تاند – د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د هغو خارجي استادانو وېزې نورې نه تمدیدوي چې په افغانستان کې په خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کوي.
د وزارت دا کار د یو شمېر افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.
په یوه لیک کې چې ویل کیږي د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسساتو د ریاست له خوا د جدي په ۲۲مه دغو پوهنتونونو ته لېږل شوی راغلي چې د خصوصي پوهنتونونو ادارې دې د بهرنیو استادانو د وېزو د تمدید غوښتنه نه کوي.
د لوړو زده کړو د وزارت په لیک کې دا هم یاده شوې ده چې د بهرنیو استادانو پر ځای دې هغو افغان ځوانانو ته د کار فرصت ورکول شي چې دوکتورا او ماسټري لري او کارونه نه لري.
په ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغانانو لیکلي، دا کار به له یوې خوا د افغان ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او بلې خوا ته به د هغو بهرنیو اتباعو مخه ونیسي چې غواړي په افغانستان کې له دې لارې د نا امنۍ په جوړولو کې رول ولوبوي.
ویل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال په لومړۍ شپه د کابل په سرینا هوټل د ترسره شوي برید په نقشه جوړونه کې د یوه پاکستاني دپلومات ترلاسه کړو معلوماتو رول درلود چې له پېښې نه څو ورځې وړاندې یې هلته سپورټي کلب ته د سپورټ په بهانه تګ راتګ کاوه او د هوټل عکاسي یې کړې وه. (په دې هکله راپور)