تاند- د ټویټر له لارې لومړنی تلویزیون به سر له نن /دوشنبه/ په خپرونو پیل وکړي.
دا خبري چاینل د بلومبرګ له لوري جوړ شوی او پر ټویټر خپرېږي.
دا به په خپل ډول کې لومړنۍ رسنۍ وي چې د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو کې د بلومبرګ د ۲۷۰۰ خبریالانو، شناندو او مبصرانو خبرونه او تبصرې د ټویټر له لارې خپروي.
له ډېره وخته ځینې رسنۍ د ټویټر له لارې خپل مهم موضوعات خپروي خو تر دې وړاندې داسې نه دي شوي چې یو خبري چاینل یوازې د ټویټر له لارې خپلې ټولې خپرونې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
په اروپا او امریکا کې د انترنیټ له لارې تلویزیوني او نورو خپرونو ته لېوالتیا خورا زیاته شوې، تر دې چې اوس د پخوا په شان خلک تلویزیون نه اخلي ځکه چې اکثره خلک رسنۍ د انترنیت له لارې په خپلو ځیرکو ټېلفونونو یا کمپیوټرونو کې ګوري.