تاند- د امریکايی رسنیو د راپور له مخې یو امریکايي جنرال نن په کابل کې د یوه افغان له لوري، چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو یو نیفورم یې اغوستی و، ووژل شو.
یوه امریکايي پوځي چارواکي جیم سیوتو سي این این تلویزیون ته وویل چې دا پېښه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په یوه مرکز قرغه کې وشوه او په لړ کې یې ۵ نور پوځیان، چې ۳ یې امریکايان دي، ټپیان شول.
خو اې بي سي تلویزیون د یوه امریکايي پوځي مقام په قول ویلي چې یو امریکايي جنرال وژل شوی او ۱۲ امریکايی پوځیان ژوبل شوي دي.
له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په قول راپور ورکړ چې په پېښه کې د کابل د ملي نظامي اکاډیمي د ملي اردو د روزنې په مرکز کې د ماسپښین په پنځلس کمې دوه بجې وشوه، د یوه دوه ستوریز امریکايي جنرال ترڅنګ څو تنه نور هم یا ټپیان شوي یا وژل شوي دي.
تر دې مخکې د جرمني پوځ ویلي و چې یو تن وژل شوی او ۱۵ ژوبل دي. په ټپیانو کې یو جرمنی جنرال هم شامل دی. د دوی په وینا جرمنی جنرال تر درملنې لاندې دی او د مرګ خطر ورته نشته.
د جرمني پوځ وویل چې پېښه د یوه مناسبت په خاطر په جوړه شوې غونډه کې وشوه.
د افغانستان دفاع وزارت حمله کوونکی تروریست بللی او ویلي یې دي چې ترهګر د افغان سرتېرو په ډزو وژل شوی دی.
د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونو وویل چې پېښه د افغان امنیتي ځواکونو او ایساف پوځیانو ترمنځ شوې ده. ناټو ویلي چې د دې پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دا برید غندلی او هغه یې وحشیانه او ظالمانه بللی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي وايي چې په دې پېئښه کې درې افغان پوځیان هم ټپیان شوي دي.
طالبانو د دې دمه څه نه دي ویلي.
د کابل له دې پېښې سره په یو وخت نن د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یوه افغان ساتونکي د والي د دفتر مخته د ناټو له پوځیانو سره ډزې تبادله کړې چې په نتیجه کې یې افغان سرتېری ووژل شو. څرګنده نه ده چې دا دوې پېښې له یو بل سره تړاو لري او که یې نه لري.
دا برید، چې د نفوذي عناصرو کار بلل کېږي، له ډېرې مودې وروسته کېږي. تېر کال په دې ډول بریدونو کې د امریکا او ناټو ۱۶ پوځیان ووژل شول. وړم کال (۲۰۱۲) ۵۳ تنه وژل شوي ول.
واقعاء يوه دردوونكي واقعه ده زمونز دخواشيني سبب وكر خيد
دا أستاد ان او شوونكي وه او زمونز دملي اردو دجمتو والي أودّ أحضار إتو دلور والي دباره دملي اردو به خدمت كي وه