دوهمه/ وروستۍ برخه
باید یادونه وشي چې په نړیواله کچه له ۱۸۸۴ م . کال راهیسې د علمي آثارو د ملاتړ لپاره هڅې روانې او دهغو د استقلالیت پېژندنه د مدني ارزښتونو په توګه په پام کې نیول شوی ده . د بیلګې په توګه د برن کنوانسیون ، د استهکلم کنوانسیون او دپاریس کنوانسیون . البته د دغه حق او معنوي صنعت په هکله په ۱۸۹۶ م . کې په پاریس کې ، ۱۹۰۸ م کې په برلین کې ، په ۱۹۱۴ م بیا د سویس په برن ، په ۱۹۲۸ م کې په روم کې ، په ۱۹۴۸ م کې په بروکسل کې په ۱۹۶۷ م کې يو ځل بیا په استهکلم کې او په ۱۹۷۱ م کې په پاریس کې بیا ځلي ورباندې کتنې وشوې . وروسته بیا یونسکو هم دغه استقلالیت او معنوي حقوق ومنل او ملاتړ يې وکړ ، خو ډيره مهمه خبره د مادي اړخ په پرتله د هغو معنوي ارزښت دی . د پوهنتونونو او علمي مرکزونو هغه استعدادونه او کادرونه چې علمي – هنري او ادبي ، صنعتي ، تجارتي ، طبي او نور ارزښتونه رامنځته کوي د Scientific Elitesیا علمي نخبګانو په نوم نومول شوي دي. دوی هغه بې تبعیضه د فکري خلاق ثمر لرونکی خلک دي چې د کار ، کسب ، سیاست او ادارې د نخبه ګانو په پرتله يې د خدمت او فعالیت ارزښت اوچت دی او معمولاً له ډيرو نامتو پوهنتونونو لکه په امريکې کې د هاروارډ يونيورسيټي یا هم د اکسفورډ او کمبریج او نورو پوهنتونونو څخه فارغان دي، چې د دوی د تولید او خلاقیت آثار د ټولنو د نن او سبا ورځې په نیکمرغي کې ټاکونکی رول لري . وروسته پاتې هېوادونه او له هغې جملې څخه افغانستان د دغه ډول نخبه ګانو له کمښت سره مخامخ دی او یا هم په کاري چاپېر یال کې له ستونزو سره مخامخ دي او که ډير لږ شته هم په لازم دریځ کې نه دي ، حال دا چې په نخبه سالاري Elitism کې د علم ، پوهې ، ادارې ، سیاست اقتصاد او نورو ګټورو برخو معنوي کادرونه دريځ او چت وي . په نخبه سالارۍ نظامونو کې د دغې خلاقانه او علمي ځواک آزادي او حقوق ډير اوچت، خوندي او ډاډمن دی او استقلالیت یې تأمين دی . يونسکو د مؤلف او څيړونکی حق او آزادي څه د مربوطه هېواد د ملي حقونو له مخې او څه هم د نړیوالو کنوانسیونونو د پريکړو له مخې يو طبیعي حق او استقلالیت بولي چې دغه طبیعي حق مجازه او مشروع آزادي لري او مؤلف ، دانشمند او مخترع د هغه د امتیاز لرونکی کیږي چې قانون ورته ټاکلی دی. دغه امتیازات د نورو ساحاتو مثلاً د کارګر یا بل چا په پرتله توپير لري او هغه دا دی چې دوی د مادي او معنوي امتیاز حقونو له ترکیب څخه برخمن دي .
د مؤلف ، لیکوال او څيړونکي مالي حق يواځې د مؤلف د لګښتونو او زیار ګاللو جبران کول نه دي ، بلکې د علم ، پوهې او فرهنګ د لا زیاتې پرمختیا لپاره د لارې هوارول دي. چې دغه دریځ نور هم د آزادي او استقلالیت لرلو په معنا تعبیر کیږي . له بلې خوا د پوهانو له شخصیت سره د دوی تألیفات ټينګې اړیکې لري . د هغو روابطو د شتون له امله د دوی د کار حقوق یوه بله جداګانه بڼه غوره کوي ، دا ځکه چې پورته ذکر شوي اړيکې د دې مانع ګرځي چې د مؤلف او عالم د حقوقو په هکله مقررات د کار له حقوقو سره توپير لرونکي شي . د فرانسې د نامتو پروفیسور هانري دیبا په نظر دغه عامل هم د دې لامل کیږي چې دانشمند او عالم هم د خپل وخت ، د خپل پوهنیز اثر او دخپلو ابداعاتو په هکله د آزادي احساس وکړي.
د استادانو ، لیکوالو ، مؤلفینو ، مخترعانو او د فرمولونو د استخراج کوونکو علمي آثار او پنځونې هغه وخت د قانوني حمایې او ملاتړ وړ ګرځي چې له له ذهني حالت څخه عیني حالت ته واوړي او ابتکاري اصیل او بشریت ته ګټور وي او دا ډول آثار د بیې لرونکي وي.
تصنیف، تألیف، ترجمه او تخلیص په ټولنه کې د پوهې د خپرولو او بشریت ته د معنوي خدمت مهم وسایل دي . همدارنګه اختراعات دبشریت د ژوند د ستونزو د حل لپاره د نویو لارو موندل دي . دا دتکنالوژي په برخه کې د پوهانو د مفکورې عملي لاره ده. دا د پرمختللو تکنیکي مفکورو له لارې د طبیعت د قانون تر استفادې لاندې راوستل دي چې په اختراع کې فني او تخنيکي اړخ مهم دی . په قوانینو کې د حق الاختراع تسجیل کېدل دي او د مخترع هڅونه او مالي ملاتړ په خپله د پوهنتونونو او علمي مرکزونو هڅونه ده تر څو دوی په آزادانه توګه په دې لاره کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
آیا د صنعت او پوهې بازار د کوم ډول استقلالیت پایله ده ؟ د علمي صنعت ، پوهنیزو او اکاډمیکو آزادیو ډول او فرهنګي او معنوي حقوقی آزادي په مدني آزادیو کې شمېرل کيږي ، چې دا په خپله او چت ارزښت لري چې د یوې دیموکراتیکې ټولنې د خوځنده ژوند يوه برخه ده . له نېکه مرغه د علمي او اکاډمیکو آثارو د رامنځته کېدو آزادي د رنسانس له دورې څخه راوروسته تقریباً په هر ډول سیاسي نظامونو کې وه ، آن دا چې تر ټولو دکتاتورو نظامونو چې هلته سیاسي آزادي ته اجازه نه وه ، هم ورته اجازه ورکړشو ی وه .
د درسي کتابونو تألیف او ترجمه دا خصوصیت لري چې نوی پوهه او نظریات ارئه کوي، حال دا چې اختراع لاندني خصوصیات لري:
۱ – اختراع د عملي استفادې وړ وي.
۲ – نویوالی لري.
۳ – صنعتي استعمال لري.
۴ – د ثبت کېدو وړتیا لري (یعنې له قانوني پلوه يې د ثبت لپاره کومه ستونزه نه وي).
اما پایله او محصول اختراع نه ده . مثلاً په کرنه کې د يوه نوي ماشین رامنځته کول اختراع ده ، خو د یوه نوي کرنیز حاصل اخیستل اختراع نه ده ځکه چې هغه کرل کيږي او د بیولوژيکي او تخنیکي عواملو په اثر وده کوي . دی ټولو ته فکري تولید هم ویل کېدای شي .
د علمي او درسي کتابونو تألیف ، ژباړه ، د نوي فورمول رامنځته کول ، نوي ډيزاینونه او طرحې او دلابراتوار صنعت نوښتګر فکري صورتونه دي چې د ټولنې لپاره مادي او معنوي ارزښت لري . نو ځکه اقتصادي منفعت لري او مونږ ورته د پوهنتون د ارزشونو او صنعت بازار هم ویلای شو . دا شرط نه ده چې هر فکري تولید دې په بشپړه توګه نوی وي ، دا ځکه چې هر فکري تولید خامخا له پخوانیو علمي میراثونو سره تړاو لري ، یعنې نوښت پکې نسبي بڼه لري .
فکري تولید دوه ځانګړتیاوې لري:
۱. د خپل پنځګر ، مؤلف او خاوند له شخصیت سره تړلتیا لري ( یعنې د ونې یا بوټي د هغې مېوې په شان نه دی چې کله له ونې څخه را جلا شي ، بیا نو دخپل ښاخ او بوټي سره هيڅ رابطه ونلري ) . دغه آثار د خپل پنځوونکی د علمي شخصیت یو هېنداره ده .
۲. د فکري تولید ریښه معنوي ده ، اما د مستقل وجود بڼه غوره کوي ، یعنې دا د پوهانو او دانشمندانو د تفکر، تجربې او څېړنې هغه لاسته راوړنه ده چې په پای کې صوري بڼه مومي او په فزیکي تولید اوړي لکه کتاب ، تخنيکي وسایل ، درمل ، ماشین ، ډیزاینونه او نور . له فقهي پلوه دغه ډول محصولات او فکري تولیدات د مالیت بڼه لري او دعین او مال په توګه يې ګټه مشروع ده . په پرمختللو هېوادونو کې د اختراع ، علمي صنعت او معنوي ارزښتونو د ملاتړ قوانین شته او د آثارو د ثبت ، د کتابونو د چاپ او تکثیر او اختراع او د علایمو لپاره طرزالعملونه لري.
د پوهنتونونو او علمي مرکزونو د صنعت او پوهې په پراختیا او د هېوادونو تر منځ د هغو د تبادلې په برخه کې د یونسکو سازمان ځانګړی دريځ لري ، دا نه یواځې پرمختللو هېوادو کې ، بلکې د آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا د هېوادونو علمي مرکزونو ته يې هم پاملرنه کړی ده چې افغانستان يې په ۱۹۴۸ م کال کې غړيتوب ترلاسه کړی دی، علمي څيړنو ښودلې ده چې تر اوسه پورې په سلو کې ۹۵ د پوهې او صنعت بازار د نړۍ په سلو کې ۳۰ هېوادونو پورې اړه لري ، حال دا چې وروسته پاتي هېوادونه په دې برخه کې لږ ونډه لري. پرمختللي صنعتي هېوادونه لکه د امریکې متحده آیالات ، انګلستان ، روسیه ، جاپان ، او يو شمېر نور د خپلې ملي بودجې په سلو کې ۶۰ څخه زیاته برخه علمي څېړنې او دصنعت او پوهې تولید ته وقف کوي ، حال دا چې زمونږ په شان وروسته پاتي هېوادونه دې برخه کې له بشپړې بیوزلی سره مخامخ دي.
له نېکه مرغه مونږ په دې برخه کې کوم سانسور او ممانعت سره نه یو مخامخ اما باید صادقانه اعتراف وشي چې ځينې وخت د ذات البیني تضادونو ، شخصي کينې او نورو لاملونو له کبله په خپله د ډيپارټمنټ او پوهنځی دننه د یوې څېړنې ، تألیف ، طرحې او یا هم تصنیف مخه نیول کیږي او د تشویق پرځای خنډونه ورته جوړيږي . حال دا چې زمونږ د کیفیت پر معیار بده اغېزه کوي.
نتیجه:
فکري او علمي ایجادیات د ټولنې د نیکمرغې او دیوه ملت معنوي غنا ښکاره کوي . د نن ورځې اقتصادي ، اجتماعي ترقیات په علمي ډګر کې د استقلالیت او د هغو د هڅونې له امله دي. له نېکه مرغه مونږ دغه مسئله اوس د خپل کار په اجنډا شامله کړې ده . دځان ارزونی دریم معیار علمی او څیړنبزی لاسته راوړنی ارزوی، چی دا پخپله د موسسی دکیفیت ښه کول دی.
وړاندیزونه:
۱. لکه چې وویل شول مونږ د علمي کدر غړي استقلالیت لرو باید د صنعت او پوهې د بازار لپاره خپل وخت او انرژي وقف کړو له بلې خوا تمه کيږي چې د هېواد په ملي بودجه کې يوه کافي برخه د دې موخې لپاره وټاکل شي .
۲. د علم سالاری د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې زمونږ وجیبه ده .
۳. زمونږ امتیازات د کار له نورو برخو سره توپير لري ، نباید له دغه امتیاز څخه ناوړه استفاده وشي ، مثلاً په ډيپارټمنټ کې د علمي کار پر ځای په مؤسسه ، آزاد تجارت ، غیر علمي کار بوختېدل د پوهنتوني ارزښتونو سره جفا ده .
۴. مونږ په دې برخه کې ډير غوره تجارب او تجربه لرونکی استادان لرو د علمي کدر ځوانو غړو ته پکار ده چې د هغو درناوی وکړي او دغه تجارب بډای کړي .
۵. د علمي مرکزونو او پوهنتونونو په اکاډمیک ، تشکیلاتي او اداري استقلالیت تیری او په هغه تجاوز دی محکوم شي.
۶.ځان ارزونه او دکیفیت تضمین یوه مستمره پروسه و ګرځوو او دهغو د ۱۲ معیارونو د بشپړولو لپاره لازیات تلاش وکړو .