د لفظ هنري ارزښت ځکه مهم او د پام وړ دى چې مخينه يې د بشريت له تاريخ او بشري ژبې له پيدايښت سره تړلې ده، هنرمن انسان ته يې ددې ځواک ورکړى چې په خپله ژبه او الفاظو کې پر نورو د اغېز شيندلو لپاره ځانګړى مهارت پيدا کړي او له دې لارې په مخاطب کې د خپل اثر اغېز وګوري.
پر لفظي هنر د خبرو او بحث نه وړاندې به اړينه وي چې د هنر د کار او همدارنګه په ټوله کې په ادبياتو کې د هنري ارزښت په اړه هم يو څه ووايو، لومړى به د هنر د کار يا اغېز په اړه لنډه يادونه وکړم.
د هنر يوه ځانګړنه داده چې د هنرمند او مخاطب تر منځ يوه احساسي اړيکه رامنځته کوي، پرمخاطب اغېز کوي، له همدې امله ده چې هنر ددغې اړيکې پر مټ د خلکو په يو ځاى کولو کې رول لري.
تولستوى همدې ته د هنر کار وايي، دى په دې باور و چې د هنر درک هر ډول انساني فعاليت را نغاړي، يو شخص يې د بهرنيو نښو په وسيله له ځانه څرګندوي او هغه احساسات چې پخوا يې تجربه کړي، نندارې ته وړاندې کوي.
دى په دې برخه کې يو ښه مثال وړاندې کوي او وايي: هغه ماشوم چې له يوه ليوه سره د مخامخ کېدو د وېرې احساس يې وروسته تجربه کړى، له خپلې تجربې نه استفاده کوي او نور د همدې تجربې له برکته په ښه ډول تر اغېز لاندې راولي، ياني هغه حالت ته يې چمتو کوي چې مخکې ده خپله تجربه کړى دى.
د هنر په اړه نور شننونکي دا خبره هم کوي چې ذاتا هنر په تجربه نه دى ولاړ دى، خو د څرګندولو( پنځولو) لپاره يې بايد هنرمن مخکې له مخکې له ژونده يوه تجربه او پوهه ولري، ځکه چې يو څه واقع شوي او په سترګو نه وي ليدل شوي، نو ځکه ترې هنري اثر وپنځول شي.
بله خبره هم په ټوله کې د هنري ارزښت ده، هنري ارزښت د ادبياتو پېژندنې او مطالعې په برخه کې يوه مهمه او بنسټيزه ځانګړتيا ده، دغه ارزښت دی چې ادبي اثار پرې له نا ادبي اثارو بېلېږي او د ادب څېړونکي کار اسانوي.
تر هغو چې د ادب څېړونکی او عام لوستونکی په ادب کې د هنري ارزښت جوهر حس نه کړي او په بېلابېلو ادبي اثارو کې دغه ځانګړنې ونه پېژني، نو له ادبياتو خوند نه شي اخيستلی، يا په بل عبارت د ادبياتو له لوستنې سره يې د لېوالتيا کچه ټيټه وي.
سره له دې چې دا تر ټولو وړاندې د ادب پنځوونکي(اديب) په هنر او تخييلي ځواک پورې اړه لري چې څنګه يې اثر د اوچت هنري ارزښت له لارې په لوستونکو کې ځای مومي او تلپاتې ژوند ورکوي، خو د لوستونکي ذوق او پوهه هم ډېره مهمه ده.
اوس به د لفظ هنري ارزښت او مخينې ته راشو. هنر پېژندونکي په دې اړه نږدې ګډ نظر لري چې د هنري ارزښت د بنسټ ډبره پر لفظي هنر اېښودل شوې ده، ځکه خو لفظي هنر د بشريت له تاريخ سره تړلی دی، انسان لا ليکلی ادب نه و پنځولی چې له ولسي ادب( فولکلور) سره يې سرو کار و او د لفظي هنر سر چينه له همدې ځايه را خوټېدلې ده.
روسي ليکوال ماکسيم ګورکي په دې نظر و چې د لفظي هنر بنسټ د ليک له پيدايښت نه وړاندې زمانه کې اېښودل شوی دی او هغه مهال په ولسي ادب کې را څرګند شو چې په برکت يې د نړۍ ولسي ادبيات له ډبرليکونو او ليکنۍ ژبې وړاندې ژبه پر ژبه د پېړيو- پېړيو لپاره نسلونو ته پاتې شول، وروسته د بشري ليکنۍ ژبې د فورم او تشکيل سره ملګری شوی او پالل شوی دی.
د ليک لوست له پيدايښت نه وړاندې انسان يوازې له ولسي ادب سره سروکار درلود، هنري او ادبي تنده يې پرې ماتوله، خپلې هيلې او غوښتنې يې په دې ډول څرکندولې، خو څنګه چې د ليک پيدايښت او پراختيا د بشريت د کلتوري او ټولنيز پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ترسره کړ، هنر هم له لفظونو تورو ته ننوت.
د افغان څېړونکي او ليکوال څېړنوال دوست شينواري لفظي هنر په دوو برخو يا لارو وېشلی دی.
۱- ولسي ادب
۲- ليکلي ادب
ارواښاد دوست وايي چې فولکلور او ولسي ادب ځينې ګډې او جلا برخې لري، خو په دې کې څوک شک نه کوي چې د ولسي ادب تاريخ، د بشري ژبې له تشکيل څخه پيل شوی، حال دا چې ليکلی ادب تاريخ له دېرشو – څلوېښتو پېړيو تېری نه کوي.
د لفظي هنر د ځواک له برکته نه يوازې چې د نړۍ د بېلابېلو ملتونو د ولسي ادب په ځانګړي ډول ولسی کيسو تر منځ ژور بشري او انساني مشترکات شته، پردي نه ښکاري، هر څوک په کې ځان ګوري، بلکې د پېړيو- پېړيو لپاره پرته له دې چې وليکل شي، ژبه پر ژبه له کم او يا يو څه زيات بدلون سره را پاتې شوي دي.
په داسې حال کې چې دا ځواک د ليکلي ادب په اثارو کې دومره پراخه او ژور نه دی چې د نړۍ په هره برخه کې دې بېلابېلو لوستونکو ته اشنا او خپل ښکاره شي.
دا چې ولسي ادبيات د فورم له مخې ډېرې لرغونې ځانګړتياوې لري، نو په خپل لفظي هنر کې يې هم د ليکلي ادب د هنري ارزښت لپاره غوره هنري پانګه ساتلې ده چې له اغېزو يې سترګې نه شو پټولی.
دا ټکی د ولسي ادب د څېړونکو لپاره د لېوالتيا يو مهم ټکی دی، ځکه چې لفظي هنر تر بل هر بشري هنر مخکښ دی، ګڼ ژانرونه يې له نورو هنرونو او علومو سره تړل شوي او يو له بل سره همغاړي دي.
په ولسي ادب کې د لفظي هنر د پيل او پالنې تر څنګ، د بشري تاريخ، ښکلا پوهنې او ليکلي ادب ډېر لومړني توکي هم خوندي شوي دي، موږ د يوه هنرمند انسان او د هغه د زيار په اړه فکر کولو ته اړ باسي.
پورتنيو څرګندونو ته په پام سره بايد په دې اقرار وشي چې د لفظي هنر پانګه ولسي ادب(فولکلور) دى، د ادبياتو پنځوونکى او مينه وال بايد د خپلې ژبې د ولسي ادب له زړې پانګې او نوې پانګې پوره خبرتيا ولري، هغه اديب چې له فولکلور سره ښه اشنايي لري، نو ښه ليکلى ادب هم رامنځته کولى شي.
ګرانه رحماني صیب! واقعاً چې د اړتیا وړ په موضوع دي ښکلی بحث کړي
او په ریښتیا چې ډیره اړینه ده چې تر څو (دلفظ په هنري ارزښت ) پوهه شوخاصتاً چې له ادب او لیک سره زیاتې اړيکې لري. تل دي ژوندي قلم دي تاند وسه
شیراني