تاند- د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او د اجرايي رييس په توګه د عبدالله عبدالله له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان د وزیرانو شورا د لومړي ځل لپاره د اجرايي چارو د ريیس په مشرۍ غونډه وکړه.

عبدالله په دې غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د ملي یووالي حکومت به د خلکو د غوښتنو ځواب وویلی شي.

ده وویل چې هدف یې د یوه داسي حکومت رامنځته کول و چې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي، اوس داسي حکومت رامنځته شوی او د دغه حکومت مشران پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د اجرايي چارو رييس دا هم وویل چې د حکومت چارې باید په دې خاطر ونه ځنډول شي چې وزیران سرپرسته دي.

ده له وزیرانو وغوښتل چې د وزیرانو د شورا په راتلونکې غونډه کې د هغو کارونو په اړه راپور ورکړي چې دوی د خپل کار په موده کې عملي کړای شوي نه دي څو دی د دغو کارونو په اړه له ولسمشر سره خبرې وکړي.

په غونډه کې د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجنیر محمد خان له وزیرانو وغوښتل چې ولایتونو او کلیو ته سفرونه وکړي څو خلک ځانونه له حکومت سره پردي ونه ګڼي.

د اجرايي چارو د ريیس دوهم مرستیال محمد محقق انتقاد وکړ، ویې ویل چې د وزارتونو کارونه پڅ دي او خلک اندېښمن دي.

0 thoughts on “د لومړي ځل لپاره د اجرايي چارو د رييس په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه وکړه”
  1. دا جنابان خو دادی جلسه هم وکړه ، اوس نو دوی کوم اساسی تدابیر ونیول؟ داسی کانکړیت دی ووایی چی کوم کارونه او کوم تدابیر دڅه له باره او په کوم امکاناتو سره ، څرنګه ؟
    دا جرت و پرت د رسنیو دپاره د درواغو بحث او بل څه نه دی، ددی خاینینو نه هیڅ کار هم نه توقع شته او نه هم څه یی له لاسه کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *