داڅرګندونې نن ورځ دمرکز اوولسوالیو دیني علماؤ اومخورو قومي مشرانو لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د نیکمرغه کوچني اختر دمبارکۍ وروسته ناسته کې وکړي او د هېواد په لر او بر کې د مبارکې روژې په میاشت کې شوي خونړي تروریستي بریدونه يې په سختو ټکو وغندل او ددا ډول مرګونو بریدونو ترسره کوونکو ته يې د لوی څښتن تعالی له سپېڅلې درباره دسختې سزا غوښتنه  وکړه.

قومي مشرانو او دیني علمآؤ  په افغانستان،ترکيې،سعودي عربستان، بنګله دیش او عراق کې  وروستیو تروریستي خونړیو  ځنځیري بریدونوته په اشارې تروریزم د اسلامي نړۍ مشترک دښمن یاد کړ او د تروریزم په لمنځه وړولو کې يې دټولو  پر یووالي ټېنګار وکړ.

جیدو دیني علماؤ له همدې ځایه په هېواد کې پر ټولو دیني علماؤ غږ وکړ چې په خپلو وعظونو کې ولس یووالي ته راوبلې او د اسلام دمبارک دیني په رڼا کې ورته دبېګناه انسانانو د وژنو،ځورونو او هېواد ورانونې دحرمت په اړه  مفصل معلومات ورکړي او په اوسني حساس وخت کې خپل ورسپارل شوي دروند مسؤلیت  په ښه شکل ترسره کړي.

لغمان والي دقومي مشرانو  دخبرو په تائید وروستي بریدونه د بشریت سره د ددښمنې تر ټولو بد او بېساري یاد کړل او له فرد،فرد يې وغوښتل چې دهېواد په ابادۍ،ددښمن دشومو کړنو په مخنیوي، دملي یووالي په ټېنګښت، عامه ذهنیت رغونې،دنظام او دملي دفاعي ځواکونو په پياوړتیا  کې رغنده رول ترسره کړي او په خپله همکارۍ هېواد له روان نا زغمل کیدونکي وضعیت راوباسي.

۱۷- ۴ -۱۳۹۵

دلغمان ولایت د رسنیو اواړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *