سليم شاه اکتوبر ٩ کال ٢٠١٦
له مهالويش سره سم او د غونډي د سوسولوف د دستورونو په بنياد لندن ميشتي شاعران، ليکوال او فرهنگيان نن بيا راټول شوي دې. پوهيږئ چې شاعران چې له بل هر چا انسانيت ته نږدي دي يوه علامه يې دا هم ده چې ډير ژر خپه کيږي اوډير ژر خوشاليږي. دهيواد نه ليرې والي او دوطن ياد،انديښنه په وطن کې روان جهادي اوطالبي غويمنډ دا ټول داسې څه دي چې شاعر اوليکوال دحساسو ژويو په توگه اغيزمن کوي .ڂکه خو نن دټولو په اذهانو اودټولو په مغزونو کې دکندوز دبيوزلو خلکو غميزي څپې وهلې . ټولو په همدې پيښه خپگان ښکاره کاوه.
بهر د لندن اسمان هم نم اورطوبت نيولي وو. ټوله ڂمکه اوهوا هم نمجنه وه .اوکه مبالغه ونه شي او چيرته لمر په گوتو کې راتلي هغه به هم پوست نرم اونم جن وو . چې په گوتو نه راڂي . يخنې په ورو ورو زموږ په لور گام راخلي . دا يخني ويره اوترهه هم خپروي . دا ترهه هم دجنگ اوجگړو له وېرې کمه نه ده . داسمه ده چې دجنگ جگړې ترهه دبلې هيڅ ترهې ڂای نه شي نيولي خو زوړ اوووړ ته ديخني ترهه له څه کمه نه وي .
خبره دنن په غونډه کې وه . دنن غونډې تا بیا له ماسپښين وروسته په مازديگر کې شوي وه. باران نرې نری را کښته وو .ياران سوکه سوکه راورسيدل په کښيناستو سره يې دخپل تاريخي هيواد په باب په خپلو ساندو پيل وکه .
دکندز دناورين خبر را پورته شو اوددې خبرو په سر کې دکندوز داوسني والي اپلتې اوناپړيتې پيل شوي. يوه ملگري چي ماته مخامخ ناست وو . دکندز دوالي اکر بکر يې په ډيره هنرمندانه توگه ترسيم کړه چې کله ستيج ته راغئ، په دواړو واښکو يې لږی اوبه هم راغلي لکه چې په کوم جومات کې پرې دحلوا بوی راغلي وي . خپله پراخه ټنډه يې چې دسر نيمايي ويښتان يې ترې شاته په منډه وو . وويل .خو هغوی چې مړه شول هغوی که په فلزي بکسونو کې هم وايي چا نه شول راستنولي .
دغه جناب عاليقدر دمستحق الاعدام والاويزان دارشاداتو له مخې نو خدای يوازې په بې گناه اوبيوزلو خلکو باندې دمرگ فرمان صادروي او دغه جناب چې دسرې او کود گرڂنده کارخانه ده ژوندي دی پاتي وي . دادی هغه تومت چې په اصطلاح ددغه دروغجنو ديندارو اوددين ددوکاندارانو له خوا په خدای پورې کيږي .يعني چې دوی د ې دخيرات په غونډې ناست وي دناتو دقوماندانو فرض اوسنت دې را کشوي خو نور اولس دې وژل کيږي . خلک دې پر سر خاوري بادوي . غم دی دلالي پر سر اومسته دې تازه گرڂي .
بل ملگري راغبرگه کړه چې يو چا په فيسبوک کې پرون ددغه مولوي په باب کښلي وو چې داسې بريښي چې نعوذبالله دکندز چارواکو (څلور بولو ) هم خدای پاک ته بډې ورکړي چې هغو ته څه ونه وايي اوپه مظلومو خلکو چې هر څه کوي ستا گډوري دي .
لنډه دا چې همدغه څلور واکو دجنگ ناورين نه دی ليدلي اولادونه يې له جنگه بچ دي . پوزی اوبړستني ديگ اوکاسه يې نه ده ورپر سر شوي . چې له ښاره اوکلي اومالته بهر شي .
يوه شپه دهغه سپين ږيري بوډا چې په تلويزيون کې يې داوښکو سيلاب پر مخ راروان وو .دکورنئ اوه يا اته کسه زامن اولمسيان يې ورته دخدای وحشي ڂناورو يعني طالبانو وژلي وو . په ملا کړوپ شوي وو . دونيا پرې تورتم وه . تورسري اونيم زالي کونډي ورته پاتې وي تنکي ماشومانو له ژړا زړونه چاودل . اودژړا اوفرياد چيغې يې هم چا نه په اسمان اونه په ڂمکه اوريدلي . چې لږ تر لږه خو نيمايي اسمان په دغه څلور بولو (چارواکو ) اوطالب ڂناورو را خطا کړي .
خو داسې څوک پيدا نه شول چې ترې وپوښتي ، چې کله طالبانو د کندز په ښار کې نفوذ کاوه ايا ددوی اجسام را ننوتي وو اوکه ددهغو ارواح ؟ که اجسام وو نوايا هيڅ داسي سيستم اودستگاه نه وه. هيڅ داسې اپراتيفي مسوولين نه وو چې رپوټ ورکړي چې دوښمن نفوذ کوي . ارومرو چې والي صيب اونور چارواکي (څلور واکي ) به پر کومه چارچوبې کې بوخت وو . چې ترې نه خبريدل . په ياد ولرئ چې دشهيد داکتر نجيب الله په دوران کې چې به جهادې مشرانو په کولمو کې دټيپرو دساگ باد هم را پورته شول ، نو بوی به يې دنجيب په پزه را غلي وو اوسملاسيي به هغه پزې ته دسمال نيوه . وشرميږئ چې ددې هيواد سره غداري کوئ. خوب کوي .خوراک کوي اوجيبونه ډکوي .
- * * *
ورو ورو دشعر اوداستان ويلو رسمي غونډه پيل شوه . وکيل سوله مل شينواري په يوه سترگه لاس کيښود اودستورونه يې دسيلاب په څير جاري کړل . وی ويل دپروگرام بحث به نن عبيدالله محک صيب دنوي داستان ليکنې په اړوند په مخ وړي. خو محک صيب دبلي ورڂي په څير نن هم په یوه ادبی انګریزی مجله کې داوسنی نړیوال داستا ن د یوه څیړونکی او کره کتونکی یو مطلب هم وژباړه او هم یی هما غه مطلب تفسیر او توضیح کړچې د غونډې د برخه والو لپاره په زړه پورې خو ځنو نیوکه درلوده چې که د مجلې پرځای ېې پخپله ددې موضوع اړوند خپل لیکلی مطلب لوستی او تشریح کړای وای لا به ښه وو.داکتر صيب مجاور احمد زيار هم خپل مبارک اوله سيادته ډک حضور په غونډه کې درلود . سيورې يې لکه دعنقا مرغه پر موږ ټولوراپروت وو . رښتيا يوه کوم بله راياده شي .
وايي چې يو سړی ليوه ډارولي وو. چې چا به هر ه کيسه کوله نو هغه به ويل چې يره دا ليوه هم بد ڂناور دی . داکتر صيب زيار هم دخبرو پر هره څلور لارې کې دگاډي اشترنگ ژبپوهنې ته را کاټ کاوه ځکه خو د محک انتخاب شوی مطلب هم نوموړی تر پا یه بشپړ نشو کړای، هغه په دې اړه له خپلې طرحې چې اولسمشر اشرف غني ته ېې استولی هم یادونه وکړه او د واحد ې املا او کره لیکلار په اړه یی خپې هڅې یادې کړې .
په غونډه کې يو نوی لاروي له کابل له سفره ستړي ستومانه سر ښندونوکي چې په غالب گومان يې اوس دخپل ملک فيصل دليدلو توان هم له لاسه ورکړی په کوچ کې په يوه ډده پروت وو . دغونډي په هره بند کې يې له پينکي خوبونو شرنگ اوترنگ پورته کاوه . له ډوډي خوړلو وروسته دهغه پينکيانو نور هم دترهگريز وحملو په څير زور واخيست.
يوازې سيال شينواري وو چې په نازکه اورومانتيکه خندا يې چې شعر او رباعي ته ورته وه هر څه په خوند اوريدل ؛ دپير باوري عمر خو دي خدای دحضرت خضر کړي چې زر کاله وروسته زموږ له روح سره په کومه دښته کې مخامخ شي نو د ټوکو دکتابونو سل زرم ټوک به را باندي ولوروي . دهغه دا کار دستايني وړ دي ڂکه چې اوس يې دماشومانو له پاره ټوکي ليکلي اودکونډو له پاره ټوکي ېې لا په لاره کې دي .
په پای کې دغونډې چلوونکي (( وکيل شينواري )) دخپل مقام نه په گټه اخيستني خپله يوه ښکلي کيسه چې له نورو يې توپير درلود په خپل وچ زور ولوستله . لکه چې دبيوفرين شربت يې څښلي وو ( چې هر قطره يعني نيرو ) موږ هم واوريدله . اوغونډه چې په رڼا کې ورته ورغلي وو په تورتم اوتياره کې ترې را ووتلو . خو دښاغلي ولي عبدالله دې کور ودان وي چې دغونډې دگډون والو يې پوره عزت اودرناوئ وکړ .