تاند- یو یهود مذهبي مشر چې د غُسل په مهال یې د ښځو لوڅ عکسونه اخیستي و، ۱۴ ملیونه او ۲۵۰ زره ډالره جریمه شو.
ښځو دا پیسې د هغې موافقې له کبله ترلاسه کړای شوې چې له ۴ یهودي ټولنو سره یې لاسلیک کړې وه.
فرانس پریس خبري اژانس د دغو ښځو د مدافع وکیل الکسالندر هاروین په قول وویل چې د واشنګټن په جورج ټاون شتمنه سیمه کې یهود مذهبي مشر (خاخام) برنار فروندل باید په دې خاطر جریمه ورکړي چې د غُسل لپاره د لوڅو شویو ښځو عکسونه یې اخیستي و.
څېړنو وښوده چې فروندل، چې یو سختدریځی مذهبي دی، په یوه خونه کې کمره پټه ایښې وه او د څه باندې ۱۵۹ یهودو ښځو بربنډ عکسونه یې اخیستي دي.
برنار فروندل لومړی پلا په ۲۰۱۵ م کال د دې جرم په خاطر په شپږ نیم کاله بند محکوم شو خو اوس پرې جریمه هم راغله.
د فروندل دې کار ډېر یهودان حیرانه کړي ځکه چې نوموړي ته د واشنګټن په یهوده ټولنه کې په درنه سترګه کتل کېدل او په (واشنګټن پوهنتون) کې یې درس ورکاوه.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د برنار فروندل د مدافع وکیل په قول ویلي چې موکل به یې تر ۲۰۲۰ م کال پورې له محبس څخه خوشي نه شي.