د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۴/جوزا/۱۷
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی عبدالجبار نعیمی د لغمان ولایت د والي په توګه پر دندې ګومارل شوی دی.
ښاغلي عبدالجبار نعیمي د شاوخوا دریو کلونو لپاره د میدان وردګ او پنځو کلونو لپاره د خوست د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره د لغمان ولایت د مخکني والي ښاغلي فضل الله مجددي، د خدمتونو قدرداني کوي او نوي والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي ته د لغمان د والي په توګه د غوره خدمت د ترسره کولو هیله لري.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې نوی والي به په لغمان ولایت کې، د متوازن انکشاف، غوره حکومتولۍ، د خدماتو د عرضې د بهبود او د امنیت د تامین لپاره موثرې برنامې رامنځته کړي.