نجیب صدیقي –
آیا دا منطقي او پر ځای خبره ده، چې پښتو لیکنې همداسې هر څوک چې زړه یې غواړي په هماغه بڼه یې ولیکي؟ زه د پښتو ژبپوهني د یوه زده کوونکي په توګه پر ډېر درنښت د پښتو ژبې د درنو پوهانو، لیکوالانو او خواخوږو څخه هیله کوم چې د پښتو ژبې معیاري لیکدود او معیاري ژبې ته کار وکړي. په ځانګړې توګه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پوهنې وزارت او د لوړو زدکړو وزارت چې په دې برخه کښې تر نورو ډېر شامل او د دوی مسولیت دی. مادهوتک صیب د پښتو ټولنې او باړه ګلۍ شپږ واړه لیکنې ولوستلې او په شپږمه برخه کښې یې خپل نظریات او سپارښتنې کړې دي. زما د پښتو ټولې لهجې خوښې دي او همدا دي چې پښتو ژبې ته یې بډاینه او خوږوالی ورکړی دئ، اوزه د پښتو ژبې له ځینو پوهانو سره پر دې همغږی یم چې د لغاتو له منځه وړل یا وژل ښه کار نه دی. د ژبې سوچه والی له ژبې څخه د هغې، هغه طبعی خوند اخلي او له هغې څخه د فابریکې ژبه جوړوي، چې پوهیدل به پرې سخت وي. په نړۍ کښې ټولې ژبې له ځانه پوره نه دي او یو له بل څخه پور اخلي او پور بلې ژبې ته ورکوي او د ژبپوهنې له انده بیا هغه لغات د دویمې ژبې نه ګڼل کیږي بلکه د همغې ژبې لغات بلل کیږي. خو زه له دغې خبرې سره موافق نه یم چې د پښتو ژبې لیکنې همداسې خپل سر ته پریږدو او زموږ خوږه ژبه چې هرې خوا ته ځی نو لاړه دې شي. د ژبپوهنې له انده د یوې ژبې همغه خپل ویونکي دي چې خپلې ژبې ته ځای او دریځ ټاکې او دا یو لړ ځانګړي اوصول او قواعد لري او هغه یو ځانګړی بحث دئ، چې پر هغې باندې باید پوهان لیکوالان او چارواکي غور او کار وکړي.
زه وایم چې که همداسې پاتې شي، نو په پښتو ژبه کښې ډېرې لهجې او ګړدودونه شته دي چې ځینې یې له لویو یا پر اصطلاح له ادبي تعلیمي پښتو لهجې سره ډېر توپیر لري. لکه څرنګه چې دا څرګنده ده چې د وخت په تیریدو سره ژبه د ټولنیزې جاذبې یا فشار له امله اوړي یا تغیر کوي چې په انګلیسې کښې ورته ( Language Shift ) وایې، او دا یو معمولي کار دی، خو معیاري ژبه او د هغې ژبې ويښ وګړي په لهجوي ټولنه کښې د یوې واحدې ژبې د ساتلو ضمانت کوي. زه د ځینو درنو استادانو او پښتو ژبې له علمي سټو له هغې خبرې سره بلکل هم نظره یم چې د ځنګلي حیواناتو ژبه سوچه وي، یعني د پوهیدلو وړ نه وي، خو زه وایم چې ژبه هم د ځنګل په شان باید بې سره پاتې نه شي. هغه ځکه چې ځینې برخې یې شاید و سوځي، ورکې شي او یا یې نور له ځانه سره یوسي. د دغه جلاوالي ښه مثال جرمني ژبه ده. نږدې ۱۵ پیړۍ پخوا انګلیسي او جرمني یوه ژبه وه، خو د سیاسي عواملو او د معیار د نه شتون له امله اوس په دوو ژبو ویشل شوې دي. نو زما اندیښنه هم همدغه ټکي ته ده، چې که ژبه همداسي خپل سر ته پریږدو او د معیار لپاره یې کار و نه شي، نو زما په اند پښتو ژبه هم خدای ج نا خواسته له خطر سره مخ او خپل غړي به له لاسه ورکوي. زه د پښتو ژبې لپاره تر پوله هغه خوا ( کوزې محکومې پښتونخوا) ته ډېر اندیښمن یم او غواړم هغه داسې له تاسو سره شریکه کړم.
