سید شاه خروټی
 د اختر په ورځ له خوبه ليږ ناوخته راپاڅېدم، مور مې راته وويل چې ژر جامې بدلې کړه چې د اختر د لمانځه درباندې ناوخته دی، جامې مې بدلې کړې، مور مې ماشومانو ته د اختر مېوه، هګۍ او ځينو ته پيسې ورکولې.ماشومانو ښکلې جامې اغوستې وې او رنکارنګ رومالونه يې په لاسونو کې ول. مور ته مې وويل چې خواږه شي ته مې ډېر زړه شوی ليږ سيميا يا کوم بل خوږ د شی راکړه، هغې راته وويل چې د لمانځه ناوخته دی له لمانځه څخه چې راشې سېميا به هم وخورې او له وروڼو سره به ګډه سهارنارۍ وکړې.
وروڼه مې ټول لمانځه ته تللي ول، له کور څخه د جومات په لور روان شوم، پر لار مې يو ګاونډی هم راسره ملګری شو. جومات له خلکو ډک و، د لمانځه تياری وشو، د جومات خدمتګار افضل لالا د جومات لپاره د چندې غږ وکړ او خپل څادر يې پر خلکو راوګرځولو او پيسې يې ټولې کړې.
لمونځ وشو چې خطبه څنګه ختمه شوه نو خلکو له يو بل سره اختر مبارکيانې پيل کړې. ماهم له خواته ناستو کسانو سره مبارکۍ وکړه او بيا د کور په لور روان شوم. پر لاره دوه درې ګاونډيان پر مخ راغلل له هغوی سره مې د اختر مبارکۍ وکړه او کور ته ننوتم. پلار مې د مېلمنو په خونه کې ناست و له هغه سره مې اختر مبارکۍ وکړه.
مور مې په اشپزخان کې لګيا وه په لوړ اواز مې غږ ورته وکړ چې مورې زه راغلم، سهار نارۍ تياره ده؟ ځواب يې رانکړ، دا ځل مې تر مخکې په لوړ اواز غږ وروکړ چې مورې زه له جومات څخه راغلم سېميا پخه ده؟ له دې سره مې ملګري غږ راباندې وکړ چې ولې په خوب کې چيغې وهې پاڅه، مور دې دلته له کومه شې. چې راکښېنستم نو په ځان پوه شوم چې خوب مې ليدلو. ملګري مې راته وويل چې ژر جامې بدلې کړه چې د اختر لمانځه ته ولاړ شو.
فکر مې ډېر خراب و،دواړو په نږدې جومات کې د اختر لمونځ وکړ، د جومات خوا کې دکان څخه مو د سهارنارۍ لپاره سامان راواخستلو،کورته راغلو،ګډه مو سهارنارۍ وخوړه، ملګري مې درېښي واغوسته، ويل يې چې باس مې رخصتۍ رانکړه زه به کار ته ولاړ شم. فکر مې هسې هم خراب و خو چې ملګری مې کار ته راڅخه ولاړ نو فکر مې نور هم خراب شو.
ما هم د کار کالې واغوستل او په موټر کې د کار په لور روان شوم. سترګې مې له اوښکو ډکې وې او دا ارمان مې کولو چې کاش ملګري له خوب څخه نه وای راويښ کړی او دومره يې پرېيښی وای چې د مور د لاس سېميا مې خوړلې وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *