لفظ که په ادبیاتو کې یو ډول حرفي فیزک بللی شي،نوترڅنګ یې د عیني علامتونو د ذهني او خیالي تصویرونو د افادې رسالت هم ترسره کوي چې په معنوي ډول زمونږ د ذهني رویو په رشته کې د افهام اوتفهیم پروسه پرمخ بیايي، او همدا څه د انساني فکر او ارتقا په عمل کې حیاتي ارزښت لري،نوهرکله چې لفظ د دومره ډیرو ارزښتونوسره سره بیا هم د پنځونکیو په واک کې ځان ورکوي، نو د دې معنا بیخي دا نه ده چې لفظونه دې د غلامانو په څیر د خپل ځان طبع وګرځول شي، بلکې ادبیات تیوري لري اوهره تیوري د سختیاتود قاوعدو په تناظر کې رامنځته کیږي،

سوال دا دی چې د لفظ د جوړښت په حواله د سختیاتو تیوري د هغو ژانرونو لپاره څومره داسې قواعد ټاکلی شي چې د متن تر څنګ یې تخلیقې تجربې د معنا له روویه پر تخییل اډانه وي؟

ځواب دا دی چې شعر یو تخییلي ژانر دی او هر شعر د متن ( مضمون ) تر څنګ د شعریت پر خاصې رویې شعر بللی شي، دلته مسله دا نه ده چې په شعر کې متن او معنا څه حثیت لري، بلکې د لفظ په ساخت کې د شاعرانه پیرایې د کیفیت حثیت مهم دی، دا ځکه چې په شعر کې د لفظ ساخت د شعریاتو پر ساخت پلټلی شو نه د ژبې پر عمومې سختیاتو،

د هر لفظ څه نه څه اسطوروي معناوې خو موجودې وي، ولې کله چې لفظ د ادبي تخلیق په پیرایه کې ونغاړلی شي، نیم حیثت یې د تخلیق د پنځونې په مورد کې مدغم شي، یعنې په شعر کې لفظونه د لغوي معناوو تر څنګ د ضمني معناوو په ډول هم ځان عیاروي او نیم حیثت یې د شعر په تناظر کې د لفظ تعبیري ساخت ته پاتې کیږي

نوې خبره همدا ده چې یو شمیر ملګري په شعر او کیسه کې لفظونه په بیخي محدودیت محکوموي، یعنې د شعر او کیسو لپاره ځینې لفظونه مانوس ګڼي حال دا چې لفظونه مانوس نه وي بلکې په کارولو پورې يې اړه لري، د کوزې پختونخوا په شمول د طایرځلاند او ممتاز اورکزي په شعرونو کې ډیر ځله داسې نا اشنا لفظونه لوستلی شو چې د نابلدی په وجه یې شاید مانوس وبولو، خو حقیقت دا دی چې د دوی ډیرو هغو شعرونو ته د موضوع په انډول همدې لفظونو شاعرانه سنجیدګي او شعریت ورکړی، د ځلاند یو بیت دی،

په تندو مو خلک خپلې نعارې لیکي،
مونږ د دې ښار دیوالونه بې شعوره،

دلته د ( بې شعوره ) لفظ که څه هم د ټول غزل په ردیف کې راځي اود ردیف لفظ چې کومکي لفظ دی باید د موسقی له پلوه ډیر غني او په اصطلاح شرنګیدلی لفظ وي، خو دا لفظ هغه ډول شاعرانه لفظ نه دی، ولې د موضوعي تناسب تر څنګ یې د لفظ موقیت پداسې ځای کې راغلی، که یوازې معمولي تغیر هم ورکړو، نه یوازې موضوع یې سره بې ربطه کوو، بلکې که د همدې لفظ بدیل چې ( ناخوداګاهانه ) یې کره پښتو بللی شي راوړو نو بویه له شعره دې لاس ووینځو، نو معلومه شوه چې په شعر کې د فني ساخت تر څنګ شاعرانه ساخت د لفظ په کارولو پورې اړه لري، د لفظ لغوي او تعبیري معنا هغه وخت شاعرانه وي کله چې د خیال او واقعیت ترمنځ لفظونه خپلې ریشتې سره پالي، چې همدې عمل ته یې شاعرانه تناسب هم ویلی شي،

بله مهمه خبره دا ده چې د لفظ د انتخاب مرحله که څه هم کیفتي وي خو د همدې کیفیت په وخت کې پنځونکی د ریاضت له لارې لفظونه تراشي، زمونږ ځینې شاعران د نوې شاعرۍ راز پدې کې ویني چې نوي لفظونه په شعر کې ونغاړي او همدا رویه په شعر کې پر لفظونو پورې شعریت تړل دي، کله چې شعریت په لفظونو پورې وتړل شي، نو هغه شعریت مکمن وقعي شعریت پاتې نشي،

دا سمه ده چې لفظونه یو ډول زمونږ په ذهن او تصور کې تصویرونه را اړوي خو دا تصویرونه د شعر په برخه کې د هر چا لپاره مشترک نه وي، سپوږمۍ شاعرانه لفظ دی، خو د احمد او محمود لپاره دوه ډوله برداشت لري، احمد ته د سپوږمۍ د لفظ په اوریدو ممکن د څو کلونو ورکې معشوقې هغه دیدنونه وریاد شې چې د سپوږمۍ په رڼا کې یې کړي وو او تروسه یې سپوږمۍ رازداره ده، خو محمود ته بیا د بې کسۍ هغه شیبې وریادیږي چې د ژوند تر ټولو سختې شپې یې له همدې سپوږمۍ سره صبا کړي، نو ځکه وایو چې لفظونه په شعر کې مشترک تصویرونه نه افاده کوي، کله چې تصویرونه مشترک نه شول نو ولې یې په شعریت پورې وتړو . دلته زما مقصد دا هم نه دی چې د شعریت لپاره دا مشترکات مهم دي بلکې شعریت د ټاکلو لفظونو له انحصاره راوتل مهم بولم،

په تخلیقي ادبیاتو کې دې ته ډیر لیدل ندي پکار چې دا لفظ ولې، او له کوم ځایه راغلی؟ بلکې دا کتل پکار دي چې د پنځونې په ښکلا رغونه کې يې څومره نقش دی او په کوم کیفیت کارول شويدی، د اتل افغان لاندې بیتونو کې داسې لفظونه راغلي چې کیدلی شي څوک یې شاعرانه ونه بولې خو په دې شعرونو کې یې پر شعریت سترګې نه شې پټیدلی،

اور سره دې ولې د بنده وینه شامله کړه
تا زما په رګ رګ کې ګنده وینه شامله
مونږ ته کاینات ځکه خپل پټ رازونه نه ښايي
مونږ خپلو فکرونو کې ړنده وینه شامله کړه

په شعر کې د لفظ همدې ساخت ته باید د منطقي شعریت په توګه وګورو، نه د انفرادي خواهیش په استدلال، د شعر متن هغه وخت معنویت مومي کله چې په شعریت کې لفظونه په شاعرانه ساخت سره وصل شي، که لفظونه په شعر کې د خپلو شعري سختیاتو له دایرې بهر شي ممکن په مجموع کې يې پنځونه له سخت تخلیقي بحران مخ شي،

د شعر فني ساخت څه دی ؟

که زه ووایم چې هیڅ لفظ د شعر لپاره ندی رامنځته شوی او هر لفظ د شعر لپاره رامنځته شوی ، نو د دې معنا دا ده چې لفظ په خپله هم شعر دی او هم شعر ندی بلکې دا دریم قوت دی چې د دوی ترمنځ یو خاص څه د شعر په نوم په وجود کې راولي او د همدې وجود جوړونې لپاره د ا قوت د اجزاوو ترمنځ د جوړښت کار ورکوي،او دې ته په شعر کې د لفظ ساخت ویلی شي.

د لفظ د شاعرانه ساخت په حواله زمونږ په ادبي بحثونو کې تروسه ډیرجدي بحثونه ندي شوي، البته ځینې هغه بحثونه چې شته هم د انفرادي تجربو پر بنسټ یې اکثر په غیر سختیاتي بنیادونو څرخي، په کیسیزفني ساخت کې د کیسې لپاره د کیسې ژبه په عمومي توګه بهترین جوړښت رامنځته کوي مګر شعر چې مشخصه ژبه نلري ولې یې په اړه د لفظونو
په شاعرانه ساخت اصرار ونکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *