تاند- د لومړي ځل لپاره د ایران حکومت حاضر شوی دی چې په څو پوهنتونونو کې د اذري (تورکي) ژبې څانګې پرانیزي.
په ایران کې له فارسي پرته د دغه هیواد هیڅ ژبه نه یوازې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نه تدریس کېږي بلکې له فارسي پرته په هیڅ ایراني ژبه تلویزیوني، رادیويي او چاپي خپرونې اجازه نه لري او حتي موسیقي یې هم په رسنیو کې د خپرېدو چانس په ندرت ترلاسه کولی شي.
د ایران د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال مجتبی شریعتي د دوشنبې په ورځ /اګست۱۵/ اعلان وکړ چې په ځینو پوهنتونونو کې به اذري ژبې ته، چې ډېری ایرانیان یې تورکي (ترکي) بولي، د تدریس اجازه ورکړي او د تورک مېشتو ولایتونو پوهنتونونه به د میزان یا تلې له میاشتې په تورکي (اذري) ژبه محصلان ومني.
ده وویل چې د اردبیل، زنجان، غربي اذربایجان، او شرقي اذربایجان پوهنتونونه به د اذري ژبې څانګې پرانیزي.
دا په داسي حال کې ده چې د ایران په ګڼو نورو ولایتونو منجمله پلازمېنه تهران کې هم په ملیونونو اذریان اوسي.
په ځلونو ایراني اذریانو په خپله مورنۍ ژبه د زدکړو غوښتنه کړې خو هر ځل د خپلې دې غوښتنې په خاطر ځپل شوي، وهل شوي، بندیان شوي او حتي اعدام شوي دي.
په تېرو کلونو کې اذریان، کوردان (کردان)، بلوچان، عربان، لوران او ګڼ نور ایراني قومونه حتي له دې هم محرومه ول چې پر خپلو ماشومانو د خپلو مورنیو ژبو نومونه کښېږدي.
دا په داسي حال کې ده چې ایران په افغانستان کې تلویزیونونه، ورځپاڼې او خبري اژانسونه جوړ کړي او په دغو رسنیو کې قومي اختلافاتو ته لمن وهي.
جمهور، صدای افغان (آوا) او یو شمېر نور ایراني خبري اژانسونه، چې په ظاهره د افغاني اژانسونو په نوم خپرونې کوي، تل د افغانانو په منځ کې قومي نفاق ته لمن وهلې ده.
دغو اژانسونو د خبري سرچینو د اصولو خلاف تل خپل یو اړخیز نظرونه معکس کړي دي.
دا اژانسونه بې له دې چې کوم سند وړاندې کړي په یو اړخیز ډول د افغانستان ولسمشر په قومپالنې تورنوي.
د ایران جمهور اژانس وايي:« رئیس جمهور محترم ما باید به توانایی و کارآیی همه اقوام و نژادها و مذاهب، ایمان بیاورد و عملاً به استبداد، انحصارطلبی، قومگرایی و خویش خوری؛ نه بگوید.»
Tolo, Yek, mitra, tamadoon, etc… mo heyir swil???
Maxsusen tolo-+lemar , pa hara jumla ki d`ijrraye reis pa gatta aw d Olusmashir pa tawan baexchan tablighaat kawi !.