د لوړو زده کړو د صنعت او پوهې بازار
لنډيز (Abstract)

فکري توليد او دپوهانو او استادانو صنعت هغه ایجادیات ، تخلیقات او آثار دي چي هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته رااوښتي وي . دپوهنتونونو صنعت هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکي ملکیتونه دي چې د قانوني حمايې وړ او د آزادۍ په لرلو سره را منځته کیږي. د پوهنتونونو صنعت ، فکري تولید او پوهنیز آثار د اوږدې مودې خلاقانه تفکُر ، تجربې او څېړنې په پایله کې د استقلالیت د لرلو په شرط ټولنې ته د معنوي ارزښتونو په توګه وړاندې کيږي . معمولاً دغه آثار او صنعت دوه ډولونه لري چې يو يې علمي، هنري او ادبي آثار دي چې د کتاب ، مقالې ، رسالې ، شعر او نورو په شکل عرضه کيږي او بل يې صنعتي او تجارتي ملکيتونه دي لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم، طرح او موډلونه ، علمي او اکاډميک استقلاليت پوهنتون او علمي کدر ته دا هڅوونکې زمینه برابروي چې دغه ډول ابداعات، اختراعات، تأليفات او معنوي ارزشونه لازیات کړي او پراختیا ورکړي.

سریزه (Introduction)

له نېکه مرغه له دوو کلونو راهیسې د لوړو زده کړو په وزارت کي د اعتبار ورکولو او دکیفیت د تضمین ریاست جوړ شوی دی. د دغه ریاست په هڅو او هاند د لوړو زده کړو په موسساتو کې د یو شمېر معیارونو ترلاسه کولو لپاره پوره کار شوی دی. په دې لړ کې ګڼ شمېر کنفرانسونه او سیمینارونه دایر شول چې په هغو کې با تجربه استادانو ډيرې غوره مقالې درلودلې . یوه موضوع چې د اکاډميکو مراکزو او پوهنتونونو لپاره ضروري ده هغه د پوهنتونونو استقلاليت او دکیفیت ښه والی دی . دغه استقلالیت باید له تشکیلاتي پلوه ، له مادي پلوه او له علمي پلوه موجود وي . په پوهنتونونو کې استقلالیت د هغوی د صنعت ، پوهې او معنوي شتمني د ودې ، غنا او کیفي بهبود لامل کيږي .

     ډیر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و او پخوا وختونو کې د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومې مادي ګټې هيله نه لرله . په هغو وختونو کې د هغو کوم قانوني ملاتړ هم نه و موجود او چا د Intellectual propertyیعنې معنوي شتمني او Intellectual property rightsپه نوم څه نه پيژندل، خو نن ورځ د هغو قانوني ملاتړ کيږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو ، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته شوي دي، بازار لري ، مالیت (مال) ګڼل کيږي ، لږ وخت کې نورو هېوادونو ته خپريږي او د بشریت په خدمت کې واقع کیږي . په پرمختللو هېوادونو کې پوهنتونونه ، دهغوی څیړنيز مراکز او لابراتوارونه په بشپړ ډول مولد دي، نو ځکه (Product) لري او آن دا چې دغو تولیداتو او محصولاتو د خپل تخصص کېدو له امله د خپل خاوند (پنځوونکی) د معیشت منبع جوړه کړې ده، نو ځکه ډيره ضروري ده چې مونږ په خپلو پوهنتونونو کې بحث ورباندې وکړو .

فکري مالکيت

     د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات ، د کار حاصل او تخلیقات دي چې د خپلې کسبي پوهې، څېړنې او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړی وي چې دوه ډولونه لري :

الف) هنري ، علمي او ادبي آثار لکه کتاب ، مقالې ، رسالې شعر او نور.

ب ) صنعتي او تجارتي مالکيت لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم ، طرح موډلونه او نور.

     له دې امله چې دغه ډول پوهه او صنعت ته ضرورت دی او د بشري ژوند په ګټه دی ، نو ځکه يې مالک او ایجادګر ته یو شمېر حقوق ورکړل شوي دي لکه د طبع او نشر حق ، بل چاته يې د تفویض کولو حق او داسې نور ، نو له دې امله چې حق هغه اقتدار دی چې قانون يې وګړو ته وربښي نو ځکه يو څوک کولای شي چې ابداع او ایجاد وکړي ، دا ځکه چې علمي ازادی د حق اساسي رکن دی.

     له دې امله د علمي ، ادبي ، هنري ، صنعتي او نورو ابداعاتو ایجاد د هغو د منل شویو اخلاقو په رعایت سره د بشري ټولنې په ګټه دی نو ځکه ورته استقلالیت قایل شوی او ازادی يې هڅول کیږي.

     په افغانستان کې د لوړو زده کړو د مؤسساتو قانون د پوهنتونونو د علمي کدر غړو ته دغه آزادي ورکړی ده او د هر تحقیق او تالیف او ژباړې لپاره يې د مادي امتیاز تر څنګ معنوي امتیاز هم منلی دی ، خو لا تر اوسه پورې زمونږ پوهنتونونه لا د صنعتي او تجارتي ایجادیاتو ، فرمول ، د لابراتوار محصول او د طرحو د ډيزاین مرحلی کې نه دی ، اما د تألیف ، مقالو او درسي کتابونو پروسه جریان لري . د هجري شمسي پنځمې لسيزې په جریان کې د کابل پوهنتون او پولیتخنیک مطبعې د دواړو موسساتو د نشراتو د مدیریت په چوکاټ کې د خپل وخت ډیرې فعالې او د غوره تولید (درسي او مرستیال درسي کتابونو) لرونکی وي . سره له دې چې هغه مهال معمولاً ګستدنر ماشینونه وو چې د ستنسل او مخصوص رنګ په واسطه يې پاڼې چاپ کولې او د کتابونو پوښ به د ستینو فاکس ماشین په واسطه چمتو کېده وروسته بیا کابل پوهنتون د حروف چینی ماشینونه نصب کړل چې د کرنې د پوهنځي ، ساینس ، ادبیاتو او بشري علومو ، طب او فارمسي يو شمېر آثار يې چاپ کړل . د پوهاند صاحب دولتي ، پوهاند ثمین ، حمزه خېل ، پوهاند صديقي ، پوهاند حسنیار، پوهاند صاحب حمیدالله امین ، پوهاند صاحب عارض ، پوهاند محبي او ګڼ شمېر نورو درنو استادانو د هغه مهال کتابونه همدا اوس هم په کتابتونونو کې شته .

  ورپسې کله چی د لوړو زده کړو وزارت د وزارت تعلیمات عالي په نوم جوړ شو . په ۱۳۵۹ کال دغه وزارت له ایوب خان مېنې (کارته سه)یعنې د شورا له ودانۍ څخه اوسنۍ ځای ته راولېږدول شو او ډير ژر يې مطبعه هم فعاله شوه . هغه مهال اداري مدير پوهاند صاحب جمدر او پوهنوال شيرين آقا جرأت د وزارت مطبعه کې پوره زیار وګاله اما هېره دی نه وي چې پوهنتون پرته له علمي کتابونو يو شمېر نور معنوي او تخنيکي توليدات هم لرل . د بېلګې په توګه د هنرونو د پوهنځی د هغه مهال یو تن استاد خالد نالان یوه مجسمه طرح او جوړه کړه چې وروسته بیا هغه په « شش درک » کی د صنفي اتحادیو ودانۍ ته ولیږدول شوه چې په رښتیا سره د هنري تجسم يوه ډیره غوره بېلګه وه. همداسې هم د عزیز پردیس هنري آثار چې په ګچ يې کار کاو او د خطاطۍ د څانګې آثار د یادونې وړ دي . د پوهنتون د محصلانو کلوپ د هنري نمایشنامو ، د تیاتر د پارچو او آن د موسیقی په برخه کې په زړه پورې کار وکړ.

همداسې هم د پولیتخنیک د انستیتیوت لابراتوارونو کیفیت د یادونې وړ بولم. کلهه چی کورنیو جګړو زور واخیست په جرمنی کی یو شمیر میشتو افغانانو یو شمیر درسی کتابونه دافغانستان د فرهنګی ودی د ټولنی له لاری خپاره کړل، دغه راز په پیښور کی ساپی د څیړنو مرکز د افغانی پوهنتونونو ګڼ شمیر اثار چاپ او نشر کړل.افغان پوهنتون هغه لومړنی خصوصی پوهنتون و چی په تیره بیا د طب په برخه کی یی غوره اثار نشر کړل. کله چی د پوهنتونونو د بیارغاونی کارونه پیل شول دایران هیواد د(سمت) نشراتي موسسي په مرسته یوشمیرکتابونه چاپ اونشرکړل،چی یوشمیریی هماغه پخواني کتابونه وو.   اوس چې یو ځل بیا مونږ په ګډه د پوهنتونونو د کیفیت بهبود ته ملا تړلې ، هیله کیږي چې د پوهنتونونو صنعت او دپوهې بازار ته هم پاملرنه وکړو د تضمین کیفیت درېیم معیار همدا د علمي څيړنو او لاسته راوړنو په هکله دی . زمونږ د هرې موسسې په مرام او هدف کې باید همدی ټکی انعکاس موندلی وي .نوربيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۲) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۹\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *