زاهدالله ځلاند –
د ۱۹۸۵ زېږدیز کال د مارچ ۱۵ مه هغه نېټه ده، چې په انټرنېټ کې لومړی ډاټ کام ډومین راجستر شوی و. د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۱۵ مه نېټه د سمبولکس ډاټ کام (symbolics.com) ۳۰ کاله پوره شول. دا په انټرنېټ کې تر ټولو لومړی ډاټ کام ډومین دی، چې اوس هم فعال دی.
سمبولکس د کمپیوټر جوړولو یوه کمپنۍ وه. دغې کمپنۍ د کمپیوټري ژبې ماشینونه او پروګرامونه هم جوړول، چې د لېسپ (Lisp) په نامه یادېږي.
په ۱۹۹۳ ز کال کې دغه کمپنۍ دېوالي شوې هم وه، چې وروسته بیا دغه کمپنۍ شخصي شوه.
په ۲۰۰۹ کال کې دغې کمپنۍ خپل ډومین په یوې بلې کمپنۍ خرڅ کړ، چې XF.com Investment نومېدله. دغې کمپنۍ د سمبولکس د وېبپاڼې ادرس symbolic-dks.com ته بدل کړ؛ خو وروسته یې بېرته خپل پخواني ادرس ته بدل کړ.
د سمبولکس کمپنۍ بنسټګر ریچارډ ګرین بلټ نومېږي، چې د متحده ایالاتو اوسېدونکی دی او د ۱۹۴۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې زېږېدلی دی.
د سمبولکس کمپنۍ مرکزي دفتر د امریکا د متحده ایالتونو د تکزاس ایالت په دلاس ښار کې دی.
د یادونې ده، چې د انټرنېټ په نړۍ کې دا مهال په اټکلي ډول 275,000,000 ډومین نومونه شتون لري، چې نږدې ۱۲۰ مېلیونه یې د ډاټ کام اکسټنشن لرونکي دي.