د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایتي روغتون سره د بېلا بېلو روغتیايي او دفتري وسایلو او لوازمو شوې مرسته نن د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار او په ختیز زون کې د سویډن د کمېټې د عمومي مسول انجنیر عبدالاحد سمون په لاسونو د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي او د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر عطا الله نیازي ته وسپارل شوه.
په دغو وسایلو کې د التراسونډ او انستیزۍ ( بې هوښۍ ) د عصري او ګران بیه ماشینونو تر څنګ، بېلا بېل روغتیايي وسایل، دفتري لوازم، برېښنايي بخارۍ، او د کوچنیانو د لوبو سامانونه شامل دي.
د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار د عامې روغتیا د روغتون مسولینو ته د وسایلو د سپارلو پر مهال د سویډن کمېټې د زون د مسول او ورسره نورو استازو نه مننه وکړه، چې د لغمان ولایت ته د نورو برخو تر څنګ په روغتیايي برخه کې هم ځانګړې توجو لري.
ښاغلي مظلوم یار د روغتون مسولینو ته لارښوونه وکړه، څو له دغو وسایلو څخه په کلکه ساتنه او حفاظت وکړي او د ناروغانو د درملنې په موخه ترې په درسته توګه ګټه پورته کړي.
د یادونې ده چې د وروستیو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سیدا له بودیجې نه د لغمان ولایتي روغتون سره د تنخواګانو، درملو، روغتیايي او دفتري وسایلو او په ځینو نورو برخو کې د شا و خوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت اضافي مرسته کړې.