د ژبپوهنې له اړخه که د یوې ژبې په یوه لهجه د بلې لهجې ۶۰ سلنه خلک پوه نه شي، نو هغه لهجه نه بلکه ځانګړې او بیله ژبه ده. که موږ څیړنه وکړو، نو پښتو ژبه هم ډېرې داسې لهجې لري چې پوهیدل په هغه یو څه ستونزمن دي. د بېلګې په توګه وڼېڅيپه سهیلي پښتونخوا کښې د پښتنو یوه قبیله ده، چې ځانګړې لهجه یې درلودله او اوس ځینې ژبپوهان داسې وایې چې هغه جلا ژبه ده. ځکه هغه ډېر توپیر لري نو د یوې ځانګړې ژبې معیار شاید پوره کړي. همدارنګه د وزیرو، تڼیو، ګربزو، ځدارڼو، خټکو، اورکزیو قبیلې په داسې پښتو لهجو خبرې کوي چې هغه د پښتو له لویو یا متعبرو لهجو سره خورا ډېر توپیر لري. او دا توپیر د اوسني چټک نړیوال کیدلو (globalization ) او ټولنیزې جاذبې یا فشار ( Social Gravity )او د پښتو ژبې د واحد معیار د نشتون له امله به کوچنۍ لهجې بېخې ورکې او یا هم ځانګړې ژبې کړي، چې په کوزه پښتونخوا کښې پښتو ژبه تر دا ډول فشار لاندې ده. هغه ځکه چې هلته په پښتو ژبه د اوردو او انګلیسي ژبې فشار ډېر دئ او د پاکستان دولت غواړي چې اوردو ژبه چې د همدې هیواد یواځې د ۵ سلنه وګړو مورنۍ ژبه ده په ټول هیواد کښې عامه او دولت یې ملاتړ کوي او نورې هغه ممکنه لویې ژبې چې د دغې لړۍ مخنوی کوي؛ لکه پښتو، بلوچې او سرایکې په لوی لاس له هر لوري ځپي. او نور ډېر سیاسي لاملونه هم دې ته لري. دوی داسي فکر کوي چې د پاکستان یو موټي ساتلو لپاره باید هغه قومونه چې د پاکستان د یوالي لپاره او یا هم د پنجابیانو واک ته خطر دي، باید و ځپل شي. تر ډېره د پاکستان پالیسې جوړونکي اداره په دې کښې بریالۍ هم ده. د بیلګې په توګه پښتانه په پاکستان کښې شا او خوا ۳۰ میلیونه نفوس لري، خو ژبه یې له پولې دغې غاړي له افغان ازبیکې سره نه شو پرتله کولای. ازبیکې او د افغانستان نورې ژبې په دې ورستیو کښې ښه ګامونه اخیستې دي او دولت آن د وړو ژبو ساتلو او پاللو ته ژمن دئ. خو په خیبر پښتونخوا کښې یې پښتو ژبه د پینځم ټولګي له نصاب څخه هم وویستله. که موږ ځیر شو او څیړنه وکړو، نو دا به ښکاره او جوته شي چې د کوزې پښتونخوا د نالوستو او پاخه عمر پښتنو پښتو ژبه له نوې کهول څخه سوچه ده. نوی نسل په خپله ژبه کښې اردو او انګلیسي لغات یو ځای کوي او د خپلې مورنۍ ژبې خواږه لغتونه وژني. دا ټولنیز اونړیوال فشار د کرښي هغه غاړې پښتو ته خورا ډېر متوجه دئ چې ډېر چټک هم دئ. نو د کوزې پښتونخوا پښتانه باید یو څه وکړي. که څه هم پاکستان اوسنۍ بنګلدیش د همدغه ژبې د حق نه ورکولو له امله له لاس ورکړ او دا بنګلدیش د هیواد د جوړیدلو ورځ د مورنۍ ژبې د ورځ په نوم هم یاديږي،خو د پاکستان دولت او سټراټیجیسټان اوس هم په خپل ټول قوت سره کوښښ کوي چې له پښتنو بلوڅو، سندیو او سرایکیانو څخه د هغوی ژبې واخلي او پر ځای یې اردو او انګریزې ژبې تجویز کړي. خو که دا وګړي وغواړي چې خپلې ژبې وساتي او معدني مبارزه ورته وکړي، نو د پاکستان دولت به د بنګلدیش غوندې پایلو سره شونی پاکستان دې مجبور کړي چې څه نا څه حق ورکړي.
زه د ځینو پوهانو او پښتو ژبې درنو استادانو سره په دې کښې پوره موافق یم چې ټولې لهجې سمې دي، غلطې ورته په هېڅ صورت هم نه شو ویلای، خو په لویه کښې له دغو وړو وړو لهجوي یا ګړدودیزه جزیرو پر ساتلو سربیره باید یوه ځواکمنه د ټکنالوژۍ د عصر سره سمه معیاري ژبه هم ولرو او همدا اوس یې وخت دئ. اوبه اوس هم له ورخ څخه نه دي تیري شوي.
ښه اوس باید څه وکړو؟
زما په اند تر هر څه د مخه باید پښتانه لیکوالان، پوهان، ادیبان، څیړونکي او چارواکي د کرښې له دواړو غاړو څخه را ټول شي او پر دې اړه پراخه بحثونه سره وکړي. تر څو په دې سره سلا شي چې کوم ډول لیکدود په هغه اختلافي ځایونو کښې جوړ او وټاکل شي. دا بحثونه باید ډېر علمي وي او ګډونوال یې هم باید له پوره زغم څخه کار واخلي د پښتو ژبې د یووالي لپاره رایه ورکړي نه د یوې ځانګړې او خپلې سېمې د لهجې لپاره اکثریت او پوهه دې په نظر کښې ونیول شي او بحثونه دژ مخکې لاړ شي، تر څو یو منطیقي واحد او علمي لیکدود وټاکل شي. بیا نو همدغه پوهان د یوه منظم او دوامداره پلان پر بنسټ کولای شي چې خپله ژبه چې هرې خوا ته یې بیول هدف وي، بوزي. د ژبې یووالی او معیار د هغې ژبې د ویوونکو له اړیکو سره تړلی دئ. که چېرې یې وګړي یو له بل سره ډېرې اړیکې ولري نو ژبه به یې همدومره یو بل ته نږدې او د پوهیدلو وړ وي. کوم شیان دي چې دغه کار کولای شي؟ لومړی د زدکړې یو واحد نصاب دئ، چې له نیکه مرغه د پولې پر دې غاړه شتون لري. او زموږ په دې برخه کښې زموږ د پوهنې ۱۵ کلن ورستی پرمختګ او کار د ستایلو وړ دی په ځانګړې توګه د یوه واحد پوهنیز نصاب په جوړولو کښې، او اوسنی حکومت د ژبو د غنا په برخه کښې خپل مسولیت اداء کړي. په هر حال اوس ټول کتابونه د پوهنې وزارت له لوري چاپیږي او ټولو ولایتونو او سېمو ته لیږل کیږي. دوهم رسنۍ دي چې دا هم د پرمختګ په حال کښې دي. دریم د خلکو تګ راتګ له یوې سېمې څخه بلې سېمې ته دی. همدارنګه د یوې سېمې او بلې سېمې د خلکو تر منځ دوستۍ او ودونه دي. تجارتي او نورې اړیکې هم خپل ځانګړی اهمیت لري. په لنډه توګه دا وایم، هر څومره چې د پښتو ژبې د بیلابیلو لهجو او ګړدودونو خبرې کوونکي یو له بل سره خپلې اړیکې نږدې او ډېرې کړي، نو همغومره به ژبه واحده او غني پاتې شي. نو موږ باید خپلې کلتوري ناستي او تګ راتګ په هیواد کښې د ننه او د کرښې له هغې غاړي پښتنو سره ډېر کړو تر څو د یو او بل خبرې او لهجې واورو او پرې بلد شو.
ښاغلی نحیب صدیقي
له ټولو خبرو سره دي موافق یم او منم چي د یوه واحد لیکدود له پاره د یوې پراخي غونډي د جوړېدو اړتیا د ټولو هڅو په سر کي راغلې ده او ځنډ ئې د ژبي په تاوان دئ. خو کومه ده هغه اراده چي دغي اړتیا ته د حل لاره ومومي. اوس زموږ اکاډمیک مرکزونه تر زیاتي اندازې د فردي ارادو تر اغېزې لاندي دي. د چا پر خبرو غوږ نه ږدي
هوتک
که د چا زړه وخوږېږي نو له ړندې سترګې هم اوښکې بهېږي .
معقول وړاندیزونه او کاملا بیطرفانه لیکنه ده . وایی په ښو تلوار په بدو تامل. بنا زمونږ د ژبې مشران باید بسم الله کړی او په پوره زړورتیا او تیاری سره را میدان ته شی . له یوله لاسه ټک نه خیژي . پښتو زمنوږ د ټولو خوږه ژبه ده او باید په پوره دقت سره د ټول قوم د یوالی لپاره کار وکړو.
له درانه استاد محمد معصوم هوتک صیب، شینواري او حسن ورڼو څخه د زړه له تله منندوی یم. ستاسو نظرونه پرځای او ما ته خورا تشویق کوونکي دي. په ډېر درنښت نجیب صدیقي
ښکلی لیکنه صدیقی صاحب دموږټولو ګډ مسؤلیت دی چی ګرانی پښتوته کار وکړو
بلکل احمدزی صیب. له ښکلي نظر څخه مو منندوی یم.
هو، صدیقی صیب خورا منطقی وړاندیزونه مخی ته کړی دی. افغان دولت باید لاس پ کار شی او په دي تړاو کوټلي ګامونه پورته کړي. او دا تر ډیره یوه با درایته او ښه مشران او چارواکي دا چاره باید ترسره کړي. دا لوی کماپین باید تر کوزې پښتونخوا له بولانه تر پامیره باید خپور شي. په درنښت
بړیڅ