سلیم شاه

نن بيا زموږ غونډه وه ۔ ښايسته ښه په تول پوره شاعران اوليکوال چې د کډوالي له ژوندانه  نه ساه وتيګاه اوستړي ستومانه وو ۔دغونډې تالار ته چې دکاروان رستورانت په نامه ياديږي، راننوتل. رستورانت دوتلي شاعر کاروان په نوم دى ، خو شعريت او رومانيت يې کمزورى دى . زه لا تالار ته راننوتى نه وم  چې يو٫٫ اموخته خور بلا خور٬٬ چې احوالونه له بل چا اخلي اودروغ ورښتيا ورسره له ځانه تړې اوبيا پرې د کابل دتلويزيوني چاينلونو په څيرشخوند وهي ۔ له ما نه يې بې واره پوښتنه وکړه: اشنا څه غورې دې؟ اوغانستان ته څه حال دى؟ او دمولانا سميع الحق نه به څه احوال درته نه وي راغلی؟ سوالونه يې پسې اوږده کړه ۔ ويل يې دا جليل زاد صيب خو هم کښته پورته اوړي چې شيروار به يې څه کوچ راوباسي که  هماغسې به مو تروو شړومبو ته کښينوي ۔ اوراښتيا دا دراتلونکو امتخاباتو ته داوغانستان دخپلواکۍ ،ازادئ،بربادۍ ، لمبه کولو،چور وچپاول، غارت اولوټمار اولوټي لوټې کولو لوې پاکستاني اوايراني ايتلاف څنګه شو ؟ څه باد ماد به ترې را ووځي اوکه نه ؟

يار په يوه ساه ر انه پوښتني وکړې. ما ويل ياره موږ با وزنه اوبې وزنه يعني موزونو او ناموزونو شعرونو ته راغلي يو. موږ دسوله مل لوڅو اوبربنډو کيسو ته راغلي يو  چې لږ مو دا وجود ورته ميګي ميګي شي ۔ موږ غواړو چې دکرګر داسې کيسي هم واورو چې هيڅ پرې پوه نه شو خو سر ورته وخوځووو او ورته ووايو چې ياره په قلم دې برکت شه .په ګوتو دې قوت شه  اوپه مغزو کې دې رحمت . اوته راته لګيا يې خپلې اوتې بوتې دې سر کړي دي ۔ وار نه را کوي سوالونه دې قطار کړي دي لکه مجايدين چې يو وخت دجلال اباد جنګ کې دچور له پاره قطار ولاړ وو خو چي ناکام شول نو بيا يې خښتګونه هم پرې ښودل ۔!

هغه مسکى شو ويل : پيره غصه مت کرو ۔ خو لږ مو له حالاتو خبر که ۔ ما ويل ښه

اول خو دا درواخله چې رحمان بابا سلګونه کلونه دمخه ويلي وو چې :

په سبب د دوزخيانو طالبانو + واشنګتن مسکو تهران درې واړه يو دي

بله دا چې زما يو ګاوندۍ هندې راته کيسه کوله  چې جيو نيوز کې وويل چي له هغي دونيا نه انکير منکير  اودهغو مشر کټه پير زنګ وهلي وو چې اى پاکستاني حکومته ۔  دا بې شرمه او بې حيا هم جنس باز سميع الحق مو بيرته واخلي ۔ ځمکه مقدسه ده ۔  موږ داسې کسان چې په ځوانې کې يي په جوماتونو کې يو څه کړي وي او په سپين ږير توب کې يې کسات له معصومو طالبانو اخيستي وي ۔نه منو اونه ځاى ورکوو ۔ دا هيرا منډه يې ته يوسئ  دده قبر بايد هلته جوړ شي ۔ ځکه چې وايي دستړو ځاى کانګړه ده ۔ دبى نمازو ځاى هيرا منډه يې دى ۔ دا ېي هم ووي چې دا بي نمازه مخنث ته دسپو په متيازو غسل ورکئ ۔ اودهيرا منډه ې دېوي ډمې په کاليو کې يې تا وکړې اوهمالته يې په خاورو ومنډئ ۔ اوکه پوليس ورسره سوال وځواب هم کوي  هغه دې هم په اسلام اباد کې وکي . ځکه چې …..

بله دا چې د اجليل زاد صيب خو تاويږي کله دلته کله هلته ۔ کله په جرنده اوکله په جومات کې ۔ ماويل هلکه سمه خوله خوځوه جليل زاد نه دى ۔ خليل زاد دى ۔ هغه ويل  ۔ دا دومره مهمه نه ده ۔ خبره په يوه نقطه کې ده ۔ کله لاندې کله پاس ۔ خو جليل زاد ځکه سم دى چې دا اوس دافغانستان امپراتور دى ۔۔نوى داستان خو دادى چي وايي اوس  دا دمولانا سميع الحق هلکان چې ٫٫مولانانصير الله بابر به هم ورته زموږ بچيان٬٬ ويل اوس تر ې دقربانۍ ګډورې جوړ شوى دى. دوه پړي په کې پراته دې. يو يې دحاجي لاوروف په لاس کې دى  اوبل يې د حاجي ترومپت په لاس کې دى ۔ دواړه يې خپل ځان ته کشوي ۔ دطالب هلک سترګې بټې را ختلي دي ۔ وايي دا وکم که دا ؟ دسعودي چلتار فيصلان هم دکاشق پنجه چې په سنتولو اوختنه ګرۍ کې بند دى ۔ نو اوس هغه دوردګ ماما خبره ده  چې ويل يې : مه کوه چې څه کا ؟ نو يا به دا ګډورې ترومپت کشوي چې دمالکيت دعوه يې کوي اووايي چې دوى خو زما دپټي ټول شوتل خلاص کړي دي ۔ اويا به يې حاجي لاوروف اوسيد پوتين اغا چې اوس دزمانې ستانه دى اولاس نيوکه يې اړينه بريښي  هغه به هم وايي چي هلکه ميندلي مال دخداې دى ۔ دا اوس ما ومينده ۔ ما دکابل په نخاس کې واخيسته اونقدې شميرلي مې پرې ورکړې ۔

خو کله چې  دچور تالان  اودعزت دغارت دستر اختلاف خبره کوي  نو لږه به درته دخپل کلي کيسه وکم .

رښتيا زموږ دکلي نه اخوا لږ پورته يو کلي وو ، خلک يې لږ شتمن وو ۔ نو دکلي شاته يوه لويه شړ ګاه وه. دا شړګاه  په ډېران بدله شوى وه . کليوالو به دغه شړګاه نه د ډېران کار اخيست ټول خځلي خشاک او دکور دخوړو پاتي شوني به يې هلته ګوزارول  ۔ دې ډيران دهر کور دګنده ګۍ او چټلۍ انځورونه درلودل ۔ قسما قسم خواړه چټل بويونه اوداسې نور به هلته پريوتل ۔ خو دکلي چرګان به سهار  شو دروازې به بيرته شوې ،ټول به دغلته ډېران ته ورتلل اوهلته به يې مښوکي وهلي ۔ دا چرګان سره له دې چې هر يو دجلا جلا کور پورې اړه درلوده خو چې ډېران ته  به راغلل نو بيا به په اتفاق ول ۔ دکلي د بزګر نه به ډارېدل چې کله به يې هغه لور په لاس وليده نو بيا به ببر شول ۔ ستيجونه به يې جوړ کړ او وينا يې به يې سر کړې ۔ ځينو کلنګي چرګانو به اذانونه پيل کړل ۔ ويل به يې دکلي ملک کافر دى ۔  دا ځکه چې موږ ته داني نه را اچوي ۔ کوړکي چرګي به قت قت پيل کړ ۔ اوشکايت به يې کاوه چې دا قبيله سالاري ده ۔ خو چې لږڅه زړه بداوي به ددوې ترمنځ پيدا شو نو سم دواره به يي يو بل ته وکتل دمور اوخور په ښکنځلو به سر شول ۔ خو لور په لاس بزګر چې به يې وليده ۔ نو ټولو به يو بل ته وکتل ۔ کلنګي به وزرې  وټپولي ۔ ويل به ېې : که ددې بزګر سره لور نه واى په دوه ورځو کې مې دټول کابل منډيان تشول اوتاسو ته مې داني راوړلي ۔ بل به ويل قي قي قي ۔ زما څوک څه کولي شي . زه زور لرم بازو لرم او دا اوهغه ټول لرم ۔خو چې دکوم سر به دمړو اودخيرات په شپه له تني غوڅ شو اود الله اکبر غږ به پري وويل شو نو بيا به  دټولو غوږونه مړه وو ۔ موږ هغه مهال ماشومان وو ۔ موږ چې به چرګان وليدل نو دا سندره به مو پيل کړه چې

چرګ زما چرګان زما : ګرځي په ډېران زما

ګرځي په ډېران  زما هسې ډوزماران زما  

خو اوس زموږ دکلي چرګان په مستې کې دي ۔ داختر اوبرات په ورځوکې ښې قلقلي کوي ۔ کلنګي چرګان خو داسې په زور  اذانونه کوي چې اخير يي ستوني کښيني ۔ ابله ورځ زموږ دګاونډي يو چرګوړې چې دمرداري په خوړلو کې ورته چا ځاى نه ورکاوه  تاج يې لکه دتور پيکۍ اوربل يوې خواته واړاوه اوله ډلي را بیل شو ۔ تاسو ته دې مالومه وي چې ددې چرګانو تخمونه هم جلا دي ۔ ټول يي اصيل فرانسوي نسلونه نه لري ، بلکې دورګه دې.  پلار يې ديو ځاې اومور يې دبل ۔ هګي يې خاکي دي ۔ اوځينې يې خسک دي ۔ هر وخت يې شاته پښې ککړي وي ۔ ددې ککړو پښو والا خو اصلن نور چرګان په حساب کې نه راولي خو ددې له پاره چې ښي ککړې وايي نو په ډله کې  دايله جاري په توګه تري کار اخلي ۔

نو داوه زموږ دکلي د ډيران کيسه ۔ او چې ما څنګه د اموخته خورپوښتنې ځواب کړې . نو راسره څنګ ته  ناست سلیم حیا ت په ورو کیمنډلم :

ـ یره نور دا دډیران کیسه پریږده چې بوی یی زموږ ادبی نا سته اغیزمنه نه کړی او له دې سره مې دستی خولې ته کولپ واچاوه اواموخته خورته مې هم سترګه وهله چې په خوله لاس کیږدي .

غونډه شروع شوه . په پیل کې استاذ مجاور احمد زیار خپل تازه خپور شوی اثر ((ګړنې او څرګندنې )) د غونډې برخه والو ته وروپيژاند . استاذ په اصطلاحاتو او د نثر په خوږلښت کې د هغو په اهمیت وغږید . هغه وویل چې د هرې اصطلاح تر شاه یو متل او یوه پیښه ده او د هر متل تر شاه یوه کیسه ده. نوموړی د لیکوال او شاعر او بل خلاق هنرمند لپاره په اصطلاحاتو پوهیدل ډیر مهم وبلل . او د ځنو اصطلاحاتو لنډ جا ج ېې واخیست. استاذ د پښتو ژبې د اسانۍ او له نورو ژوندیو ېوژبو سره د سیالۍ په پار د ګړنو په تشریح برسیره د واحد لیکدوداومرکزی ګړدود په اهمیت هم خبرې وکړې .

له استاذ زیار وروسته د هیواد وتلی اینجینر او انځورګر استاذ غلام محمد حدید هم د خوشحال خان د تازه کلیاتودچاپ په اړه وغږید. استاذ وویل . تیر کال استاذ حبیب الله رفیع ورته دخوشحال خان د هغو شعرونود میناتورۍ وړاندیز وکړچې خوشحال خان په خپل لاس کښلی وو . او ده د هغه دا وړاندیز په ورین تندی ومانه . هغه له ځانه سره دا تازه چا پ شوی دیوان چې ده ته ېې د مینا تورۍ ویاړ ورپه برخه دی هم راوړی وو.

له استاذ حدید وروسته د غونډې د شعر برخه پیل شوه . پیل یی ثمر اسلمی پخپلو شعرونو وکړ. او په هغې پسې نظیف الله تکل په خپل آزاد شعر او غزل د غوڼدې د برخه والو شعری تنده ما ته کړه.

له شعرونو وروسته نورمحمد سعید خپلې  دوه داستانی طرحې واورولې چې د غونډې دبرخه والو له ښه هرکلی سره مخ شوې .

وروستی ویناوال سوله مل وو چې په  خپل لنډ داستان ((د چا غانو با زار)) ېې ګډونوال حیران او هم وخندول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *