جانداد |
د نومبر په دولسمه د یک شنې ورځ بیا په لندن کې دتیر په څیر ګڼ لندن میشي لیکوال ، شا عران او د افغاني ادب او فرهنګ مینه وال د افغانستا ن د سفارت د ایلینګ په ودانۍ کې سره راټول او خپل لیکلی اثار ېې د شعر او داستان په بڼه یو بل ته واورول .
په دې نا سته کې د افغانستا ن د لوی سفیر سیدطیب جواد اود پښتو ژبې د وتلي ژبپوه پوهاند مجاور احمد زیار تر خوا د پښتو موسیقۍ ځلانده ستوري استاذ صادق فطرت نا شنا س هم برخه اخیستې وه. استاذ ناشنا س نه يوازې پخپل ګډون دا غونډه رنګینه ، اغیزمنه او ارزښتمنه وګرځوله بلکې له ځانه سره ېې د خپل شپیته کلن هنری او ادبی ژوند انه د یادونو او خا طرو خپل کتا ب هم راوړی و او په ګډونوالو ېې د دغه کتا ب زیری هم وکړ.
غونډه چې دا ځل په کې خویندو لیکوالو او شا عرانو هم ګډون کړی وو د استاذ مجاور احمد زیار په ښکلی شعر پیل او د دری د ښه شا عر اوژورنا لیست شهباز ایرج په شعر ېې د مشا عرې برخه پا یته ورسیده . د غونډې په مشاعره کې په ثمراسلمی ، حکیمه عارفي، ګلالۍ جان، غلام محمد کا مه وال ، نظیف الله تکل ، غلام حیدر يګانه برسیره استاذ نا شنا س هم په دري ژبه له یادو خپل شعر واوره چې د غونډې د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه شو.
له مشا عرې وروسته لیکوال او شا عر دستګیر نا یل خپل لنډ داستا ن ولوست . دهغه داستا ن دده د ښوونځي د زده کړو له یادونو او خا طرو سره تړلی وو. داستا ن د هغه وخت د ښوونیز سیستم او پر دغه سیستم د وخت د حاکم نظام پر اغیز او سلطې را څرخیده . د هغه وخت د ښوونځي ، ښوونکي او زده کونکي تر منځ د اړیکو عالی تصویر یی کښلی و.
دده په داستا ن پسې د افغانستان لوی سفیرسید طیب جواد له استاذ نا شنا س وغوښتل
د ده دې سندرې :(لالا را قسم دادم که رادو را نه سوزان) په شا لید لنډه رڼا واچوي.
استاذ نا شنا س نه یوازې ددې سندرې په شا لید پوره وغږید بلکې د هغه وخت د جمهو ریس سره د خپل ملا قا ت خا طره ېې هم په پوره تفصیل سره وویله او له دې وروسته ېې د خپل ګوښه والی او په راډیو کې دده د سندرو د سانسور کیسه هم په خوند وواوروله .
په استاذ نا شناس پسې پخپله ښا غلی جواد هم د افغانستان د پخوانی اولسمشر حامد کرزي سره د ځنو سفرونو عجیبه خا طرې بیان کړې .
غونډه د ما ښام په اووبجو پا یته وررسیده.