پوهندوی آصف بهاند

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه

دولسمه برخه

د لنډیو د ټولګو او منابعو د پیژندنې په برخه کې مې دا ځل د «لڼډۍ ها» تر سر لیک لاندې یوې ټولګې ته لاس رسی پیدا کړی دی چې د لنډیو د مقالو په دې برخه کې خبرې ور باندې کیږي.

«لنډۍ ها» د لنډیو د هغې مجموعې نوم دی چې د پوهاند رحیم الهام په زیار او هڅې د لنډیو په باب له یوې مقدمې(دري او پښتو) له یو شمیر لنډیو او په دري ژبې باندې له ژباړې سره، په ۱۳۷۹ کال کې د اریک د ګرځنده کتابتونونو د ادارې له خوا خپره شوې ده.

په کتاب کې لومړی د خپرونکې ادارې یاد داشت راغلي دی. په دې یاد داشت کې د اریک د نشراتي موسسې د تاریخ او کار پر څرنګوالي باندې خبرې شوې دي. وروسته له هغه د لنډیو په باب د درانه استاد پوهاند محمد رحیم الهام مقدمه په دوو ژبو(پښتوــ دري) باندې راغلې ده چې د لنډیو په باب نوي او د پام وړ ټکي په کې شته. پوهاند الهام د لنډیو په باب له معمولي او چوکاټي خبرو ور آخوا، نور نظریات لري چې مهم ټکي یې دا دي:

لنډۍ د پښتو شفاهي اشعارو یو ډول دی چې له دوو نا برابرو مسریو څخه جوړه ده. لومړنۍ مسرۍ یې ۹ او دویمه یې دیارلس سیلابه لري. په لومړۍ مسرۍ کې یې فشار پر څلورم او په دویمه مسرۍ کې یې فشار پر څلورم، اتم او دولسم سیلاب واقع کیږي.

لنډۍ قافیه نه لري او دویمه مسرۍ یې د «a» په ترنمي غږ پای ته رسیږي. وزن یې آهنګوال ایقاعي دی او د معمولو عروضي وزنونو څه نښې په کې نه څرګندیږي.

د ټولنپیژندنې او ښکلا پیژندنې د تحلیل په رڼا کې د لنډیو ارزښت موندنه او په علمي بڼه د شکل او مضمون او د هغو یو بل سره مناسبت، بر رسي او څیړنه ډیره کمه شوې ده …

لنډۍ د پیدایښت پیلامه تر اوسه نه ده معلومه او داسې بریښي چې تر اسلام د مخه د پښتو د زړو هیجايي شعرونو یادګار او پاتې شونې وي …

تر اوسه د لنډیو له لږو ډیرو ۲۲ مجموعو په هکله معلومات لرو چې ۱۳ یې چاپي نسخې او نورې قلمي دي او …(لنډۍ ها، د پښتو مقدمې وــ ز مخونه)

دا چې پوهاند الهام د لنډیو د داسې یوې ټولګې ټولولو او ژباړې ته ولې ملا تړلې، دی په خپله د همدې کتاب(لنډۍ ها) په مقدمه کې ور باندې غږیدلی دی چې زه به وروسته پرې وغږیږم؛ خو د الهام د ژوند لیک په باب هغومره چې ښايي خبرې نه دي شوي، دا چې ولې هغه هم ځانته دلایل لري. د همدې دلیل له مخې زه دلته د ده د بیوګرفي په اړوند څه زړې او نوې خبرې لرم، چې لوستونکو ته به بې ګټې نه وي:

الهام زما له پاره خیالي، نا لیدلی داسې څوک نه دی چې ما د بل چا له خولې او قلم نه پیژندلی وي. ما مخامخ پیژندګلوي ورسره درلوده، دواړه د یوې علمي موسسې غړي وو، یو ځای مې علمي فرهنګي کار ور سره کړی دی، په ټولګي کې د غیر رسمي اسیستانت په ډول ور ته ناست یم، له ټولو لیکلو کتابونو، اشعارو او مقالو نه یې مستفید شوی یم او تر ټولو مهمه دا چې د شپیتمې لسیزې په پیل کې د کابل پوهنتون د علمي نشراتي ارګان(اجتماعي علوم) په مجله کې، کله چې دی مسول مدیر و، ما یې څو کاله د مرستیال په توګه دنده ور سره تر سره کړې ده.

د پوهاند الهام علمي سویه په دوو ځایونو کې ما ته ښه جوته شوه:

۱ــ کله چې ده د کابل پوهنتون د ژور نالیزم په پوهنځي کې د «هنري نقد» مضمون تدریس کاوه، زه به د غیر رسمي اسیستانت په توګه، خاص د ده د لکچرونو د اوریدو له پاره ورسره تلم،

۲ــ د «اجتماعي علوم» مجلې په دفتر کې د کار په وخت کې چې د کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو څخه د خپریدو له پاره د استادانو راغلې علمي مقالې به مو اصلاح کولې.

په رښتیا سره په همدې دوو ځایونو کې ما له پوهاند الهام نه دومره ډیر څه زده کړل چې تر اوسه هم په علمي مسایلو او څیړنو کې زما د لارې د څراغ حثیت لري.

په ژورنالیزم پوهنځي کې د «هنري نقد» مضمون لکچرونوکې ما ډیر څه زده کړل چې له هغو نه په استفادې سره مې د خپل یو درسي کتاب(د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې منظوم متون، ګستتنر چاپ) په مقدمه کې، «دمتن د تدریس اصول» تر سر لیک لاندې د شلو مخونو په اندازه، د متن د تدریس لارښود ولیکه او په پای کې مې د مآخذ پر ځای کې د امانت دارۍ د ساتلو په موخه ولیکل چې د دې کرښو په لیکلو کې مې د پوهاند رحیم الهام له مخامخ لکچرونو او د مجلې په دفتر کې د مقالو د لوستلو او تصحح په وخت کې د ده له توضیحاتو نه استفاده کړې ده.

د پوهاند الهام د بیوګرافي په باب باید و وایم چې ښايي پخوا هم خپره شوې وي، خو ما د ده بیوګرافي د لومړي ځل له پاره د استاد عبدالروف بینوا په اوسني لیکوال کې ولیدله. په اوسني لیکوال کې د الهام د بیوګراُۍ مهم ټکي دا دي:

ــ رحیم الهام د فضل الدین زوی، په خټه مومند پښتون دی،

ــ د کابل په ریشخور نومي کلي کې په ۱۳۱۰ هجري شمسي کال زیږدلی دی،

ــ مروجه دیني زدکړې یې له محلي استادانو نه زده کړي دي،

ــ په ۱۳۳۲ کې له غازي لیسې د بکلوریا او په ۱۳۳۵ کال کې له ادبیاتو پوهنځي څخه د لیسانس سندونه واخستل او له فراغت وروسته په علمي کدر کې ومنل شو.

ــ په ۱۳۳۶ کې د وږمې مجلې مدیر شو او په ۱۳۴۵ کال کې د مساوات اخبار چلونکی شو،

ــ امریکا ته د لوړو زدکړو له پاره لاړ او په ۱۹۶۴ ع کال یې دامریکا له مشیګن پوهنتون نه د ماسترۍ دیبلوم تر لاسه کړ.

ــ د مشیګن پوهنتون د انګلیسي ژبې د موسسې له خوا یې، د انګلیسي ژبې د تخصص سند هم تر لاسه کړ.

(د ډیرو مالوماتو له پاره وګورئ: بینوا عبداروف، اوسني لیکوال بشپړ متن، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار،۱۳۸۸/۲۰۰۹ کال، ۱۱۶ او ۱۱۷ مخونه)

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم پوهاند رحیم الهام دوې ډګریانې در لودلې چې یوه یې په ادبي نقد کې وه او بله یې په ژبپوهنه کې او په دې دواړو برخو کې یې ګڼ شمیر مقالې او آثار لیکلي او خپاره کړي دي. وروسته یې بیا د ډوکتورا سند هم تر لاسه کړ چې په خپل همدې وروستي اثر(لنډۍ ها) کې یې لیکلي دي: «پوهاند ډاکتر رحیم الهام»

یو ځلې یې د انترنټ په پاڼو کې هم یوه بیوګرافي زما له نظره تیره شوه چې د هغې بیوګرافي ځینې مهم ټکي چې په اوسني لیکوال کې نه شته، دا دي:

ــ د شپږو میاشتو له پاره یې د انګلیسي ژبې د زدکړو له پاره هند ته سفر وکړ،

ــ په ۱۳۶۵ کال کې د یوه کال له پاره د دري ژبې د تدریس له پاره د اوماها پوهنتون ته تللی،

ــ استاد الهام په پښتو، دري او انګلیسي ژبو باندې ۱۷۰ اثار او مقالې لیکلي او ژباړلي دي،

ــ په ۱۹۸۹ کال یې په تاجکستان هیواد کې د ژبپوهنې څانګه کې د دکتورا سند تر لاس کړ،

ــ په ۱۹۹۲ کال کې د جګړو په اثر وطن پریښود، پيښور ته لاړ او هلته د آزاد افغانستان د «وفا» مسول مدیر شو،

ــ او د وفا د مدیریت تر څنګ یې د (جی. تی. زید بیفایر)د موسسې د درسي کتابونو د نشراتو مدیریت هم ور له غاړې و،

ــ په پاکستان کې د خپلو لیکنو، اشعارو او انتریو ګانو په ترڅ کې د ویلو خبرو پر بنا، د پاکستان دولت له هغه هیواد نه بیرته افغانستان ته ولیږه او د ډیرو کړاونو له زغملو وروسته، له خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجر شو.

ــ د دریو مهمو علمي اوسیاسي خپرونو مسول پاتې شوی دی:
۱ــ وږمه(مجله،د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې خپرونه)،

۲ــ مساوات(جریده)،

۳ــ اجتماعي علوم(مجله، د کابل پوهنتون علمي څیړنیزه خپرونه).

ــ الهام خپل وطن، ژبو ادبیاتو او وطن ته له نیمې پیړۍ خدمت نه وروسته د ۲۰۰۳ کال د اپریل په دریمه نیټه ومړ او جنازه یې افغانستان ته ولیږدول شوه.

د ډیرو مالوماتو له پاره لوستونکي دغو دوو آدرسونو ته مراجعه کولای شي:

https://www.facebook.com/pages/ستوري-او-شخصیتونه-وپیژنی/141511946021975

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=291708847668950&id=141511946021975&substory_index=0

د پوهاند الهام په ژوند لیک او تر سره کړو سیاسي او علمي کارونو باندې ډیری فرهنګیان پټه خوله دي، دومره چې باید، څوک څه نه وايي او نه یې لیکي چې دا د ده په حق کې یوه جفا ده.

پوهاند الهام د فرهنګي ژوند ډیره برخه په پوهنتون کې تیره کړه. د ده نوم او ژوند د پوهنتون له نامه او چاپیریال سره غوټه شوی و، دا چې په پوهنتون کې څنګه پر الهام دایره تنګه کړای شوه، دی څنګه اړ کړای شو چې پوهنتون پریږي او علومو اکادیمۍ ته لاړ شي، دا هم جلا داستان او دلایل لري چې په خپل وخت کې ښايي ولیکل شي.

د ښاغلي پوهاند الهام د لنډیو دا جونګ او دا کار د استاد بینوا د لنډیو هغه کار ته ورته دی چې د استاد عبدالروف بینوا په زیار، لومړی چاپ:۱۳۳۷ ل، کال کې چاپ شوه او بیا د اړتیا له مخې په ۱۳۸۷ ل کال کې د دویم ځل له پاره چاپ او خپره شوه چې ما د لنډیو د مقالو په دریمه برخه کې خبرې پرې کړې دي.

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_landy_aow_de_landy_you_3.pdf

الهام صاحب هم لکه استاد بینوا لومړی د لنډۍ پښتو متن، بیا یې دري ژباړه راوړې ده، خو د استاد بینوا له کار سره یې تو پیر دا دی چې بینوا لومړی د لنډۍ پښتو متن، بیا دري ژباړه او بیا انګلیسي ژباړه راوړې ده؛ خو الهام صاحب یوازې د لنډۍ پښتو متن او ورپسې دري ژباړه ایښې ده. په دواړو مجموعوکې له هرې لنډۍ سره داسې رسم شوي انځورونه هم راوړل شوي دي چې هر انځور د لنډۍ محتوی هم څرګندوي.

تر هغه ځایه چې زه پوهاند الهام پیژنم، ده د خپلو فرهنګي کارونو په لړ کې د لنډیو د دې ټولګې له برابرولو او چاپولو نه سوا نور ډیر مهم کارونونه او پروګرامونه درلودل چې باید د ادبي نقد او ژبپوهنې په برخه کې یې کړي وای. دا چې ده ولې د دې ټولکې را ټولولو، په دري ژبه باندې ژباړلو او بیا چاپ ته خپل قیمتي وخت وقف کړ، ده په خپله د دې ټولګې په مقدمه کې اشاره ورته کړې ده چې د اوږد والي له پاره یې دلته نه را نقلوم. لنډیز یې داسې دی چې په تاجکستان کې کوم تن افغانستان پیژندونکي چې دادا جان عابدي نومیده د افغانستان په فولکلور باندې کار کړی و، چې یوه برخه یې پښتو لنډۍ وې او هغه سړي ته کوم دریم ګړي لنډۍ په دري ژبه باندې ژباړلې وې. دادا جان عابدي د افغانستان د فولکلور په برخه د کړي کار د لنډیو برخه الهام ته د اصلاح له پاره ورکړې وه. څنګه چې د هغه ژباړه نا سمه وه، نو الهام له سره ور ته ناست دی او د هغې مجموعې ځینې لنډۍ یې په دري ژبه ژباړلې دي(د لنډۍ ها د دري مقدمې ج ــ د مخونه)

چې پایله یې همدا د «لنډۍ ها» ټولګه ده. مانا دا چې په دې ټولګه کې راغلې لنډۍ د الهام خپل انتخاب نه دي، یوازې د ناسمې ژباړې په خاطر دی اړ وتلی چې په دري باندې یې وژباړي.

دا چې الهام د خپل ژوند د فرهنګي کارونو په ترڅ کې د تر سره کولو له پاره نور ډیر کارونه او پلانونه درلودل، د دې په درک سره نورو قلموالو هم د ځینو لیکنو سپارښت ور ته کړی و. شپون صاحب د خپلو یاد داشتونو د لیکلو او خپرولو په سلسله کې په «و، نه و، یو شپون و» کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده چې الهام د لیکلو له پاره ډیر څه لري چې باید وې لیکي. د الهام په باب د شپون صاحب په «و، نه و، یوشپون و» کې داسې راغلي دي:

«… چې هیر مې نه شي زما د پوهنتون په دوره کې قابل او مشهور شاګردان یو همدا رحیم الهام و، چې په اوله کې رحیم فضلي و. دی د کابل د چار آسیا د یوه دهقان زوی و، په قام مرچه خیل مومند و. د پاړسي ژبې پوخ شاعر و، چې زما په شان یې وروسته پښتو لیکل شروع کړل. عجیبه استعداد والا و. او که د پوهنتون کوم محصل ، کوم وخت د ده پر ژوند او کارنامو مونوګراف ولیکي، افغاني کلچر او ادبیاتو ته به یې خدمت کړی وي. په کال ۲۰۰۱ کې چې الهام د امریکا په اریزونا کې و، ما په تیلیفون کې ور ته خواست وکړ چې هسې وزګاره ناست یې، ولې د خپل ژوند خاطرې نه لیکې . راسره وې هم منله، خو په ۲۰۰۳ کال کې چې د سرطان په نا روغۍ اخته و او ما ور ته ډیر تیلیفون کاوه، یوه هفته یې مرګ ته پاتې وه، لا یې دا کتاب نه و پیل کړی. د الهام د ځوانمردۍ یوه بله بیلګه مې یاد ده، چې که څه هم په خپل صنف کې اول لمبر و، خو ریس ته به یې خواست کاوه چې نسیم نګهت چې دویم نومره و، اول کړي …(سعدالدین شپون، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴/۲۰۰۵ کال، ۸۸ او ۸۹ مخونه)

تر هغه ځایه چې ما الهام لیدلی، پیژندلی او لوستلی دی، زما له نظره الهام د ویلو او لیکلو له پاره ډیر څه درلودل چې وې نه لیکل او خاورو ته یې له ځان سره یوړل. زه په مسولیت سره وایم چې د کابل پوهنتون په پوهاندانو کې د حساب وړ علمي شخص و.

د «اجتماعي علوم» مجلې په دفتر کې مې یوه ورځ د چای څکلو د بڼدار په ترڅ کې ورته و ویل:

« استاده! ته که زما په لاس کې وای، پوهیږې څه مې درباندې کول؟

ده پرته له ځنډه او پرته له دې چې زما په لوري وګوري، را ته و ویل:

وزلم دې که څنګه؟

ما ور غبرګه کړه چې نه، نه مې وزلې.

ــ نو څه دې را باندې کول؟

ــ دا ځانته مې ګوره، دغسې مې دوه درې تنه ځوان اسیستانتان درته مقرورول چې تا په ټولګیو کې لکچرونه ور کولای او هغوی لیکلای او چاپولای یې.»

په پای کې د پوهاند الهام د مورد بحث وړ کتاب(لنډۍ ها) نه یو څو منتخبې لنډۍ:

پر وطن نیمه ډوډۍ ښه ده

نه په پردي وطن کې غوښې پولاونه

د هندوستان سفر دې زار شه

زما په تور اوربل کې سپین ولګیدنه

تر نیمو شپو پورې رانغلې

سکروټې مړې شوې، اوس ایرو ته ناسته یمه

بیګاه مې یار سره وعده وه

د لاس بنګړي مې په لتو تړلي ونه

افعال مې ټول د لیونو شول

کلیمه وایم د یار نوم پر خوله راځینه

دیدن په لک، خندا په زر ده

د سپینې خولې قیمت به نه مالومومه

چې په دنیا په ښه رانغلې

بیا مې د شناختو پر سر مه وهه لاسونه

د دولسمې برخې پای‍

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *