تاند نیوزډېسک: په فاریاب کې امنیتي کسانو هغه کس نیولی چې سرتېري به یې له خپلې لور سره د واده په بهانه غولول او بیا به یې طالبانو ته سپارل.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي، د صوفي حیات الله په نوم دا کس د سې شنبې په ورځ هغه مهال نیول شوی چې غوښتل یې یو سرتیری له خپلې لور سره د نکاح په پلمه کور ته بوځي او بیا یې طالبانو ته وسپاري.

یورش زیاته کړه، حیات الله د شیرین تګاب اوسیدونکی دی او ۶۰ کلن دی.

نوموړی وایي، حیات الله د طالبانو د جلب و.جذب مسوول هم و.

د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش زیاتوي هغه سرتیري چې حیات الله طالبانو ته سپارلي، یا وژل شوي یا لا هم له طالبانو سره بندیان دي: «لا د هغو سرتیرو شمیر معلوم نه دی چې دغه سپین ږیري طالبانو ته سپارلي دي، خو څیړنه کوو، موږ ته دغه کس په خپل جرم اعتراف کړی دی.»

یورش زیاته کړه، صوفي حیات الله اعتراف کړی چې له یو کال راهیسې یې سرتیري په دې ډول غولول او طالبانو ته به یې سپارل.

One thought on “د لور د واده په بهانه طالبانو ته د سرتېرو سپارونکی ونیول شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *