په کورونو کی زیاتره خویندې د غواګانو د لوشنې په مهال د حیوان لخوا د عکس العمل سره مخ کیږی او ډیرې خویندې د مرګ د ګواښ سره مخ شوی دی. دا لیکنه می د عامه پوهوی لپاره کړی.
د لغتو وهل ډیر عاملونه لری چی لاندی دی:
۱- سلوک : د خوسکیانو د روزني په مهال د خوسکۍ سره څرنګه رویه شوی یعنی که چیری ویرول شوی وی، وهل او ټکل شوی وی، نو د غوا کیدو په مهال به لغتی ووهئ. کوښښ وکړی چی خوسکیان په نرمې سره لوی کړی
۲- نا همواره ځمکه : غواګاني سومان لری، که د ځمکې فرش ناهمواره وی نو د ستړی کیږی. په ناهمواره فرش غوا مه لوشئ.
۳- د غولانزې پړسوب: که په غولانزه کی داخلی رنځور تیا شتون ولری نو حتمی ده چی لغته ووهئ
۴- د لوشنې په مهال د تیونو د څوکو په تیزې او قوی سره لوشل
۵- د سومانو لویدنه : که سومان لوی شی نو د پیښې ژر ستړی کیږی او حیوان د درد احساس کوی او لغته وهی.
۶- نابلده انسان : ځینی وخت نابلده کس او یا هغه کس چی د لوشنی په مهال د حیوان څخه ویره لری په حقیقت کی حیوان هم د لوشونکی څخه ویریږی او حیوان لغته اچوئ.
۷- د ګیډی درد او چینجیان : که په ګیده کی چینجیان وی نو د ګیډی د درد له امله حیوان لغته اچوئ
۸- مخکی له دی چی غوا د لومړی ځل لپاره لنګه شی تاسی باید وخت په وخت غولانزې ته لاس واچوئ تر څو عادت پیدا کړی.
۹- د لوش په مهال د خوندوره خوړو نه شتون هم ددی لامل ګرځی.
۱۰- جنټیکي : ډیر نسلونه داسی چی غصه او قهر ددوی په خټه آغږل شوی وی.
۱۱- که یو څاروی د ژوند د لومړی ورځې څخه په یو موږې( یو ځای) را لوی شی د هغوی په نسبت چی ازاد څړ کوی ډیر لغتی به ووهی یعنی ازاد ګرځیدنه د څارویو لغت وهنه کم وی.
سپارښتنې:
- کوښښ وکړی چی د لوشنې په مهال د غوا داوړه وروستنی پښې وتړۍ تر څو د لغتې مخه ونیسي
- د چینجیو ضد درمل یا د غیر هضمی شوی خوړو مخه ونیسې تر څو د ګیډی دردونه لږ شی
- په ارامه ځای کی څاروی ولوشئ
- خوندور خواړه لکه کونجاړه یا دانه باب د ل��شنې په مهال څاروی ته واچوئ
- څاروی سره خبری وکړی تر څو پوه شی چی تاسی ورته ضرر نه رسوی او بله دا چی په حیوان غری مه کړی
- په ورځنی ژوند که د څارویو سره نرم سلوک وکړی،
- حیوان پرېږدﺉ چی ازاده ګرځیدنه وکړی، د ازادې ګرځیدنه سره د حیوان په خوي که ډیر توپیر رامنځ ته کیږی
که حیوان په مینه را لوی شی نو په راتلونکی کی به د هیڅ ډول خنډ سره مخ نشی.
دیر خه او فایده مند معلومات وو مننه.