تاند- په پکتیکا ولایت کې د لومړي ځل لپاره ۵۰ نجونې له دوولسم ټولګي فارغې او په ځانګړو مراسمو کې تصدیقپاڼې ورکړای شوې.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، دا ۵۰ نجونې د ټول ولایت له ۴ ښوونځیو فارغې شوي دي.
په پکتیکا کې اکثره نجونې ښوونځیو ته نه ځي او د هغو نجونو، چې ښوونځیو ته ځي، لوی اکثریت ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ابتدايي ښوونځي پورته زده کړې وکړي.
له همدې کبله له دوولسم ټولګي څخه د دغو ۵۰ تنو د فراغت په مراسمو کې د ولایت والي الیاس وحدت، نورو دولتي چارواکو او دیني او قومي مشرانو هم ګډون وکړ.
د پکتیکا ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې له دوولسم ټولګي څخه د دغو نجونو فراغت د پکتیکا په ښوونیز بهیر کې یوه ځلانده او له خوښیو ډکه ورځ بلل شوې ده.
پکتیکا ۱۹۴۸۲ کیلومترمربع مساحت لري او اټکل کېږي چې نژدې یو ملیون نفوس ولري.
ویل کېږي چې په دغه ولایت کې یوازې یوه ډاکتره شته.
خو والي الیاس وحدت هیله لري چې په پکتیکا کې د خلکو ذهنیتونه بدل شوي او خلک اوس دې ته تیار شوي چې خپل اولادونه په تېره بیا نجونې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
ښاغلي وحدت په پکتیکا کې د نجونو د ښوونځیو د ودانیو او ښځینه ښوونکو کموالی هم په دغه ولایت کې د نجونو د تعلیم په وړاندې د خنډونو په توګه یاد کړل.
له دوولسم ټولګیو د ۵۰ نجونو د فراغت په مراسمو کې مولوي عبدالمنان پر پکتیکاوالو ږغ وکړ چې پر خپلو لوڼو او خویندو زده کړې وکړي.
مولوي عبدالمنان د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالي کې د نجونو د زده کړو لپاره زیاتې هلې ځلې کړي دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې د نجونو ۲۹ ښوونځي فعال دي.
دا شمېر د افغانستان د ډېرو ولایتونو د یوې ولسوالۍ د نجونو د ښوونځیو له شمېر سره د پرتلې وړ نه دی.