هغه توان چې تاسي يې لرئ،ددې خاورې په دښمن کې يې نه وینم چې دزموږ دپرمختګ مخه ونیسي (عبدالجبار نعیمي)
نن پنجشنبه
دلغمان ولایت مقام مطبوعاتی دفتر
دلغمان ولایت دقرغیو ولسوالي لسګونو قومي مشرانو ،دیني علماؤ او ځوانانو نن دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره دترسره شوې غونډې پرمهال ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به دسولې او امنیت دټېنګښت په برخه کې به دملي یووالي حکومت،ولایتي ادارې او ملي دفاعي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ وي،ددوی په وینا دقرغیو ولسوالۍ میشت ولسونه ژمن دي چې دلغمان په ساحه کې دکابل –جلال اباد لوئې لارې امنیت د امنیتي ځواکونو سره دهمکارۍ په مټ لا ډاډ من کړي،هغه چاته به موقع ورنکړي چې همیش زموږ دبدبختیو هڅې کوي اودپرمختګ پر وړاندې موخنډونه جوړوي.
په ترسره شوې ناسته کې دقرغیو ولسوالۍ قومي مشرانو دولایتي ادارې له مشرتابه سره دخپلې ولسوالۍ یوشمير ستونزې هم شریکې کړې او یادونه يې وکړه چې ولایتي اداره دې په قرغیو ولسوالۍ کې دځینو زور واکو لخوا دشخصي جایدادونو اوځمکو دغصب په مخنیوي او د یادې ولسوالۍ دبرښنا عمده ستونزې ته څومره چې ژر کیږي دحل لار ولټوي.
دستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته لغمان والي ښاغلي نعیمي دوی ته ډاډ چې دولسونو دهرې ستونزې دحل لپاره به د ولایتي ادارې دټولو امکاناتوڅخه په استفادې کار واخلم،او د ولسي ستونزودحل او غوښتنو دپوره کولو لپاره به تلاش وکړم، ترڅو دمرکزي دولت او وزارتونو مرستې راجلب او په دې ولایت کې ګام په ګام دستونزو دحل لپاره لار ولټوم لا ولټوم.
همدارزا نوموړي زیاته کړه چې له اوسني حالته د راوتو او بریالیتوب ته درسیدو لپاره یوازینۍ لاره اتحاد او یووالي ده،موږ ټول باید له بې اتفاقۍ ډډه وکړو اود یوبل پر وړاندې دصبر ،حوصلي او زغم توان ولرو.
دنعیمي په وینا ددې خاورې ساتنه پر موږ فرض ده لکه څرنګه چې مو دتاریخ په اوږدوکې دخپل سر او وینو په بدل ددې خاورې دلویشت لویشت څخه ساتنه کړي ، تر دې وروسته به يې هم ساتو چې په دې کې ستاسو میړنیو قومي مشرانو مسؤلیت تر بل هرچا زیات دی ،هغه وړ تیا او قوت چې زه يې په تاسو کې وینم،په هغه دښمن کې يې نه وینم چې زموږ دپرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي او ارام ژوند مو نارامه کوي.
نوموړي دځمکو دغصب مسئلې ته په اشارې وویل چې دملي یووالي حکومت په ډیر جدیت سره دځمکودغصب دمخنیوي لپاره کار کوي،دلغمان ولایتي اداره کلک هوډ لري چې دقانون دحاکمیت،ددولتي ځمکودغصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکود استرداد په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او قانون ماتونکي ډلې اوګروپونه دقانون منګولو ته وسپاري.
دده په وینا دځمکو دغصب په مخنیوي کې ولسونه تر بل هرچا مهم رول لوبولی شي،نو له ټولو ولسونومې غوښتنه ده چې ددولتي حاکمیت دټېنګښت،ددولتي ځمکودغصب په مخنیوي او ډاډ من امن په په را وستلو کې دملي یووالي حکومت،ولایتي ادارې او ملي دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي،ترڅو وکولی شي چې ډاډ من امن رامنځته، دغیر قانوني کړنو دمخنیوي ترڅنګ دپرمختګ او انکشاف لپاره لاره هواره کړي.
دمحلي حکومت مشرتابه دخپلو خبروپه وروستیوکې یوځل بیا یادونه وکړه چې ولایتي اداره د ولسونو کور دی او همیش يې در وازه دخلکو او ولس پرمخ خلاصه ده،دلغمان میشت ولسونه هر وخت کولی شي چې خپلې ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه ولایت مقام ته په رسمی او لیکلې بڼه په واک کې ورکړي ترڅو دولایتي ادارې دټولو امکاناتو څخه په استفادي او دمرکزې دولت په همکاري ورته دحل لارې چارې ولټول شي.