د جون ۷ مه –
د کابل رستورانت چې د لندن په سوتهال سیمه کې پروت دئ د جون د مياشتي په اوم ماښام بيا له هيواده له ليرې ليکوالو اوشاعرانو لکه وزر ماتي مرغانو د راټوليدو شاهد وو۔ بيا هم هماغه درک اوهماغه خرک ۔ يو افغاني رستورانت سالون اوهلته ناسته او روغبړ۔
رښتيا دا چې موږ دا څو کاله کيږي چې په لندن کې ميشت يو ۔ کله چې پيښور ته کډه شو هماغه مهال هم په خپل ذهن کې په سبا ته کابل ته روان وو ۔ او چې لندن ته راورسيدوهم دا اميد راسره وو چې که موږ ولاړ نه شو نو دا ميرات مړی جسد خو به مو په پخپله وچه او د لندن دخوسا اولندبل نه پاکه ځمکه کې د انکر اومنکير ملاقات وکړي ۔ خو اوس داسې اټکل کيږي چې لکه دا وړۍ شړۍ نه شي نن دی که سبا دی توکل له خیوې تللی دی ۔
افغانستان خو لاړ دسپتمبر له يوولسمې نيټې وروسته يې موقعيت هم له اسيا نه کوچیدلې اوبله خوا تللي دی ، لکه چې دهغه ناکجا اباد په لور خوځيدلی دی ۔
په هر صورت غواړم خبرې لنډې کړم خو را نه گنډې شي۔ هماغه دلواړگي اوتورخم گنډه ترې جوړه شي ۔ له تورو سرونو اوتورو بريتو سره راغلي وو اوس لکه دژرندې نه چې را ووځو سپين سر اوسپين بريتونه ۔ خو کامه وال صيب بيا هم ددې چاره کړې ده ۔ څه تور رنگونه چې لري هغه پرې سولوي خو دسپين دې الله مل شي چې درنگولو چل هم نه ورځي ۔
موږ دشلمي پيړی دپاې سوغات يو ۔ هغه پيړۍ چې په وروستيو کلونو کې په کې سياسي انډوخر پيل شو ۔ اوزموږ خوږ اوگلالي وطن په کې ناورين ته برابر شو نه يوازې برابر بلکې اوس يې ټول خلک هم ببر شول ۔ يعني چې مه کوه پوښتنه .دهرې ورځي په تيريدو سره هيواد اوخلک دسريښتو په ډنډ کې ډوبيږي ۔ سريښ هم شيبه په شيبه وچيږي اوهغوۍ په کې نښلي ۔خلک زور وهي چې دډنډ نه راووځي خو نور هم غوپه کيږي ۔ دسيزيف افسانه دلته تحقق پيدا کوي چې سيزيف چې په بيهوده کار محکوم دی اوس يې هيڅ تلاش سر نه نيسي ۔
اوس هم دکرزي دحکومت په مرداريو بوخت دی ،نور اولسونه ترقي کوي موږ دغلاگانو اوپاټکونو محاسبه کوو هيواد خلک له غلو سره په پنجاټ بوخت يو ۔
موږ چې دا مهال په زرگونه مايله دهيواد داوبو، هوا اوفضا اودخاورې دخواږه بوی نه ليري يو ۔ موږ هم په يو عبث اوبې گټې کار بوخت يو ۔ دادې نن بيا راټول شو ۔ چې کيسه ووايو ۔ شعر زمزمه کړو وخاندو اوخپله ژړا په ستوني کې ويده کړو ۔
خو چا وچا ويل چې سپين تڼې په کور کې پاتي دې ۔
گوډ شو سپين تڼي اوس نو زموږ له کاره پاتي دي ۔ چا وچا ويل ۔
سليم زموږ لندني جنگ سالار هم نن ټس نه دی راغلی ۔ (خدای دې دجنگ سالارانو له سيوري وساتي ۔ ځکه چې دې خو انسان دی ) لکه چې چيرته دتعويذونو اوڅاښتونو پسې تللی دی ۔ خو غونډه پاتې نه شوه ۔ ورو ورو لکه دناوې اوزوم ړومبی تگ ) دپيل په لور روانه شوه ۔ خو يوه ډېره په زړه پوري اونادره خبره ده ۔ چې وې کړم اوکه نه ۔ بسم الله دا به هم درته وکړم ۔ هغه دا چې نن په دې غونډه کې دهندو له کوره قران را وتلي دي ۔ موږ دې پيښي ټول حيران کړي وو ۔ حيرت حيرت يو ۔ دټولو خولي وازې پاتې شوي ۔ دهندو دقران کيسه په دې ډول ده :
دلته په لندن کې يو افغاني دوکان شته چې افغان سفارت نوميږي ۔ ښه پلورنځي دی ۔ له څو کالو راهيسې هيڅ افغان نه دی ليدلي ۔ په دې دوکان کې دمخه پاسپورتونه اوويزې پلور کيدلي ۔ خوپه دې وروستيو وختو نو کې يې يو سفير درلود چې دديپلومات په څير فيټ اوسليم نه وو بلکې تيار دبی بی مهرو قصاب وو خلکو به ويل چې دا سړې په چکن کري (قورمه اوبرنج برياني په پخولو کې ) ماستري لري نو ځکه کرزي صيب دامريکا ديوې تيک اوي نه دلته را وستي دي ۔ په يوه غونډه کې چې د اشرف غني په وياړ جوړه شوي وه دبيدل له شعر نه يې په غلظ تلفظ سره بابولاله جوړه کړه ۔ هغه دادبياتو قصاب هم وو ۔دهغه په باب دا خبره هم صدق کوي چې وايي : لينډۍ نه پر سر تار لري اونه په غوړو کار ۔
هغه دافغانستان له تاريخ اوجغرافيه نه زيات دکاليفورنيا پيزه شاپونو نه خبر وو ۔ خو محمد زی وو يعني په پښتنو کې سيد وو ۔ دسفارت زياتره غړې دڅو کورنيو غړي ارجمندان وو ۔ دقانوني دکورنۍ څو تنه، دفهيم دکورنۍ اوداسې نور ۔ يارانو به ويل : دا پنجشير خو ډير استعداد خيزه سيمه ده ۔ په فراه اوکونړ کې ميندې کښيني اوسر بازان زيږوي ۔ خو پنجشيرياني راسا ديپلومات را ارتوي اوله هماغه ځايه غږ کوي ۔ هلو مای دير ۔ گوډمارنينگ ۔
ځينو به ويل پنجشير بايد دنړی شپږم براعظم شي اودملگرو ملتونو دفتر هم ورته را نقل شي ۔ دا ځکه چې دډېر اوچت خلاقيت خاوندان په کې دي ۔ دا ځکه چې۔ ۔ ۔ په هر حال په لندن کې دافغان سفارت دوکان اوس تړل کيږي ۔ خمنډک چاغ اوچله سفير صيب ترې تللي دي ۔ نو ځکه خو يو فرهنگي اوليکوال چې ورته راغلي دي دافغان ليکوالو نستالژيک درد ونه گوري اودهمدې له پاره نن لکه دهندو قران دې غونډي ته راغلي دي ۔
غونډې ته دافغان سفارت شارزدافير سيامک هيروې چې ديو ی فرهنگي کورنۍ پورې اړه لري پلار يې هم ليکوال اودفرهنگ له پاره يې يو عمر کار کړي اوپخپله هم دفارسي ژبي وتلي ځوان ليکوال دې نن دی غونډه کې گډون کړي ۔ هغه چې زموږ حال وليده وې ويل دا به ښه وي چې له دې وروسته خپلې ادبې غونډي دسفارت په يوه سالون کې ونيسۍ ۔ ټول شرايط به درته جوړ کړم اوس په سفارت کې هغه پخوانی حالت نشته ۔ ټول خوشاله شول ۔ اوله هغه نه يې هر کلي وکړ ۔
له هغي وروسته دکيسو لوستل پيل شوه :
له ليکوال اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه چې نن را دمخه شي اوخپله کيسه واوروي ۔ اکبر کرگر دمينه اوخيالونه په نوم يوه کيسه ولوستله ۔ کيسه يو څه سمبوليکه وه له لوستلو وروسته پرې خبري اونقد پيل شو ۔ يو تن وويل که په کيسه کې دڅلويښتو کلونو پر ځای شپيته وای څنگه به وای ؟ خو بل ليکوال يې په ځواب کې وويل : دکيسو دلسو افغانيو نوټ نه دی چی پرې وليکل شي چې ددې سند لرونکي ته وعده ورکول کيږي چې دغوښتني پر مهال لس افغانې ورکړي ۔ اولاندې ترې لاسليک کړي چې دټول خزانه دار نظر محمد ۔ ټولو وخندل :
تکل وويل : په کيسه کې دزمان عنصر دپوښتني وړ دئ ۔
خو سيامک چې په افغان سفارت کې دنده لري اودښو اثارو ليکوال دئ وويل : دلته مهمه خبره داده چې ليکوال څه غواړي او په کوم ادبي سبک اومکتب په چوکاټ کې خپله خبره کوي ۔
غلام محمد کامه وال شاعر وويل : دکيسې دنورو اړخونو سر بيره شرقي اولويديځ فرهنگ ډير ښه پر تله شوی دی ۔
سوله مل شينواري وويل : په کيسه کې ليکوال بیل ، زما ن او مکان: دکرکتر حال او پرون او هلته او دلته د اروپا او خپل هیوادحالتونه په ډېر ماهرانه توگه په سيال ذهن کې په حرکت کې ما هرانه انځور کړی دي ۔
خو يوشی چی زما په نظر ديادولو دی هغه داچې راوې دکيسې په لړ کې مداخله کوي اودغربت درد يادول بايد انځور شي ۔
په داستان باندي له خبرو اترو وروسته کرگر ددې کيسي دعناصرو په اړوند وويل :
په کيسه کې دزمان عنصر کوم ټاکلي اومعياري زمان نه دئ چې زموږ په ورځيني ژوند کې دهغه پر مقياس حالتونو ارزول کیږی۔ بلکې دا زمان يو اسطوره يې زمان دی چې ددې مثالونه په اساطيرو اوسپيڅلو کتابونو کې هم زيات دي ۔ دمثال په توگه دحضرت موسې (ع) ديدار ۔ معراج ته دپيغمبر سفر ۔ چې ۱۲ کاله يې ونيول ۔ يا دگارسيا مارکز په سل کاله يوازيتوب کې وخت اوزمان په سرعت تيريږي ۔ په داسې داستانونو کې زمان خپل ځای سيال جريان ته پريږدي ۔ دلته دهايد گر دنظرياتو په څير چې دزمان په باب يو خاص ليد لري۔
دگارسيا مارکز په اثر سل کاله يوازيتوب کې دسلو کالو له پاره وينې بهيږي ۔
وروسته دکيسې ويلو وار عبد الوکيل سوله مل ته ورغی : هغه خپله کيسه دزړور سرتيرې په نوم ولوستله ۔ دا کيسه ډېره په زړه پورې اودټولو تنده يې ماته کړه ۔ دا ځکه چې تم يې ډير خوندور وو ۔ کيسه په دی ډول ده: يو زړور مجاهد چې دجهاد په ليکو کې بوخت دی ۔ پلار يې پوسته پيدا کوي اودهغه قوماندان ته ورځي ۔ اووايي ماته يې په لاس را که چې په خپل لاس يې چانواري کړم ۔ قوماند ان پوښتنه کوي چې څه خبره اوڅه گناه خطا ؟ خو سپين ږيری واېې دې دنمرودزوی په خپله ميره مورجنسي تېری کړی دی ۔
په کيسه باندې دبحث په ترڅ کې يارانو نظر ورکړ ۔
ټکور وويل : کيسه په زړه پورې ده ۔ خو ډېره عامه ده ۔
تکل وويل : ما ديوه خوندور داستان خوند تري واخيست ۔ يو ښه ريالستيک داستان وو ۔ بابا يو په سننو اورواياتو ولاړ کرکتر دی ۔ چې په ميره تیرې کول يو وحشي اوحيوان صفته عمل بولي ، اووينه يې جوش کوي ۔
سيامک وويل : دليکوال په توگه پر موږ يو داين دی چې په يو بل سبک داسې مسايل وڅيړل شي يا په يوه قالب کې وړاندې شي ۔
مياه جان مياخيل وويل : کيسه په زړه پورې ده ، نن سبا په رسنيو کې داسې انعکاسات زيات دي ۔
وروسته بيا سوله مل دخپلو توضيحاتو په لړ کې وويل :
په دې کیسه کې د با با او د هغه د زوی چې له خپلې میرې سره په زنا تورن دئ کرکترونه او پیښه ددې له پاره نه ده راغلې چې ووایو دا سې خلک او داسې پیښې هم شته او عا م دي ، نه دا هدف نه دا وسیله ده دلته لیکوال هڅه کوي ووای چې د هرې جګړې تر شاه که د هر سپيڅلی عنوان لاندې پرمخ بیول کیږي څو مره رزیل خلک پټ دي .
دغونډې په پای کې نظيف الله تکل ،غلام محمد کامه وال اوافضل ټکور خپل نوې او لند لنډ شعرونه ولوستل غونډه پای ته ورسيده ۔