تاند- په لمریزه انرژۍ د چلېدونکې الوتکې تر نړۍ د راګرځېدو وروستی پړاو د دې الوتکې د یوه پېلوټ د ناروغېدو له کبله وځنډېد.
د لمریزې انرژۍ د الوتکې ایمپلس ۲ (Impulse 2) یو پېلوټ بیرتراند پیکارد پرون په ټویټر کې ولیکل چې ناروغ دی او باید له قاهرې څخه تر ابوظبي پوري سفر وځنډوي.
پیکارد، چې د سویس اوسېدونکی دی، ویلي چې په اوسني حالت کې له قاهرې څخه تر متحده عربي اماراتو پوري ۴۸ ساعته پرواز نه شي کولی.
دا الوتکه د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ، چې د جولای دیارلسمه وه، له هسپانیا څخه په دوو ورځو کې قاهرې ته ورسېده.
دا الوتکه، چې د لمر په انرژي چلېږي، تر نورو الوتکو ډېره ورو ده، سرعت یې په متوسط ډول په هر ساعت کې د ۷۰ تر ۸۵ کیلومترو پوري دی.