تاند- د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ۱۰ ښځو ته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل شول.
د سعودي عربستان د ولیعهد له اصلاحاتو وروسته اعلان شوی و چې د جون میاشتې په ۲۴ مه به ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي.
ټاکل شوې ده چې د روانې جون په ۲۴ مه ګڼې نورې سعودي ښځې په خپل هیواد کې لایسنسونه واخلي.
د سعودي عربستان حکومت ویلي چې راتلونکې اوونۍ به لږترلږه ۲ زره ښځې د موټر چلولو د لایسنس غوښتنه وکړي.
خو دا ۱۰ ښځې، چې نن یې د سعودي عربستان د موټر چلولو لایسنسونه ترلاسه کړل، هغه سعودۍ ښځې دي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې لایسنسونه اخیستي وو او یوازې یې د بهرنیو یا نړیوالو لایسنسونو په وړاندې د سعودي عربستان لایسنسونه واخیستل.
د ډېرو مسلمانانو لپاره دا پوښتنه مطرح وه چې ولې په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د موټر چلول منع دي او یا د موټر چلول او اسلام څه ارتباط دی!
دا ځکه چه
نړیوال استعمارګران نه غواړی او نه ئې غوښتل چه د ثروتمندو هیوادونو لکه خلیجی هیوادونه د علم او دموکراسی او پرمختګ په لیاره کی ګامونه واخلی چه دا به د استعمارګرانو د ګټو د تأمین په وړاندی یو ستر خنډ وی