نن ورځ په بېلابېلو ناستوکې دلغمان دقرغیو ،باد پښ،الیشنګ ولسوالیو او دمرکز اړوند نیازیو قوم سلګونه قومي مشرانو،په دې ولایت کې دسیمه ییزو رسنیو مسؤلینو ،مدني فعالانو،ځوانانواو ورزش کارانو،نوي والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي ته د ورسپارل شوې نوې دندې مبارکې وویله اونوموړې ته يې په چاروکې دهر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. راغلو قومي مشرانو،ځوانانو او ورزش کارانو ددې ترڅنګ چې دنوې والي ښاغلي نعیمي څخه يې هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ،دخپلو سیمو ګڼ شمېر هغه ستونزې چې دوی اوس مهال ورسره لاس او ګریوان دي هم یو په یو شریکې او له نوموړي يې غوښتنه وکړه چې دستونزو دحل په موخه دې دمرکز ي حکومت او نړیوالو مرستندویانو پام دې ولایت ته را واړوي. همدا راز دلغمان میشتو ولسونو مشرانو له ښاغلي نعیمي څخه غوښتنه وکړه چې په لغمان کې دې له تېرو ګټورو تجربو څخه په کار اخیستنې ددې ولایت لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي،د قومونو او ولایتي ادارې ترمنځ دې دهمغږۍ او باور فضاء رامنځته او په پراخه ډول دي په اداروکې اصلاحات راولي،ترڅو ټولې ادارې په خپله کارې ساحه کې غوره ولسي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي نعیمي دیادو ولسوالیو له قومي مشرانو،ځوانانو او ورزش کارانو څخه په منننې له دوی غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې ستونزې اوغوښتنې ورته په رسمي ډول انتقال او هڅه به وکړي چې د ولسي همکارۍ په مټ دهرې ستونزې دحل لپاره ګام په ګام لار ومومي، نعیمي همد راز په لغمان میشتو ولسونو غږ وکړ چې دملي یووالي حکومت،ولایتي ادارې او ملي ځواکونو په ملا تړ ددې ولایت د ډاډ من امن په راوستلو کې مرسته وکړئ،ترڅو په لغمان کې امنیت ډاډ من او مرستندویان زړه ښه کړي چې دیوې ډاډمنې امنیتي فضاء په شتون کې رغنیزې چارې او د ابادۍ کارونه ترسره کړي. نعیمي همداراز ولسونو ته ډاډ ورکړ چې شته ستونزو او ننګونو ته به دحل په موخه په خپل لومړي سل ورځني کاري پلان کې دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره ځای ورکړي اوهڅه به وکړي چې ددې ولایت لپاره هر اړخیز پراخ کارونه ترسره کړي.

عابد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *