يادونه: دغه ليکنه د محور په ورځپاڼه کې هم خپره شوې وه، ددې لپاره چې د محور ورځپاڼه نور نه خپريږي، نو د دغې او د دغې ليکنې نورې برخې په تاند کې خپريږي.
—————————–
لومړی برخه
وايي، ناکامي د برياليتوب لومړی شرط دی. هغه خلک چې هميشه د يو هدف لاس ته راوړلو په خاطر هلې ځلې کوي، خو له دې سره سره بيا هم له ماتو سره مخ کيږي، د دغه خلکو ماتې په اصل کې دوی ته يو درس دی، هغه دا چې له خپلو هڅو ناهيلي نه شي او په نورو هڅو کې هغه کمزورو ټکو ته متوجه شي، کوم چې د دوی د ماتې لاملونه دي. او بالاخره د يو هدف په لاس ته راوړلو ځان بريا او کاميابۍ ته ورسوي.
د نړۍ يو شمير لوی شخصیتونه هم په لومړيو کې له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شويدي، دوی د نه ستړې کيدونکو هلو ځلو په برکت، بالاخره د کاميابۍ ډګر ته رسيدلي دي . د دغه شخيتونو له جملې څخه ځيني يې له ډيرو کړاوونو سره مخ شوي، او له بيا بيا ناکاميو وروسته خپل اصلي هدف او منزل ته رسيدلي دي. د بريا راز يې په دې کې وو، چې هيڅکله خپلو ماتو ناهيلي کړي نه وو او ماتې يې يوازې د ځان لپاره يو درس کڼه. د مايکروسافټ کمپنې مشر بيل ګيټس وايي: ”بريا ښه ده چې ويې لمانځو، خو ډيره مهمه دا ده چې د ناکامې درسونه هم رعايت کړو“. حتی ځينو د خپلو برياوو راز ناکامي ګڼلې. مايکل جورډن نامتو امريکايی باسکټبال لوبغاړی وايي: ”زه ځکه بريالی شوم، چې ما بيا بيا ناکامي وليده“. د شلمې پیړۍ لوی نابغه او نامتو فزيکپوه البرټ انشټاين بيا وايي: ”ما ۹۹ ځله هڅه وکړه خو بيا هم ناکام شوم، تر دې چې په ۱۰۰م ځل بريالی شوم“.
د لويو شخصيتونو په معرفي کولو کې زياته پاملرنه هغه برخو ته شوې چې دوی پکې له ناکاميو سره مخامخ شوي وو، وروسته بيا له دغه ناکاميو څخه راوتلي او د برياليتوب او شهرت تر اعظمي حده رسيدلي.
البرټ انشټاين
له ښوونځي تر شړلو، د نوبل جايزې تر ګټلو
البرټ انشټاين د شلمې پيړۍ لوی نابغه او نوميالی فزيکپوه په ۱۸۷۹م کال د مارچ په ۱۴مه نيټه د المان په اولم ښار کې زيږيدلی دی.
د البرټ انشټاين ماشومتوب ډير حيرانوونکی وو، له هغه څخه هيڅ داسې تمه نه کيدله، چې هغه دې په راتلونکې کې يو لوی عالم شي او بالاخره دې داسې ځای ورسيږي، چې ان نوبل جايزه هم تر لاسه کړي. نوموړي تر څلور کلنۍ پورې د خبرې کولو توان نه درلوده، او ان تر نهه کلنۍ وروسته يې هم په خبرو کولو کې ستونزه درلوده. د ده ستونره يوازې تر خبرو کولو محدوده پاتې نه وه، بلکې تر اوه کلنۍ پورې يې لوستل هم نه شوای کولی.
نوموړي ته په ښوونځي کې د ښوونکو زياتو درسونو کوم اهميت نه درلوده، هغه نه غوښتل چې دجنګونو د نيټو او موقيعتونو په يادولو خپل دماغ وپړسوي، هغه يوازې د نړۍ په نامالومو حقايقو ځان پوهول غوښتل. کوم څه چې ورته جالب وو او زده کول يې غوښتل نو هماغه به يې زده کول. ده له ماشومتوبه د نړۍ په نامالومو حقايقو فکر کاوه، د پنځو کلونو و چې پلار يې ورته د زيږون په کليزه کې يوه کوچنې جيبي قطب نما ډالۍ کړه. نوموړی دغې قطب نما ډير حيران کړ، دا ورته ډيره جالبه وه چې د قطب نما ستن به هر وخت شمال لوري ته تاويده، ډیری وخت به يې فکر کاوه چې ولې دا ستن شمال لوري ته تاويږي. ددې په ځای چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي، هر وخت به له همدې قطب نما سره په يوازې ځان لوبيده.
په متوسطه ښوونځي کې د زده کړې پر مهال يوه ورځ سرښوونکی ده ته مخاطب شو: ستا کار ډير وحشتناک دی، زه نه غواړم چې تا نور په ښوونځي کې ووينم، ته بايد دغه ښوونځی پريږدې، موږ ستا په شان سرکشه او بې شعوره زده کوونکو ته اړتيا نه لرو. سرښوونکي ده ته په غوسه ناک انداز کتلو سره زياته کړه: په ټولګي کې ستا شتون ښوونکو ته تدريس ورکول ستونزمن کړيدي او زده کوونکي هم ستا له امله درس نه شي زده کولی، موږ ډيره هڅه وکړه تر څو ستا د درس زده کولو ستونزه هواره کړو، خو ته له خپلو خرابو عادتونو څخه نه اوړې. په پايله کې البرټ انشټاين په ۱۶ کلنۍ کې له ښوونځي څخه وويستل شو. وروسته د سویس فدرالي ټکنالوژې انسټيټيوټ ته ولاړ خو د داخلېدو په ازموينه کې بريالی نه شو. بیا يې مور او پلار هغه د سويس (ارايو) ښار ته وليږه، تر څو هلته خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.
له دې وروسته د نوموړي په ژوند کې لوی بدلونونه رامنځ ته کيږي، نوموړي ته په نظري فزيک کې د بې سارې خدماتو له کبله په ۱۹۲۱م کال کې د نوبل نړيواله جايزه ورکړل شوه. د هغه د شهرت عمده لاملونه د نسبيت عمومي او خاصې تيورې ته پراختيا ورکونه او د نړۍ د مشهورې معادلې (E=mc2) لاس ته راوړل وو . په دغه معادله کې E انرژي، m کتله او c د روښنايې چټکتيا څخه عبارت ده، د فوتو الکتريک قانون کشف او د براوني حرکت تيوري يې هم د يادولو وړ ابتکارونه وو.
البرټ انشټاين په ۱۹۵۵ز کال د اپريل په ۱۸مه نيټه د ۷۶ کلنۍ په عمر د امريکا د متحده ايالاتو په نيو جرسي سيمه کې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
نور بيا…