تاند- (دوشنبه، د میزان ۱۵) تر ۲۰۳۰ پورې به د لندن او سیډني ترمنځ د هوايي سفر وخت په سلو کې ۸۰ رالنډ شي.
په بریتانیا کې تر ږغ د ډېر چټک راکټ پر انجن کار روان دی چې د الوتکو سرعت څو برابره زیات شي.
د سي این این د راپور له مخې، د بریتانیا فضايي ادارې اعلان وکړ چې د استرالیا له فضايي ادارې سره به همکاري زیاته کړي او د لومړي ځل لپاره به د دوو هیوادونو ترمنځ هوايي پُل رامنځته کړي.
د بریتانیا د فضايي ادارې رييس ګراهام ترناک (Graham Turnock) وویل«کله چې موږ د (Synergetic Air-Breathing Rocket Engine) توغندي انجن په الوتکو کې نصب کړ، د استرالیا سفر به څلور ساعتونو ته رالنډ شي.»
حاضردمه د لندن او استرالیا هوايي سفر ۲۲ ساعته دی.
ښاغلي ترناک همداراز وویل«دا ټکنالوژي یقیناً موږ هدف ته رسوي او موږ مخکې لا پرمختګ کړی دی. خو اوس ۲۰۳۰ لسیزه په پام کې لرو.»
د لندن او د استرالیا د سیډني ترمنځ واټن ۱۶ زره ۹۹۴ کیلومتره دی.
د راتلونکي وخت سوپرسونیک او های سوپرنیک الوتکې به څنګه وي؟ دا ویدیو وګورئ: