تاند- د روسیې حکومت اعلان وکړ چې د لینین د مومیايي جسد ساتنې ته دوام ورکوي او د دې کار لپاره د کال ۲ لکه ډالر لګوي.
تر دې مخکې ویل شوي و چې د روسیې حکومت غواړي د لینین پر مومیايي شوي مړي د لګښت د سپمولو لپاره د نوموړي مړی خاورو ته وسپاري.
په روسیې کې په یوه نظرپوښتنه کې، چې انلاین وشوه او ۸ زره روسانو پکې برحه واخیسته، په سلو کې ۶۲ کسانو د لینین د مړي د ښخېدو ملاتړ وکړ.
د روسیې حکومت وايي چې د لینین د مړي د ساتنې لپاره د حکومت په بودجه کې د ۲ لکو ډالرو معدل روبل ځانګړي شوي دي.
د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په ځلونو د لینین د مومیايی شوي مړي د ښخېدو وړاندیزونه شوي دي.
ځیني روسان وايي چې د لینین مړی په روسیه کې د کمونیزم د پلویانو له زیاتېدو سره مرسته کوي ځکه باید ښخ شي.
د لینین مړی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ م کال په سور میدان کې د خلکو د لیدلو لپاره کېښودل شو.
د لینین مړی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ م کال په سور میدان کې د خلکو د لیدلو لپاره کېښودل شو.
ولادیمیر لینین، چې ویل کېږي د شلمې پېړۍ یو تر ټولو جنجالي او او اغېزمن مشر و، په ۱۹۱۷ م کال بلشیویکي انقلاب رهبري کړ، شوروي احاد یې تاسیس کړ او د دغه اتحاد لومړنی مشر شو.
لینین د ۱۸۷۰ م کال د اپریل په ۲۲ مه د اوسنۍ روسیې په سیمبریسک کې زېږېدلی دی.