افغان ملي غورځنګ د نېکمرغه لوى اختر د را رسېدو له امله لر او بر ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وايي.

موږ د تېر په څېر په دې هيله يو او دا مو غوښتنه ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې د داسې سپېڅلو مناسبتونو په درناوي جګړه ودروي او افغانان پرې ږدي چې خپلو عزيزانو او خپلوانو سره د اختر دا ورځې په خوښۍ سره ونمانځي.

موږ شاهد يو چې په وروستيو کې د جګړې اصلي قربانيان عام خلک دي ، د جګړو د ښکېلو لورو په ډېرى بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او دا خونړۍ لړۍ پرته له کوم ځنډه روانه ده.

روانه اونۍ د بېلابېلو امنيتي پېښو په ترڅ کې، وروستۍ پېښه په جلال اباد ښار کې د وسلوالو مخالفينو له خوا ځانمرګى بريد و، چې ١٣ تنه عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. همدا راز په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په يوه بريد کې دوه ماشومان ووژل شول او پنځه مېرمنې ټپيانې دي.

موږ د پېښو قربانيانو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ د څرګندولو ترڅنګ د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د ملکي افغانانو وژنه په کلکه غندو او دا يو نه بخښونکى جنايت بولو.

په پاى کې بيا هم د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوو، روانه جګړه چې اصلي قربانيان يې عام افغانان دي، ودروي او د لوى اختر په درناوي چې د قربانۍ او سرښندنې پيغام له ځان سره لري، افغان ولس ته د سولې او مينې پيغام ورکړي.

په ګرانو هېوادوالو هم غږ کوو چې د اختر په دې شپو – ورځو کې بې وزله او غريب افغانان له خپلې پېرزوينې او صدقې هېر نه کړي، هر شتمن کس ته په کار ده چې د اسلامي او انساني خواخوږۍ له مخې د خپلو بې وسه او بې وزله هېوادوالو لاسنيوى وکړي.

همدا راز له هغو هېوادوالو چې په دې سپېڅلو ورځو کې يې د لوى خداى (ج) دربار ته عبادتونه کړي او کوي يې، هيله کوو چې په ډېرې عاجزۍ په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنيت او ثبات لپاره د لوى رب العزت دربار ته لاسونه لپه کړي.

بيا مو هم اختر مبارک، لمونځونه ، روژې او عبادتونه مو قبول شه.

افغان ملي غورځنګ

مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *