواړو مزارونه د بابا صیب په زیارت کې دي چې تر دې دمه ترې زیات خلک ناخبره دي، اوس د سیمې د مشرانو او یو شمېر فرهنګیانو له لوري دغه مزارونه پیدا شوي چې د لغمان والي نه د جوړېدو غوښتنه وکړه.
عبدالجبار نعیمي د یادو مزارونو پر جوړېدو سربېره د بابا صیب په زیارت کې د سرسبزۍ، دغه زیارت ته د برېښنا د شبکې په پراختیا او د اوبخور د سیستم په جوړېدو هم د سیمې مشرانو او فرهنګیانو ته د ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د دغه زیارت په پاکۍ او نظم کې پوره ونډه واخلي.
دا به ډیر ښه کار وی چی د مقبرو د جوړولو ترڅنګ د دغو دو نوم ورکو شاعرانو شعری مجموعی او آثار سره راټول او د مینه والو د مطالعې لپاره چاپ او نشر کړی.