تاند- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو د نښې په توګه د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه روزل کېږي.
دا خبره د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وکړه.
د افغانستان سفیر جانان موسي زي وویل، د افغان ملي اردو یوه شپږ کسیزه ډله د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېده چې په ایبټ اباد کې د پاکستان په پوځي اکاډیمۍ کې اتلس میاشتنۍ زده کړې وکړي.
دا د افغان ملي اردو لومړنۍ ډله ده چې پاکستان ته د روزنې لپاره ځي. تر دې پخوا هیڅکله افغان امنیتي خواکونه پاکستان ته د روزنې لپاره نه دي لېږل شوي.
د طالبانو له ملاتړه د لاس اخیستو لپاره د پاکستان په شرطونو کې یو هم دا و چې افغان امنیتي ځواکونه دې په پاکستان کې وروزل شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وویل، دا شپږ تنه د افغان ملي اردو له منځه غوره شوي، هغوی د افغان ملي امنیتي ځواکونو د چټکې کمي او کیفي ودې استازیتوب کوي.
پاکستان ته د دغو شپږو پوځي زده کوونکو له رسېدو سره په یووخت د افغانستان د اردو یو جګپوړی پلاوی، چې د افغانستان د ملي اردو د ښوونې او روزنې عمومي رييس جنرال نعمت الله خوشي وال یې مشري کوي، پاکستان ته تللی دی.
د افغانستان سفیر ښاغلی موسي زی وايي:«د پاکستان په پوځي اکاډیمي کې د دغو ځوانو افغان پوځیانو روزنه د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په هدف د دواړو هیوادونو په تېره بیا د دوو هیوادنو د امنیتي ځواکونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام دی.»
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د کابل په وروستي سفر کې له افغانستانه غوښتي و چې خپل امنیتي ځواکونه د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږي.
په تېرو نژدې څلور لسیزو کې په افغانستان کې د ورانوونکي او مخرب رول له کبله افغانان پر پاکستان اعتبار نه کوي خو ویل کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته شيږ میاشتې وخت ورکړی چې د ښو او تلپاتې اړیکو لپاره په افغانستان کې د سختدریځو له ملاتړه لاس واخلي.
معلومیږي لکه د پاکستان اجنټان چي په اردو کي لږ سوي وي.
دافغانستان دحکومت په کوم اساس اودکوم فکرله مخې دافغانستان دملي اردوسرتیري پنجاب ته دزده کړولپاره لیږي! که دپنجاب په اوړوکې شګه نه وای نوولې داخبره دشرط په توګه افغان دولت ته وړاندې کوي چې : (د طالبانو له ملاتړه د لاس اخیستو لپاره د پاکستان په شرطونو کې یو هم دا و چې افغان امنیتي ځواکونه دې په پاکستان کې وروزل شي.). افغانستالاهم دپنجابي روزل شویوځانمرګوښکاردی چې هره ورځ یې له امله په لسګونوبې ګناه افغانان په شهادت رسیږي. نوازشریف به یووخت ویل چې زه دافغانستان دملي اردودبربادۍ افتخارلرم، اوس تاسې ته اردوروزي!!! مفکرانولږسوچ پکاردی، که فکراوسوچ موکارنه کوي بل چاته یې پریږدۍ!!!
خه وليكم صرف همدوره به وليكم جه دباكستان ددولت دومره اسرار او تينكار به دي كاركي خه وه.وزارت دفاع اوبه راس كي دافغانستان دولت ديته بأيدي سخت متوجه اوخبل ددولت داري أمنيتي سيستم سخت به بآم كي نيولي وي.
بل داجه ايا دامنيت دولتي نظر به دي باره كي او ددغو ليكل شوو أشخاصو به باره كي اخستل شوي اوكه نه ، كه جيري دا كارنه وي شوي دايوه غته اشتباه ده.
زه دخبل كار كردكي تجربي خخه جه يو عمر مي به اردو او داردو به كشفي او استخباراتي خانكو اكي دنده تر سره كري. هغه افغاني ق٤ محصلين جه أمريكي ته دتحصيلي دباره ليكل شوي به سلو كي (٩٥ ()فيصده استخدام شوي وطن ته راغلي .كه نه وي همدا اوس هم مثالونه ءي به اردو كي شته .
زړه مه خورئ!
پاکستان په ورستیو ۴۰ کلونوکې په زرګونو جاسوسان په افغانانو کې روزلي دي چې ممکن په هر دولتي ارګان کې به دنده لري.
دڅوافسرانو روزل په رسمي ډول د هغو پټو روزل شویو په انډول په نشت حساب دي.
هيڅ د ويلو دپاره نور راته پاتي نشو
دا هغه هيواد دي چي افغانستان نوميږي ،او پنجابيان له ويري چي په زړونوکي درلودل خپل کوچنيان د بيدولو پروخت دپټان يعني افغانانونه ويرول ،اوس د هر پنجابي په زړه کي د افغانانو نه د هغه کوچني والي نه يوه خاصه ويره شده،او دا ډاړڼ د نړي دوهم متفکر بيا هغه باتور افغانان هغه بيغيرته پنجابيان ورليږي. چي دادي اوس يي ډاړڼ تربيه کړه ؟؟؟؟!!!؟ که څنګه؟
يو خو هغه تربيه او تعليم دي چي دهغه هيواد له خوا نوي او مدرني وسلي ور کو،بل بيله وسلي د تعليم خبره ده ،چي افغانو پنځوس کاله مخکي د شهيد داودخان دصدارت په وخت کي د سفربري په اعلان سره خپل تعليم دې پنجابيانو ته ورښودلې دي ،داچي اشرف غني يي نه مني ،افغانان د. ا بيغيرته نيم تپلمشر لاريته سيخ کړي اوبس!
دتاند کارکونکو ته سلامونه او درناوی .
زه خو په زغرده د ښاغلی غنی ددی کار سره مخالفت کوم ، او دا یی ښه کار نه دی کړی ځکه چې ترکوم ځایه چې زه په پاکستان
کې داوسیدو او په اردو ژبه باندی د تسلط په مټ د هغه هېواد په سیاست کې مطالعه لرم . پاکستان به هېڅوخت په افغانستان کې د خپلو شوم اهدافو نه په شا نه شی ، او دا زه په پوره باور وایم چې همدا اوس د پاکستان استخبارات یوه نوی سترا تیژ ی په افغانستان کې د پلی کیدو د پاره تر لاس لاندی لری چې دغه یی پیل دی . زه نپوهېږم چې زموږ ریس دولت ولی دومره خو شباوره دی چې په دی کار سره به افغانستان د ارامی په لوری لاړ شی ، هېڅ کله نه او ستاسو نه می دا هېله ده چې دا تبصره مه سانسو روی .
په درنښت
دا هو یی لوی جاک ووهلو او مار ته یی په ؤستونی کی ځای ورکړو
ځکه چس ددوی نه غواړی چی افغانستان ته سوله راشی کی دوی رښتیا غواړی چی افغانستان په پښړ ودریږی نو د سولی په راوستو کی د هلی ځلی وکړی نه د پوځ په پیاوړتیا کی .
هغه مو هیر شول چی د پاکستان د سیاسیون غونډه وه یو د بل نه پو ښتنه کیده چی تا څه وکړل او ما څه وکړل هو یوه ورته وویل چی ما چی د پاکستان لپاره کوم څه کړی یوه هم ندی کړی هغه دا چی ما د افغانستان اوردو درته د مینځه یوړه
نو متفکره الله د هدایت درته وکړی که هدایت نه وی رب مو د زر درنه خلاص کړی چی کرزی صیب کړنو ته بی اخترامی کوی
سلامونه نيکي هيلي د تاند ويبپاڼي کارکوونکو او ټولو هيوادوالو ته وړاندي کوم
زه فکر کوم دا يو ښه قدم دي ځکه د پياوړي اردو لرل به هيواد چاري پياوړي کړي که ځيني دوستان له دي څخه ويريږي چي کيداسي هيواد ته وفادار پاته نسي پر ځاي ده خو افغان دولت هم بايد دوي داسي تربيه کړي چی د پاکستان شوم هدفونه ورته شوم وبريښي .