تاند- د وسله والو طالبانو د قطر دفتر، څو تنو افغان خبریالانو او د سیاسي چارو کتونکو ته بلنه ورکړې چې په دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر له غړیو سره وویني.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین ویلي، افغان خبریالان او د سیاسي چارو شنونکي یې د دې لپاره د قطر دفتر ته وربللي چې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه خپلې لیدتوګې ورسره شریکې کړي.
دا له ۲۰۱۳ څخه، چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پرانستل شو او ژر بېرته بند شو، لومړی ځل دی چې دا دفتر له خبریالانو او د سیاسي چارو کتونکو سره د خبرو لپاره یو شمېر خلکو ته بلنه ورکوي. د طالبانو دا اقدام د دې دلې د قطر د دفتر د فعالیت د زیاتېدو ښودنه کوي.
دې ډلې روانه اوونۍ په یوه بې ساري اقدام کې د لومړي ځل لپاره وویل چې د ټاپي، کاسا زر، رېللارو او عینک مسو په شمول د افغانستان پر سترو ملي انکشافي پروژو حملې نه کوي.
د طالبانو دا اعلان د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شو او ډېرو هیله څرګنده کړه چې طالبان به په عمل کې خپله دا ژمنه ثابته کړي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي چې د دغه دفتر مشر به افغان خبریالانو او سیاسي شنونکو ته د هیواد د روانو حالاتو او مشترکو اندېښنو په اړه ځوابونه ووايي.
زه دهغی ورخي په ارمان یم چي د طالبانو په شمول زمونږ ټول علما په ژوندیو تلویزیونی مصاحبو کی ددیموګراسی په فضا کی خلکو ته ځوابونه ووایی