تاند- د بریتانیا یوې کمپنۍ په افغانستان او پاکستان کې له القاعده شبکې سره په لسګونه ملیون پونډه مرسته کړې ده.

د سنډې ټایمز ورځپاڼې په دوه کلنو څېړنو کې څرګنده شوې چې دې بریتانیايي شرکت په افغانستان او پاکستان کې د تروریستانو د روزلو لپاره له القاعده سره شاوخوا ۸۰ ملیون پونډه مرسته کړې ده.

دې کمپنۍ د مالیو د قوانینو سرغړونه کړې او د خپل عاید یو سلنه یې په افغانستان او پاکستان کې القاعده شبکې ته ځانګړې کړې چې مدرسې او روزنیز کمپونه پرې جوړ کړي.

سنډې ټایمز وايي، د بریتانیا د ایم آی ۵ استخباراتي ادارې تحقیقات ښيي چې په ۲۰۱۱ کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو مخکې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته هم له دې شرکت څخه مرستې کېدلې.

دا شرکت د اسیايي الاصله بریتانیایانو دی خو د محکمې د حکم پر اساس د هغه د نوم د جوتېدو اجازه تر هغو نه شته چې محکمې پرېکړه اعلان کړې نه وي.

په راپورونو کې څرګنده شوې چې د دې ډلې غړیو د بریتانیا په څو دولتي اورګانونو کې هم نفوذ کړی او له ځینو سیاستوالو سره یې اړیکې لرلې. سنډې ټایمز د دې خصوصی شرکت د نوم له یادولو پرته لیکلي چې دې کمپنې د لندن د ۲۰۰۷ م کال د جولای د بمي حملو له عاملانو سره نژدې اړیکې لرلې.

د لندن په بریدونو کې ۵۲ تنه ووژل شول.

د لندن د ۲۰۰۷ د جولای تر حملو لږترلږه ۲ کاله پخوا د دغه شرکت او د حملو د عامل شهزاد تنویر ترمنځ ارتباط څرګند شوی و.

د دې کمپنۍ د شتمنۍ په اړه ویل شوي چې ارزښت یې ۸ ملیارد پونډو ته رسېږي.

تراوسه پورې د دې شرکت د هیڅ غړي لپاره دوسیه نه ده پرانیستل شوې او نه کوم یو په تروریزم تورن شوی دی.

One thought on “د لندن یوې کمپنۍ په افغانستان او پاکستان کې له القاعده سره ۸۰ ملیون پونډه مرسته کړې”
  1. FUNDAMENTALISM IS ONE PARASITE.THAT SPREAD ANY WHERE.
    ARABIC SHIKHAN(shittan) SAUDIA/EMARAT/QATTTAR………
    IN BRITISH/EUROPE/AMERICA HUNDREEDS OF ISLAMIC TABLIGHY JAMAAT MEMBERS
    AS/DOCTORS SEND DONATE FOR TERRORIST,
    IN THIS WAY SOME GOVERNMENT SUPPORT PAKISTAN LIKE BRITISH/ARABIANS.
    IN SAUDI ARABIA TALIBS HAVE FREE DRUG BUSINESS
    IF WE FALLOW THIS PROCESS.IN SAME TIME WITH ISI , ISLAMIC FUNDAMENTALISM
    OF ISLAMIC ARABIC COUNTRY SHIKHS&ISLAMIC COUNTRY LIKE TURKEE/QATAR/SAUDIARAB
    &IRAN ARE SUPPORTER OF TERRORISM.THAT MEANS WE KILLING BY THAT MONEY WE SPEND IN SAUDIA FOR OMERA&HAJJ&OTHER BUSINESS.MEAN WE KILLINGS BY OUR MUSLIMS.
    THINK POSITIVE I AM ALHAMDU LLELAH MUSLIM.THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *