د محلي پولیسو او مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښټه کې پینځلس تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښټې.
نن سهار ۴ نیمې بجې مخالفو وسلوالو د مهترلام الینګار تر منځ د غځیدلې لارې په اوږدو کې د شهیدبابا په امنیتي پوسته وسلوال برید کړی، چې د محلي پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۸ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د پینځو تنو عبدالرحمن د عجب زوی، عثمان، تسکین، شاهد الله او یو بل د سمیع په نوم د یو تن زوی دی چې هویت څرګند شوی او د پاتې درې تنو هویت لا تر څو نه دی څرګند شوی، چې د وژل شویو کسانو له ډلې د ۲ تنو جسدونه هم د افغان ځواکونو له لوري د مهترلام روغتون ته انتقال شوي دي.
په دغه یو ساعته جګړه کې چې وروسته نور امنیتي ځواکونه هم د محلي پولیسو مرستې ته ور رسیدلي اووه تنه محلي پولیس او پینځه تنه ملکي وګړي هم د مخالفو وسلوالو په ډزو کې ټپیان شوي دي چې دا مهال یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده چې دا مهال افغان ګډ امنیتي ځواکونه په سیمه کې په تصفیوي او پلټونکي ماموریت بوخت دي.
د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه