د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په کابل کې، انلاین یا د انترنیټ له لارې د سکالرشیپونو یا تحصیلي بورسونو نوې مدیریتي بڼه پرانیسته.
په کابل پوهنتون کې په همدې پار جوړه شوې غونډې ته، د یاد وزارت د محصلانو معین وویل، ددې انلاین سیسټم په جوړېدو سره به د برسونو په برخه د فساد مخه اوشفافیت رامنځته شي.
د لوړو زده کړو وزارت د معین په خبره، دغه اپلکیشن کې د هر هغه محصل چې، غواړي د بورس له لارې د لوړو زده کړو لپاره بهرني هېواد ته لاړ شي، له پیل څخه تر پایه ټولې اړینې او اړوندې پروسې په انلاین بڼه په کې رانغاړل شوي.
ښاغلی صدیقي وايي، وروسته له دې هیڅ محصل نشي کولای د تحصیلي بورس لپاره د انلاین لارې پرته بله لاره وکاروي.
دغه سیسټم په داسې حال کې جوړیږي چې، له دې وړاندې د بورسونو په برخه کې ډیری محصیلنو شکایت درلود او د راپورونو په اساس په تحصلي برسونو کې هغه کسان بهرنیو هېوادونو ته زده کړو لپاره تلل چې واسته یې درلوده.