تاند- په نړۍ کې د لمریزې انرژۍ تر ټولو لوی فارم، چې تر ۳ لکه زیاتې شیشې پکې اېښودل شوی دي، د امریکا په جنوب لوېدیځ کې جوړ شو.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په موېف (Mojave) دښته کې په دې فارم، چې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي، له څو کلونو راهیسي کار روان و.

د لمریزې انرژۍ دا ستر فارم په ۱۴ کیلومتر مربع مځکه کې جوړ شوی چې د امریکا د موجودې ټولې لمریزې انرژۍ د ۳۰ فیصدو هومره  انرژي تولیدوي.

د لمریزې انرژۍ په دغه فارم کې درې، ۱۴۰ متره لوړ برجونه او تر ۳ لکه زیاتې لویې شیشې موجودې دي.

امریکايي پوهان وايي چې د لمریزې انرژۍ د تولید دا سیستم (Ivanpah) نومېږي، او په کلیفورنیا ایالت کې ۱۴۰ زره کورنیو ته برېښنا برابرولی شي.

د لمریزې انرژۍ د دغه فارم پر جوړولو دوه ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره لګول شوي دي.

تېره اوونۍ د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وویل چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د لمریزې انرژۍ خورا لوړ ظرفیت لري.

د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې ۴ لکه ۲۰ زره میګاواټه لمریزه برېښنا تولید کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *