نن یکشنبه دروان ۱۳۹۴ کال دسنبلې په ۱۵ نېټه دلغمان ګڼ شمېر مدنې فعالانو،ځوانانو ،د سیاسي احزابو نماینده ګانو، درسنیو مسؤلینو او دسولې ولایتي کمېټې غړو دولایت مقام رهبري سره غونډه ترسره کړه.
جوړه شوې غونډه په لومړي سرکې دپاک قران په مبارکو ایاتونو پيل شوه ، وروسته دمدني ټولنو فعالانو،ځوانانو او ژورنالیستانو یو په یو خبرې وکړي او یاده يې کړه چې تر هرڅه لومړی دي ځوانانو ته دکار موندنې او زده کړې زمینه برابره شي، ترڅودوی له دې لارې دګران هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.
ددوی په وینا په هېواد او په خاص ډول په لغمان کې ددولت وسلوالو مخالفینو هم دځوانانو د سپېڅلواحساساتو او بېکارۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې او ددولت پروړاندې يې وسلوالې مبارزې ته هڅولي دي،موږ دځوانانو د ذهنیت رغونې، وطنپالنې، بیارغنیز انکشاف،غوره حکومتدارۍ،دعدالت په تامین،، رغنده ولسي خدماتو په وړاندې کولو،سولې ،ثبات او ډاد امن امن په ټېنګښت کې د ولایت مقام له رهبري په کلکه غوښتنه کوو څومره چې ژر کیږي ځوانانو ته د زده کړې ترڅنګ غوره کاري فرصتونه رامنځته کړي، په ښار او ولسوالیوکې دې د ډاډ من امن دټېنګښت په موخه دمسؤلو او غیر مسؤلو وسلوالو تفکیک وشي او په دې سره دعامه نظم دګډوډۍ مخه ونیول شي.
یادو ځوانانو همدا راز دولایت مقام مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې دملکي او نظامي ادارو په خدماتوکې دي ښه والی راشي، د مراجعینو سره دې غوره اخلاقي چلند ترسره او په هر ډول مقرریو کې دي له زور،فشار او واسطې پرته یوازې وړتیا په نظر کې ونیول شي، ترڅو په دې سره کار اهل دکار ته وسپارل شي.
دوی ددولت او ولس ترمنځ په واټن ختمولو کې د ملي یووالي حکومت او ولایي ادارې رول اړین وباله او یاده يې کړه چې په عدلي ،قضايي او ملکي ادارو کې دې پراخ اصلاحات رامنځته او پرې دې نه ښودل شي چې خدای مه کړه کوم دولتي مامور دخپل موقف څخه ناوړه استفاده پورته کړي.
دوی همداراز دولایت مقام رهبري ته د وړاندیزپه شکل یادونه وکړه چې په لغمان کې دې دانکشافي کارونو لمن پراخ او دې ولایت ته دې دمرکزي دولت څخه ځانګړې شوې بودجه په وخت را انتقال او د مرستو په راجلبولو کې دې نه ستړي کیدونکې تلاشونه ترسره شي،ترڅوپه لغمان ولایت کې پراخې بیارغنیزې چارې ترسره او ځوانانو ته دغوره کاري فرصتونو په ایجادولو ،ولسي ستونزو او غوښتنو دپوره کولوپه برخه کې رغنده ګامونه پورته شي.
د مدني ټولنو فعالانو،ځوانانو او د رسنیو مسؤلینو ولایت مقام مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دوی به پوره قوت سره په هېواد کې د روانو بدبختیو دلمنځته وړلو ،عامه ذهنیت رغولو او دسولې روانې پروسې دچټکتیا په برخه کې اوږه پر اوږه د ولایتي ادارې ،سولې عالي شورا او دملي دفاعي امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي،ترڅو په دې سره په هېواد کې روانې بدبختۍ پای ومومي او د یوې ډاډ منې امنیتي فضاء په شتون کې دټولنې هر فرد خپل سولییز ژوند پرمخ یوسي .
وروسته دسیاسي ګوندونو استازو په خپلوار سره دځوانانو د خبرو په تائید یادونه وکړه چې ولایت مقام رهبري دي څومره چې ژر کیږي دچارو دسمون،بهبود او شفافیت په موخه د ملکي ادارو ټولې چارې دقیقي ارزیابي، ستونزې دې په ګوته اودحل په برخه کې دې دمرکزي دولت او وزارتونو په مرسته بېړنی اقدام ترسره کړي،ترڅو په اداروکې د مامورینو دغیابت دمخنیوي ترڅنګ ولس ته دخدماتو په عرضه کولو کې ښه والی راشي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي دځوانانو،مدني فعالانو او سیاسي احزابو دنماینده ګانو دخبرو له اوریدو وروسته دموجودو ستونزو ،تر لاس لاندې پروګرامونو،غوره حکومتدارې،خدمتګارې ادارې او ولسونوته لازمو سهولتونو او فرصتونو د رامنځته کولو په موخه هر اړخیزې خبرې وکړي او یادونه يې وکړه چې دپلان سره سم يې په مسلسل ډول دقومي مشرانو،دیني علماؤ،ځوانانو او مدني فعالانو سره دبېلابېلو ناستو له لارې د ولسونو،ستونزې ،غوښتنې اوړاندیزونه اوریدلې او دحل په موخه يې دمرکزي دولت او اړوند وزارتونو سره شریک کړي دي،ترڅويې دحل په برخه کې څومره چې ژر کیږي اقدامات ترسره شي.
نوموړي دخپلو خبروپه اوږدوکې زیاته کړه چې د مامورینو د بې ځایه غیابت دمخنیوي لپاره يې یوکمیسیون ټاکلی چې د تېرې یوې نیمې میاشتې راپدیخوا په مسلسل ډول خپلې چارې پرمخ وړي،دبېلابېلو ادارو څخه لیدنې اوکتنې ترسره کوي،ترڅو هیڅ دولتي مامور ونه شي کولی چې په رسمي وخت کې دبې ځایه غیابت له امله دمراجعینو په چارو کې ځنډ اوخنډ رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا له هغې ورځې چې ګمارل شوي کمیسیون خپلې چارې پيل کړي په مرکز او ولسوالیوکې ددولتي مامورینو دحاضرۍ فیصدي ۹۵ سلنه پورته شوې ده او دمراجعینو سره په چلند کې هم دپخوا په پرتله په بې ساري ډول ښه والی راغلی دی.
دمحلي حکومتداري مشرتابه موجودې ستونزې منئ خو ولس ته ډاډ ورکوي چې دیو ځانګړي پلان له مخې به ګام په ګام دهرې ستونزې دحل،ډاډمن امنیت دټېنګښت،سولې روانې پروسې دچټکتیا ،ځوانانو ته دکارې فرصتونو په رامنځته کولو کې به شپه ورځ تلاش وکړي ترڅو دموجودو ننګونو څخه اداره او ولس را وباسي.
نوموړی دخپلې ارزښتناکې وینا په وروستیو کې یوځل پرځوانانو غږ وکړ چې دګران هېواد دسوکاله راتلونکي په موخه زده کړئ وکړئ او دنشه يې توکیو کرکیلې،قاچاق او استعمال ته نه ووايئ.
غونډه په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې په دعا پای ته ورسیده
نېټه :۱۵/۶/۱۳۹۴
دلغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر