د پوهنیز بهیر پیاوړتیا او په دې برخه کې اصلاحات او سمون راوستل مو کاري لومړيتوب دی. عبدالجبار نعیمي

داڅرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مرکز او ولسوالیو د علمي، تعلیمي مرکزونو او موسساتو له استازو سره دګډې مشورتې ناستې پرمهال هغه وخت وکړې چې برخوالو د دغه سکتور په اړخیزه برخوکې د ګڼو ستونزو یادونه وکړه .

په پیل کې برخوالو د یو شمېر وړاندیزونو پر شریکولو سر بېره د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې د پرتو ستونزو،چیلنجونو او هغو خنډونو په اړه ولایت مقام رهبري ته معلومات ورکړل چې اوس مهال يې له امله د ښوونځیو ښوونکي، زده کوونکي، دپوهنتون استادان،زده کړیالان او د مدرسو مدرسین د ستونزو سره مخامخ دي.

دوی دنورو ترڅنګ په مقرریو کې عدم شفافیت، په ښوونیز سکتور او مقرریو کې د زور واکو لاس وهنه،په ښوونیزو ادارو کې د ښه مدیریت نه شتون، د ښوونځیو د ودانیو  او منظم  تدریسي سیستم نه شتون،د مکافاتو  او مجازاتو د اصل نه رعایت هغه ستونزې یادې کړې چې تر ډیره يې دغه بهیر ټکنی  کړی دی.

برخوالو په یو خوله د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو  له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې په ذکر شویو برخو کې دلغمان ستونزو او غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او څومره چې ژر کیږي  د دغه ولایت د پوهنې او لوړو زده کړو بهیر کې موجود ستونزې حل کړي، دوی همدا راز له ولایتي ادارې هم وغوښتل چې دلغمان په پوهنیز بهیر کې موجودې ټولې ستونزې او پېشنهادونه د اړونده وزارتونو سره شریکې او د حل په برخه کې يې خپل تلاشونه جاري وساتي، څو په دې سره په لغمان  ولایت کې ټولې هغه ستونزې راکمې شي چې اوس مهال يې په دغه ولایت کې دپوهنې بهیر د ننګونو  او ستونزو سره مخامخ کړی دی.

 لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا د دوی د هر اړخیزو مشورو، وړاندیزونو او ستونزو تر اورېدو وروسته خبرې وکړې، نوموړي هم په دې برخه کې دځینو ستونزو پخلی وکړ او یاده يې کړه چې نه یوازې د پوهنې بلکې نورو سکتورونوکې هم لا ګڼې ستونزې شته چې د حل لپاره يې تلاش او هلې ځلې  روانې دي.

ښآغلي نعیمي ټولو ته ډاډ ورکړ چې هر اړخیز اصلاحات،سمون او د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ يې د معارف په چوکاټ کې د پرتو ستونزو حل په کارې لومړیتوب کې ځای لري اوهڅه به وکړي چې ګام په ګام يې د ولسي همکارۍ په مټ حل او د لومړیتوبونو له مخې په دغه سکتور کې اړین کارونه ترسره کړي.

لغمان والي د ښوونکو لپاره د نمرو د ویش بهیر  ته په اشارې وویل : ښوونکو ته د نمرو ویش  د ملي یووالي حکومت د درانه مشرتابه جلالتمآب ولسمشر ځانګړې لارښوونه ده چې په ټول قوت به يې په مرکز او ولسوالیو کې د تطبیق لپاره  کار وشي او  قدم په قدم به د ښوونکو لپاره په ځانګړو شویو ښارګوټو کې نمرې وویشل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *