سپين روان نورزى- خوست –

د نړيوال تاريخ په پاڼو کې لومړۍ نړيواله جګړه د دوو ګوليو په ويشتلو پيل شوې بلل کېږي، خو که چېرې په دقيقه توګه له جګړې مخکې په جګړه کې د ښکېلو امپراتوريو او هېوادونو مناسبات، غوښتنې، رواني حالات، خيالي الوتنې او ناانډوله اړيکې وڅېړل شي، بيا به انسان په دې قانع شي چې دوه ګولۍ يوه عادي او سر سري پلمه وه، اصلي خبره د لويو قدرتونو د ځواک ښودنې او واکنيونې نشه وه چې د ميليونونو انسانانو ککرۍ يې خاورې کړې.

له نن نه سل کاله وړاندې يا د ١٩١٤ زيږديز کال په لومړنيو مياشتو کې د اتريش يا اسټريا-هنګري شهزاده او وليعهد ( فرانز فرډينانډ) له خپلې مېرمنې شهزادګۍ ( سوفيې) سره د بوسنيا هېواد ته په رسمي سفر تللى و، ترڅو په بېلا بېلو سيمو کې له بېلا بېلو خلکو سره په عام او خاصو ځايونو کې وګوري له دوى څه واوري او ويناوې ورته وکړي؛ خو د جون په اته ويشتمه د يوه پلان شوي بريد په ترڅ کې د خلکو له منځه د يوه اتريشي ځوان له خوا چې په سربيي ژبه يې خبرې کولې د سربي غلامانو د غچ اخيستنې په نيت پرې ډزې وشوې، چې په ترڅ کې يې شهزاده سره د مېرمنې ووژل شو.

اتريش په دې کړنه ډېر په غصه شو او ادعا يې وکړه چې په دې پېښه کې سربيا لاس لري په همدې دليل يې د پېښې د پلټلو لپاره غوښتنه وکړه چې له نړيوالو سره دې يو ځاى اتريشي پلاوى هم د پلټنو پر مهال حضور ولري، خو سربيا چې د روسيې ملاتړ له ځانه سره درلود په دې خبرو چندان غوږ ونه ګراو، او په پلټنه کې يې د بهرنيانو حضور رد کړ.

اتريش يا اسټريا-هنګري د سربيا په دې عمل وينه په جوش راغله او د ١٩١٤ زيږديز کال د جولاى په اته ويشتمه يانې د شهزاده له مړينې يوه مياشت وروسته يې په سربيا بريد وکړ.

روسيې د سربيا ملا وتړله او د اتريش پر ضد يې جګړه پيل کړه، جرمني چې د روسيې له مداخلې خبر شو په دې دليل چې اتريش د جرمني همنژاده هېواد دى له اتريش څخه ملاتړ وکړ، د روسيې او فرانسې پر تاسيساتو يې بريدونه پيل کړل، د دې لپاره چې جرمنۍ لښکرې له لنډې لارې فرانسې ته ځان ورسوي بلجيم يې تر خپلې ولکې لاندې راوستو خو انګلستان په يوه بې طرفه دولت بريد د جرمني کبر او تېرى وبللو او د جرمني پر ضد يې جګړې ته راودانګل.

په ظاهره خو د جګړې پيل داسې وشو خو دا هسې يوه پلمه وه ځکه له دې وړاندې داسې شرايط اماده شوې ول چې د جګړې لپاره يې مناسب چاپيريال چمتو کړى و. د نولسمې پېړۍ په جريان کې د صنعتي انقلاب په کېدو د هېوادونو تر منځ بې باوري او وېره پيدا شوه، ځکه د دې پرځاى چې له صنعتي پرمختګ څخه د توليدي او اقتصادي ودې لپاره استفاده وکړي ترڅو وګړي يې ارام او اسوده ژوند ولري، دوى برعکس د پوځي غښتلتيا په لور خپلې پاملرنې وګرځولې او د يوه او بل په مقابل کې د ځان مضبوطولو هڅې يې پيل کړې؛ له بلې خوا د نولسمې پېړۍ په جريان کې د ډېرو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو مسايلو ځينې جګړې تېرې شوې وې چې په اساس يې په خپلو کې ډېر زړونه سره پاخه ول او هر هېواد د خپل دښمن هېواد لپاره د مناسبې موقعې په انتظار و، ترڅو په مستقيم يا غېر مستقيم ډول غچ واخلي.

دې سره خوا کې په اروپا کې د ځينو هېوادونو د رژيمونو په تغير سره، له عادي وګړو واخله تر لويو چارواکو او سياستوالو پورې بحثونه او مناظرې روانې شوې چې کوم نظام ښه دى کوم بد.

هر چا به د خپل فکري ليدلوري سره سم خپله مفکوره څرګندوله په داسې حال کې چې که چېرې د حکومتونو اصلي موخه خلکو ته خدمت ګرځېدلې واى، کېداى شي په هر چوکاټ کې يې هم پرمختګونه کړي واى او هم به خلک ترې خوشاله واى، چې ښې نمونې يې د جرمني او د انګلستان په دولتونو کې موندلى شو، ځکه جرمني په پخواني ميتود روان و، او انګلستان خپل نظام په نوي ميتود عيار کړى و، خو دواړو دومره پرمختګونه کړي ول چې ټوله نړۍ ترې په وېره کې وه.

په فکري لحاظ تقريباً اروپايي هېوادونه په دوو برخو وېشل شوي وو، خو د جګړې په پيل سره په دوو منظمو جګړه ييزو ډلو سره ووېشل شول، چې يوه ډله د متحدينو، دويمه ډله يې د مرکزي هېوادونو په نومونو يادېدې.

” په متحدينو کې: انګلستان، فرانسه، امريکا، روسيه، سربيا، رومانيا، بيلجيم، يونان، مونټي نيګرو، ايټاليا، جاپان او پروتګال راتلل. په مرکزي ډله کې: جرمني، اسټريا-هنګري، عثماني ترکيه او د بلغاريا هېوادونه راتلل.”( بخاري، سيد محمد فضل الله. لومړۍ نړيواله جګړه، د زاهد خليلي ژباړه، ١٣٩٢ لمريز کال، مومند خپرندويه ټولنه، جلال اباد)

د نولسمې پېړۍ په پاى او د شلمې پېړۍ په پيل کې انګلستان هغه هېواد و چې د نړۍ تر ټولو ډېره سيمه يې لاندې کړې وه او يوه لويه امپراتوري يې په کې جوړه کړې وه، له پراخو ځمکو، غښتلي اقتصاد او مجهز پوځ سره خوا کې يې داسې سمندري ځواک درلود چې موخى يې په ټوله نړۍ کې نه ليدل کېدو، او نه يې دا زغملى شول چې څوک دې د ده سيال هم شي.

د نولسمې پيړۍ په پاى کې که څه هم فرانسه په خپل سياست کې يوازې ښکارېده، خو د امپراتورۍ په لحاظ له انګلستان څخه دويمه لويه امپراتوري د فرانسې بلل کېده، سره د ځينو ستونزو بيا هم په دې هڅه کې وه چې ډېرې ځمکې لاندې کړي چې د فرانسې دا سياست د انګلستان نه خوښېدو او په زړه کې يې يوه بل ته ژوره کينه ګرځوله، خو د نولسمې پېړۍ په اتيايمو کلونو کې د جرمني او فرانسې ترمنځ د شوې جګړې په پايله کې د فرانسې ماته او د دوو ايالتونو الزاس او لورن په نومونو جرمني له خوا نيول، فرانسه دې ته چمتو کړي وه چې له هر چا سره دښمني شا ته کړي لومړۍ له جرمني سره خپل حساب پاک کړي، له بلې خوا د جرمني غښتلتيا او پرمختګ د انګلستان او روسيې ته وېره ور اچولې وه، په همدې سبب فرانسې له روسيې او انګلستان سره يو درې اړخيز دفاعي تړون لاسليک کړ.

د نولسمې پيړۍ په پاى او د شلمې پېړۍ په پيل کې امريکا خپل جغرافيوي موقعيت، صنعتي پرمختګ، اقتصادي او پوځي وړتيا ته په کتو دا اړتيا احساسوله چې د نړۍ مشرۍ ته ځان ورسوي.

د شلمې پېړۍ په پيل کې روسيې خپلې پراخې ځمکې، ډېر نفوس او غښتلي پوځ په مټ هڅه کوله چې نور هم په نړۍ غېږ راتاو کړي.

د سربيا خلکو به تل د يوه پياوړي سربيا او يوګوسلاويا خوبونه ليدل، او تل به يې له خپل ګاونډي هېواد بلغاريا سره جګړې کولې، له بلې خوا د سربيا اړيکې د اسټريا- هنګري له امپراتورۍ سره هم ورانې ښکارېدې.

د نولسمې په اتيايمو کلونو کې د درې ګوني اتحاد په نوم چې د جرمني، ايټاليا او اسټريا- هنګري له خوا شوى و، رومانيا هم له ځانه سره يو ځاى کړه چې په د دې ګډون له امله رومانيا د هغه وخت ځواکمن هېواد وبلل شو، ښايي په همدې اتحاد کې دې هېواد ته ځاى ورکولو په دې خلکو کې د نيونې او لاندې کولو جراات پيدا کړى وي، ځکه له لومړۍ نړيوالې جګړې يو کال مخکې له يونان، مونټي نيګرو، بلغاريا او سربيا سره يو ځاى يې له عثماني ترکيه سره جګړه وکړه او د مقدونيې په لاندې کولو يې هغه خوبونه په پوره کېدو شول چې تل به يې د پراخو ځمکو لپاره ليدل.

بيلجيم که څه هم يو بې طرفه هېواد و، او کوښښ يې کولو چې خپله بې طرفي وساتي خو جغرافيوي موقعيت يې دا هېواد دې ته مجبور کړ خپله بې طرفي ماته کړي، ځکه د لومړۍ نړيوالې جګړې په سر کې، جرمني غوښتل د بلجيم له لارې په فرانسه بريد وکړي په همدې سبب يې لومړۍ بيلجيم تر خپلې ولکې لاندې راوستو.
د يونان پاچا غوښتل په لومړۍ نړيواله جګړه کې بې طرفه پاتې شي خو د يونان بې طرفي د متحدينو د اکمالاتو لارې ته لوى خنډ و په همدې سبب متحدينو د ( ايلف تهير) په نوم يوه کس ته زمينه برابره کړه ترڅو دى واک ته ورسيږي، پاچا له هېواده وشړي او په جګړه کې له متحدينو سره د يووالي اعلان وکړي.

جاپان، ايټاليا او پرتګال هم هغه هېوادونه ول چې د ملي غرور، ملي مجبوريت او د ځان ساتنې په اساس يې له متحدينو سره ملاوې وتړلې او په لومړۍ نړيواله جګړه کې يې خپل دريځ اعلان کړ.

د جرمني ورځ تر بلې ځواکمنتيا او د ښو اړيکو پراختيا له سيالو هېوادونو په ځانګړي ډول له روسيې، انګلستان او فرانسې سره وېره پيدا کړه، که څه هم د جرمني لومړي وزير ( بسمارک) به د نورو سيمو د نه لاندې کولو او خپل حيثيت ساتلو سياست په اساس مخکې تلو، خو د جرمني پاچا ( قيصر- دويم ويليم) سره د مخالفت په اساس مجبور شو چې د نولسمۍ پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې استعفاء وکړي؛ د بسمارک له استعفاء سره د روسيې، انګلستان او فرانسې وېره يقيني شوه، ځکه کله چې نوى لومړى وزير وټاکل شو نو هغه د جرمني ځواکمنتيا له سياسي او اقتصادي ليدلوري پوځي خوا ته واړوله، د نولسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د جرمني سمندري ځواک د نړۍ دويمه درجه غښتلى ځواک شو، صنعتي، برېښنايي، کيمياوي او غښتلي اقتصادي پرمختګ يې د قيصر په زړه کې د پراختياموندنې خيالونه د اوج نقطې ته ورسول.

معمولاً هغه هېوادونه چې ډېرې ځمکې لري ډېره ګټه هم لاسته ورځي، نو جرمني په دې نيت چې هم ډېره ګټه وکړي او هم ” د دوى په خبره” خپل اصلي نژاد په نورو حاکم کړي د پراختيا په چرتونو کې شو، ترڅو په وچه او اوبو کې ډېرې ځمکې ولري خو انګلستان دا نه شول زغملى چې د بحر په پراخو اوبو کې دې کوم شريک ولري.

اسټريا- هنګري په کور د ننه ډېرې قومي او نژادي ستونزې درلودې او ښايي دا يې له وسه پوره نه وي چې نورې ځمکې هم لاندې کړي خو د دې هېواد امپراتوريک حيثيت، د سربيا په شان يوه کوچني هېواد متکبرانه چلند او د جرمني هڅونو دې ته مجبور کړاى وي چې له سربيا څخه د وژل شوي شهزادګي غچ واخلي.

عثماني ترکيه چې اووه پېړۍ يې په ډېر شان او شوکت خپل حيثيت ساتلى و، په وروستيو کې د ناقصو مشرانو په درلودو ورځ تر بلې د نزول په لور روانه وه، په همدې دليل يې اړتيا درلوده له يوه خواخوږي ځواکمن هېواد سره ښې اړيکې جوړې کړي چې د دوى په نظر دا اوصاف په جرمني کې ورته ښکاره وو، ځکه له روسيې سره يې د قفقاز د سيمو پر سر دښمني درلوده، انګلستان يې په امپراتورۍ کې لاسوهنې کولې او د فکري يووالي پر ځاى يې عرب او نور مسلمان قومونه يې قومي او نژادي تفرقې او امتياز ته هڅول، همدا ډول عثماني خلافت له نورو اروپايي هېوادونو سره هم وخت په وخت د ځمکو پر سر د جګړو له امله ښې اړيکې نه درلودې، په همدې سبب يې له جرمني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د فرانسې او روسيې په بيړيو يې بريد وکړ.

که څه هم د جګړي په لومړي کال بلغاريا خپله بې طرفي وساتله خو په ١٩١٥ زيږديز کال کله چې مرکزي هېوادونو ډېره بريا خپله کړه د دې لپاره چې په سپين ميدان پاتې نه شي خپل ملاتړ يې له جرمني څخه اعلان کړ او په جګړه کې ورګډه شوه.

په لومړۍ نړيواله جګړه افغانستان د انګلستان له خوا اشغال شوى هېواد و، خو بيا هم د هغه وخت هېوادمشر امير حبيب الله خان وکولى شول خپله بې طرفي وساتي، کنه د مرکزي هېوادونو له خوا په وارو وارو پرې فشارونه راوړل شول.

افغانستان په بې طرفۍ کې خپل خير ليدو ځکه انګريزانو د شاه امان الله خان پلار امير حبيب الله خان سره ژمنه کړې وه چې که چېرې د جګړې په جريان کې افغانستان بې طرفه پاتې شي، له جګړې وروسته به په کامله مانا خپلواکي ورکوي، خو د انګلستان مکارۍ ته په کتو د ده دا ارمان پوره نه شو خو له نړيوالې جګړې يو کال وروسته يې زوى د تورې په زور په دې بريالى شو چې له پلار سره شوي ژمنې يې د ځان په ګټه پوره کړي.

لومړۍ نړيوالې جګړې چې تقريباً څلور کاله يې دوام وکړ او د ١٩١٨ زيږديز کال د نومبر په يوولسمه د متحدينو په ګټه پاى ته ورسېده په نړۍ کې يې هر چا ته د خپلې برخې لږ يا ډېر زيان ورساو، ميليونونو ککرۍ په کې خاورې شوې، په ميليونونو ميندې په کې بورې شوې، په ميليونونو ماشومان په کې بې سرپرسته او يتيمان شول، په ميليونونو مېرمنې کونډې شوې، په ميليونونو انسانان بې کوره او نيستمن شول، په ميليونونو انسانانو د وجود غړي له لاسه په کې ورکړل او په مجموعي ډول (١٨٦٣٣٣٦٣٧٠٠٠) امريکايي ډالره مالي زيان په کې پېښ شو، حتا د نړۍ په نقشه کې تغير راوستو، ځکه ډېر هېوادونه له امپراتوريو بېل شول او په خپلواکو هېوادونو مبدل شول او يا لاندې شوي هېوادونه د ګټونکو هېوادونو ترمنځ وويشل شول.

دې ټولو زيانونو يوازې يو لامل درلود هغه دا چې د هغه وخت دولت مشرانو خپل قدرتونه د دې پر ځاى چې د خپلو خلکو د خدمت په لاره کې اوبه کړي، دوى د خپلو خواهشاتو د خړوبولو لپاره په کار واچول او بشري احساس يې په حيواني لوږې بدل کړ چې په پايله کې يې د نړۍ هره تيږه او لوټه په وينو سره کړه.

د تاريخ دې تعريف ته په کتو چې ” تاريخ لوستونکو ته د تېرو زمانو کړه وړه بيانوي ترڅو له ښو يې پند او له بدو يې عبرت حاصل کړي” لومړۍ نړيواله جګړه د راتلونکو هېوادونو او سياستوالو لپاره يو تاريخي درس دى او د دې پر ځاى چې د نورو د تسخيرولو په فکر خپل ذهنونه مصروف او مغشوش وساتي پر ځاى دې د بشر د هوساينې او ارامۍ لپاره فکر وکړي، ترڅو له نړيوال کلي څخه نړيوال کور جوړ شي، او ټول په انساني مينې د يوه او بل خواخوږي کړي نه دښمنان.

سرچينې:

١- بخاري، سيد محمد فضل الله. لومړۍ نړيواله جګړه، د زاهد خليلي ژباړه، ١٣٩٢ لمريز کال، مومند خپرندويه ټولنه، جلال اباد.

٢- رابرت ګرين. جنګ جهاني اول، د مهدي حقيقت خواه ژباړه، ١٣٨٨ لمريز کال، د تهران چاپ.

٣- بي بي سي پښتو وېبپاڼه

٤- لرو بر وېبپاڼه

٥- انټرنيټي دايرة المعارف يا فارسي ويکيپېډيا

٦- ” The Independent” وېبپاڼه، د نړيوال تاريخپوه( مارګريت مک ميلان) ليکنه، ژباړونکی: دکتر نجيب الله بارکزی

٧- ويبسايټ تاريخ، جنگ اول جهانی و بی طرفی افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *