د لومړۍ سقاوۍ په دوره کې ملا فیض محمد کاتب هزاره خپلې ورځنۍ لیدنې په تذکرالانقلاب کتاب کې لیکلې دي. سړی چې دا کتاب لولي، نو سمدلاسه یې دوهمه سقاوي ذهن ته ورشي. هغه نارواوې چې په لومړۍ سقاوۍ کې شوي، کټ مټ همغسي نارواوې په دوهمه سقاوۍ کې تکرار شوي دي. د دغو پیښو څو بیلگې ستاسي سره شریکوم.

لومړۍ سقاوي (د تذکرالانقلاب په کتاب کې، د ملا فیض محمد کاتب هزاره د سترگو لیدلی حال)

سره له دې چې دوی د مسلمانۍ او دیندارۍ دعوې کوي، کابل ته له راتگ سره سم یې بې ناموسۍ، چور او غلا ته مخه کړې او دومره بدې کړنې کوي چې اسلام یې بدنام کړ. حتی د دغه ناورین لیکونکی چې اهل اسلام دی د دوی په دیندارۍ او مسلمانۍ په زرهاوو لعنت وایي، د خدای پاک نه دوی ټولو ته د اسفل‌السافلین غوښتونکی دی او غواړي یي.
په غله او قاتل د مجاهد او غازي نوم ایښودل کېږي.  څه باید وویل شي: دوی دومره وژنې وکړې او د اسلامی ټولنې ځواک یې دومره ضعیف کړ چې سل کاله به بیرته خپل لومړي حالت ته رانشي او د دولت ذخیرې او شتمنۍ چې د هیواد او ناموس د ساتنې او د دښمن نه د ملت د دفاع په خاطر ساتل شوې وې، ټولې یې چور او غلا کړې.

دوهمه سقاوي:

ناهید شهیده
ناهید شهیده

د ډاکتر نجیب د حکومت د سقوط نه پس کابل ته د مسعودخیلو د ننوتلو سره سم چور پیل شو. د ارگ چې څه فرش او ظرف وه ټول تري تام شول. د وزارتونو نه نیولې تر مدیریتونو پوري ټول دفترونه د غنیمت په نوم چور شول. نه کوم دولتي موټر پاتې شو، نه میز او نه چوکۍ. د دولت د خوراک، پوشاک او وسلې  دیپوگانې د هر څه نه خالي شول.
دوی ځانونه مجاهدین بلل او که به چا د دوی د چور او نارواوو په وړاندی کوچنی غږ پورته کړ، نو بیا به وهل او ډبول وو او سمدلاسه به د کمونست ټاپه پرې ووهل شوه. خلکو په وهم او ډار کې شپی سبا کولی ځکه چه حالت ورځ تر بلی د خرابیدو په لور روان وو. داسی وخت راغی چه د کابلیانو نه ناموس، نه ژوند او نه مال خوندی وو او ورو ورو خلک دی ته اړ شول چه زرترزره زره د کابل نه نورو ولایاتو او هیوادو ته کډه وکړي.

لومړۍ سقاوي  

پس له دې چې د سقاو زوی او سید حسین د جنگ وزیر او پردل سپهسالار و داسی نور غله چې خپل ځانته یې د منصب بیلابیل لقبونه ورکړي وو، په چور او مفاسقت پیل وکړ او په دې بهانه چې د دغه او هغه کور نه د ټوپک غږ راغی، کورونو ته به په زور ډله ډله ننوتل او د ښځو، پیغلو او هلکانو په بې ناموسۍ او بې عزتۍ به اخته شول او په پای کې به یې د کور مال هم ځان سره وړل.

حبیب الله کلکاني په دې بسنه نه کوله او کومه نجلۍ به یې چې ډیره خوښه شوه ځانته به یې په زور نکاح کوله. ده د محمد علی خان لور وغوښته، خو کورنۍ یې منفی ځواب ورکړ. د سقاو زوی بالاخره زور ته مخه کړه خو نجلۍ د ده سره د نکاح نه د خلاصون لپاره زهر وڅښل.

دوهمه سقاوي

کله چې په دولتي ځایونو کې داسی څه پاتی نشول چې چور او یا غلا شي، مجاهدینو!  د عامو خلکو د مال په چور او غلا پیل وکړ. کورنو ته په زور ننوتل او څه به یې چې خوښ شول، له ځان سره به یی وړل.

وحشت دومره زیات شو چې هیچا خپل ناموس، سر او مال خوندي نه احساساوه. دوی نه په کور کې خوندي وو او نه د باندی.

دوی به خلک ودرول، او مال لکه قیمتي ساعت، جمپر او یا خولۍ به یې په زور اخیستل او یا به یې بیرته په دوی خرڅول. ټکسي به یې ودراو، د ډیرور نه به یې پوښتنه وکړه چې دا تکسی ورڅخه په څو اخلي. ډیرو به په حیرانتیا او عاجزۍ ورته وویل چې دا مې خپل موټر دی؟ دوی به ورته وویل چې اوس ستا نه دی که یې اخلې ارزانه یې درکوو او کنه د موټر نه ښکته شه.

جاوید موهستانی چې پښتانه یې بې تمدنه بللي او لا هم په ځینو رسنیو کې د یوه بې پرې شنونکي په توګه معرفي کېږي
جاوید کوهستانی چې پښتانه یې بې کلتوره او بې تمدنه بللي او لا هم په ځینو رسنیو کې د یوه بې پرې شنونکي په توګه معرفي کېږي

د خلکو په ناموس باندی د تیري پیښې ډیرې زیاتې وې. د لومړي سقاو نه د خلاصون په خاطر د نجلۍ زهر څښل، ناهید را په یاد کړه چې په دوهمه سقاوۍ کې یې ځان د سقاویانو له تیري نه د ژغورلو په خاطر، د مکروریان د بلاک د دریم منزل نه ښکته واچوه او مړه شوه.

لومړۍ سقاوي (۱۶۹ پاڼه)

او په دغه ورځ د خوشی کلی چې اوسیدونکي یی شیعه مذهب وو د سقاوي لښکر تر یرغل لاندی راغی او د کلي په چور او د اوسیدونکو په وژلو یې پیل وکړ، حتی تيخوري ماشوم چې د مور په غیږ کې د تي رودلو په حالت کې وو له مور سره یی یو ځای په په مرمۍ وویشت.

دوهمه سقاوي

د دوهمې سقاوۍ لښکرو د کابل پر افشار یرغل وکړ او د خلکو په عامه وژنه یې پیل وکړ. ماشومان، ښځې سپین ږیري هر څوک به یې چې تر سترگو شول د گولیو باران به یی پرې پیل کړ.  په ښځو باندی یې جنسي تیری وکړ او کورنه یې چور او وران کړل.

لومړۍ سقاوي (۷۱ پاڼه)

د جلال آباد او کندهار لخوا د حملې د ویرې نه، سقاویانو د عین المال خزانې او ډیر بیت‌المال په شپو او ورځو کوهدامن ته انتقال کړل.

دوهمه سقاوي

کله چې سقاویان پوه شول چې طالبانو ته نشي ټینگدای، د کابل د پریښودو نه مخکې او ورسره سم دوی اکثر دولتی منقولې شتمنۍ پنجشیر ته انتقال کړې.

په پای کې د لومړۍ او دوهمی سقاوۍ یوه بل ورته والي ته اشاره کوم چې جاوید کوهستاني ته خپل تمدن ورپه یاد شي.

لومړۍ سقاوي (۷۱ پاڼه)

هغه سپین چینی ظرف چې د امان‌الله خان د هستوگنځی په  تشناب کې د بولو لپاره ایښودل شوی و، سقاویانو په هغې د ښوروا خورۍ کاسي او په تشناب باندې د خوړنځی گومان وکړ. ښورا یې د بولو په ظرف کې واچوله، ډوډۍ یې په کې وړه کړه او په مزه یې وخوړله.

دوهمه سقاوي

سقاویانو د ارگ په چور او غلا کې ځینی یادگاري عکسونه هم اخیستی. په لاندینی عکس چې ویل کېږي اوسنی د کورنیو چارو وزیر دی د تشناب په ټپ کې ډډه اچولې. خدای خبر چې دغه سقاو په تشناب د خوب کوټه او په ڼپ د کټ ګومان کړی.

3په درناوی

دنمارک

8 thoughts on “د لومړۍ او دوهمې سقاوۍ ورته والی/ عبدالکریم رحیمزی”
  1. د دوهمی سقاوی د راتګ له لومړی ورځې شروع او بیا د سقاوی ترپایه زه د کابل ښار کې وم.
    د مسعود له راتګ سره سم د اوبو او برښنا وزارت ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، د پلان وزارت د باندینیو چارو وزارت د پولیسو اکادمی ، د کابل پولیتیخنیک ، په دارلامان کې د فاع وزارت او شاوخوا ریایستونه ، لوای 3 او همداشان ټول کابل ښار د « مجاهدینو » له خوا فتح او مال یی په خورا سرعت سره غنیمت شو.
    خو کوم شی چې تر ټولو ډیر مهم وو ، د افغانستان د وسله وال پوځ له 700 زیاتی مدرنی جیت ، ترانسپورتی او څرخی الوتکی وی چې د نظار شورا یا دوهمی سقاوی په دوران کې کباړ او یا ګاونډیو هیوادونو ته انتقال شوی.
    د دوهمی سقاوی سیاسی رهبر برهان الدین ربانی د خپلی واکمنی په پای کې د آریانا توپولیف مسافر وړونکی الوتکه له ځان سره مهشد ته یو وړه اوپه پای کې یی په 35000 دالره د یوه موټر په قیمت خرڅه او پيسې یی د خپلې میرمنی د خوشحالی لپاره په کانادا کې په « جهاد » مصرف کړی.
    د کابل ښار مرکزی سیلو چې د پنځو کلونو احتمالی قحطی او یا د لارو د بندیدولو په صورت کې غنم ذخیره کړی وو ، چور او د غنمو قیمت په بازار کې له 200 افغانیو نه 50 افغانیو ته راټیټ شو. د کابل ښار د برښنا بسونو ټول لینونه چې زخیم او ډبل مسی لینونه ول د نظار شورا او متحدینو په واسطه قطع او بیا پاکستان کې د کباړ په قیمت خرڅ شول.
    بشری جنایتونه د خلکو په خوله نه راځی او یا د خپل ځان او د قلم د عفت ساتلو لپاره د لیکلو ندی. خو د رقص مرده ، د تیو پری کولو ، په خلکو د خپلو اولادونو د غوښو خوړل ، دسپږو خرڅول، د شهزاده سرای دوه ځلی چور او چپاول او بیا اور ورته اچول ، د دولتی اسنادو سوځول او یا د پنجاب آی اس آی ته ورکول د جنرال حمیدګل تقرر د « جهاد د رهبر » نظامی او سیاسی مشاور په حیث د دوهمی سقاوی د « تمدن » تر ټولو ښې بیلګې دی.
    هیله ده زمونږ هیواد وال خپل یادداشتونه ، د سترګو لیدلی حال ، له مشرانو نه اوریدلی روایتونه ، اسناد او هر هغه څه چې د اولی او دوهمی سقاوي په باره کې لری په لیکلی او مستند ډول د تاریخ پوهانو او نورو هیواد والو د استفادی لپاره وړاندې کړی . ترڅو زمونږ راتلونکی نسلونه هم ګټه تری واخلی.

    1. افغان یار صیب ډ یره مننه چه د دوهمی سقاویځینی جنایتونو د په جزیاتو ولیکل دا ډیره ا ړینه ده چه زمونږ ځوان نسل پدی ناورین او د هغی په پایلو خبر شی. نو زمونږه او ستاسی لیکنی پدی هکله ډیری ضروری دی.
      آباد او خوشحاله اوسی

  2. ډیر ښکلی او له حقایقو نه ډک مطلب دی. ستاسو د کورودان وی.
    زما په نظر د لومړی او دوهمی سقاوی ترمنځ د شباهتونو او ورته والی ترڅنګ ځینی تفاوتونه هم شته:
    د لومړی سقاوی د حاکمیت موده یواځی نهه میاشتی وه خو د دوهمی سقاوی د حاکمیت موده تر پنځو کلونو دوام وکړ.
    لومړی سقاوی د کابل ښار نه دافغانستان ځینونورو ولایتونو ته هم وغځیده خو دوهمه سقاوی اصلا د کابل ښار د دوهمی ، څلورمی ، یولسمی ناحیو او د پروان ولایت او د پنجشیر تر ولسوالیو پورې محدوده پاته شوه او په پای کې د تخار ولایت په خواجه بهاالدین کې ختمه شوه چې کله کله به د تاجیکستان تر کولابه هم انتقالیده.
    لومړی سقاوی کې د کابل ښار وران نه شو یواځی د ښاریانو مال او ناموس چور شو ، اما دوهمه سقاوی کې د کابل ښار په کنډوالو بدل شو، تر 70000 پورې بیګناه کابلیان شهیدان او تر دوه میلیونو زیات نور جبری مهاجرت ته اړ شول. د هغوی ټوله سرمایه چور او د هغوی د مهاجرت مشقت له پنځو کلونو زیات دوام وکړ.
    لومړی سقاوی د اعلیحضرت غازی محمدنادر خان په رهبری د کوهدان هدیرو کې خاورو ته وسپارل شوه خو دوهم سقاوی بیا د ملا محمدعمر په رهبری طالبانو په خواجه بهاالدین کې په نیم ژواندی حالت کې پریښوده چی متاسفانه د ب 52 په زور بیرته د کابل ښاریانو په سر مسلطه شوه او دادی دریم پړاو ته داخله شویده.
    نور شباهتونه او اختلافات به یی نور هیوادوال ولیکی. حسن

  3. ! افرین ښه مضمون دلیکلی دی خوته ددوهمې سقاوي کتاب چې سمسور افغان لیکلی دی هم ولونه

  4. ورونو سلامونه او نیکی هیلی ، زه به هم دسترګو لیدلی يو څه حال ووایم

    لمړی ښاغلی حسن وروره د دوهمی سقاوی د حاکمیت موده تر پنځو کلونووه، خو دغه پنځه کلونه ربانی اودهغه ملګرو په
    زیرزمینی یا سمڅ اوپنجره کی تیر کړل، ځکه که د سمڅ څخه بهر راوتلی وای نو ښاغلی حکمتیار تری سترګی ویستلی

    په دوهمه سقاوی کی مسعود اونواز شریف په محرمه اوخصوصی مشوره سره، دافغانستان ملی آردو اوپخوانی آثار ختم کړه، ځکه دغه دواړه پدی رضآ شوی وه، چه دافغانستان په ملی آردو او وسله وال فوځ کی پښانه ډیره برخه لری، اوباید ختم کړی شی

    په دوهمه سقاوی کی سقاوی حریصانو په میلیاردونوافغانۍ چاپ کړی، اود افغانۍ ارزښت یی داسی حالت ته راورسوه چه په تله به خلکو تللی

    په دوهمه سقاوی کی ملا ربانی په خپل لمړی سفرکی دخپل بادار یا روسیی خواته ولاړه. او وروسته یی دمکناټن توپانچه خپل بل پاکستانی بادار جنرال حمید ګل ته په تحفه کی ورکړه

    په دوهمه سقاوی کی ملاربانی اومسعود دافغانستان پیژندپاڼی اوپاسپورتونه ایرانیانو، پنجابیانو،عربانو اوپه لمړی سر کی اسامه بن لادن ته ورکړی

    په اخر کی وایم چه دا یوحقیقت دی چه په دوهمه سقاوی کی مسعودیانو، په افشارو کی ځمونږ هزاره ورونه، خویندی اوماشومان په داسی قتلونو ورسول چه تر اوسه ددغی منطیقی خلک دغه غمجنه اوزړه بوګوونکی صحنه په یاد ساتی

    ځما په یاد دی چه دهزاره ورونو په ساحو کی به د احمد شاه مسعود په ږیره، دستمال، اسلحه اوچور په هکله، په لاندی ډول شعرونه په ټوټو، دیوالونو لیکل شوی وه، اوهم به په مجلسونو کی ویل کیدل، نور یی ځما به یاد نه راځی خو دغه څلور بیته می په یاد راغلل

    ریش دانه دانه

    دستمال چهارخانه

    سلاح سر شانه

    چور سر خانه ها

    دا می هم یاد ته راځی چه ځمونږهزاره ورونو به پښتونو پسی داسی ویل

    آوغو آزره بیراره

    دشمن شورای نظاره

    نور می یاد ته نه راځی …… خو اوغو، آزره او نظاره پکی ډیر راځی

    ورونو سقاویان دظلمونو اوجنایتونو ډیری قیصی لری، خو دا یوه خبره واوری چه دوی به هیڅکله خپل مرام اومقصد …… ته ونه رسیږی

    دخدای په آمان

  5. چې ددې رزیلانو له لاسه نور به څه حالات په دې مظلوم ملت راځي خدای خبر دی !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *