خبریال: امیرزېب درانی – د لوړو زده کړې وزیرې پوهنوال فریده مومند نن /جمعه/ لغمان ته په سفر کې ژمنه وکړه چې د لغمان په پوهنتون کې به د شپې پوهنځي پرانیزي.
د لوړو زده کړو وزیرې دوکتور پوهنوال فریده مومند د ولایتي ادارې له رهبري د مننې ترڅنګ د خپل سفر د موخې په اړه وویل:« لغمان ولایت ته د راتګ څخه ترټولو عمده موخه مې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د بهیر لیدل او د ستونزو ارزول و.«
دې ټولو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي تحصیلي کال کې به د لغمان پوهنتون ټولې اړینې اړتیاوې پوره او د تدریسي بلاکونو، څلور دیوالۍ او د نجونو د لېلې د تاسیساتو د ودانولو ترڅنګ ټولې ستونزې حل کړي او هم به د ولسي غوښتنو سره سم په راتلونکو شپږو میاشتوکې د شپې پوهنتون درواره د دغه ولایت د ځوانانو پرمخ پرانیزې څو د زده کړو مینوال د شپې له خوا خپلې زده کړې پرمخ یوسي.
پوهنوال فریده مومند د لغمان ځوانانو ته په نورو هېوادونو کې د زده کړې د فرصتونو برابرولو په برخه کې وویل، د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې ټولو ته یوشان خدمات برابر کړي. اغلې مومند د بورسونو له لارې نورو ملکونو ته د ځوانانو د لیږلو په برخه کې وویل:«تلاش مو دا دی چې ټولو ولایتونو ته یو شان حقوق ورکړو، دلغمان ځوانان هم زموږ په پروګرام کې دي چې وخت په وخت به يې د ازادو او شفافو سیالیو له لارې د بورسونو په مټ نورو ملکونو ته د زده کړو لپاره ولیږو.»
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د لوړو زده کړو وزارت وروستي تلاشونه او مثبت پرمختیايي بدلونونه او دکانکور په سرنوشت ټاکونکې پروسه کې بشپړ شفافیت اوروڼ والی وستایه او له اغلې مومند يې وغوښتل چې لغمان ته لکه دنورو ولایتونو په څېر پوره حقوق ورکړي او د دغه ولایت ځوان پوهنتون چې یوازې یوه دوره فارغان يې ورکړي په هر اړخیز ډول په پښو ودروي.
ښاغلي نعیمي د پوهنتون د څلور دیوالۍ ، د تدریسي بلاکونو، لېلې او نورو اړینو تاسیساتو د جوړیدو په برخه کې له اغلې وزیرې دبشپړې همکارې او پاملرنې غوښتنه وکړه او یادونه وکړه چې ددې ترڅنګ دې د لغمان ځوانانو ته په تحصیلي بورسونو کې هم پوره ونډه ورکړل شي،څو مستحق ځوانان وتوانیږي له هېواده دباندې خپلې لوړې زده کړې وکړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزیرې او ورسره ملګري پلاوي د لغمان پوهنتون بېلابېلې برخې وکتلې.