د نړۍ لومړنی په هایدروجن چلېدونکی رییګاډی

تاند- په جرمني کې د نړۍ لومړني په هایدروجن چلېدونکي رېلګاډي په کار پیل وکړ.

جرمني، چې غواړي په هیواد کې ډیزل یومخ منع کړي، هایدروجني او الیکترونیکي نقلیه وسایل ډېر کړي.

دوو شنو رېلګاډو، چې د فرانسې الستوم (Alstom) کمپنۍ جوړ کړي، د جرمني په شمال کې د (Cuxhaven, Bremerhaven, Bremervoerde او Buxtehude) ښارونو ترمنځ تګ راتګ پیل کړ.

د دغو ښارونو ترمنځ رېلګاډي په ډیزل کار کوي.

د الستوم شرکت اجرايي رييس هینري پوپارت لافاراج وویل«د نړۍ لومړني په هایدروجن چلېدونکي رېلګاډي تجارتي استفادې ته تیار شوي او نور به هم جوړ شي.»

الستوم کمپنۍ وايي چې تر ۲۰۲۱ پورې به د جرمني د ساکسوني ایالت لپاره دا ډول ۱۴ نور رېلګاډي، چې چاپېریال ته هیڅ تاوان نه لري، چمتو کړي.

هایدروجني رېلګاډي په داسې بېټریو سمبال دي چې د هایدروجن او اکسیجن له ترکیبه برېښنا تولیدوي. دا داسې پروسه ده چې یوازې بړاس او اوبه پکې سوځي او اضافي انرژي په لیتیمي بېټرۍ کې زېرمه کوي.

له هایدروجن څخه د رېلګاډي یوه ډکه ټانکۍ د ۱۰۰ کیلو متره مزل لپاره کافي ده.

د الستوم کمپنۍ د پروژې ريیس سټېفن شرانک فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، یقیناً هایدروجني رېلګاډي تر ډیزلي هغو ګرانه دي خو د دې لپاره چې سونګ یې ارزانه تمامېږي، په مجموع کې تر ډیزلي واره داره دي.

ده همداراز وویل چې د بریتانیا، هالنډ، ناروې، ډنمارک، ایټالیا او کاناډا په شمول یو شمېر نور هیوادونه هم لېواله دي چې له الستوم کمپنۍ څخه هایدروجني رېلګاډي رانیسي.

فرانسې مخکې لا اعلان کړی چې تر ۲۰۲۲ پورې به د دغه هیواد پر رېللارو (پټلیو) لومړني هایدروجني رېلګاډي حرکت پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *