تاند- اوازې دي چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د فیصدي پر اعلانېدو پارېدلی او ممکن نن /دوشنبه/ د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
د عبدالله عبدالله ټیم وړمه ورځ وروسته له دې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی احمد یوسف نورستاني د انتخاباتو د رایو فیصدي اعلان کړه، په یوه اعلامیه کې دا کار وغانده او ویې ویل چې دا مسله د دواړو انتخاباتي ټیمونو د موافقې خلاف و. خو په خپله عبدالله عبدالله په دې اړه تراوسه په ښکاره څه نه دي ویلي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ /سپټمبر ۲۱/ د اشرف غني د بریالیتوب د اعلانولو په مهال ویلي و چې د رایو فیصدي به وروسته اعلان شي.
د ناټو ځینو چارواکو ویلي و چې ممکن د رایو فیصدي د اجرايي چارو د رييس له معرفي کېدو وروسته اعلان شي.
د کمیسیون له اعلان سره سم اشرف غني احمدزي په سلو کې ۵۵ اعشاریه ۲۷ رایې ګتلي دي.
خپرې شوې اوازېو چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم تایید کړي دي، د عبدالله عبدالله په قول وايي چې نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که د اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې د ده د لوړې مراسمو ته ورته اهمیت ورنه کړای شي یا د وینا اجازه ورنه کړای شي، نو دا مراسم به تحریم کړي.
که څه هم ویل شوي چې نن به حامد کرزی، اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ویناوې وکړي خو د عبدالله عبدالله د ټیم له قوله ویل شوي چې دوی په دې خوابدي دي چې په نننیو مراسمو کې عبدالله ته د وینا فرصت په پام کې نه دی نیول شوی.
عبدالله عبدالله ته نژدې سرچینې وايي چې که نوموړي ته د وینا موقع ورنه کړای شي، نه به د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او نه به په خپله د اجرايي چارو د رييس په توګه د لوړې مراسمو ته حاضر شي.
داسي راپورونه هم شته چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ په ارګ کې د زیات ځای پر سر ناندرۍ روانې دي.
دا راپورونه مستقلو سرچینو نه دي تایید کړي او تاند یې هم نه تاییدوي او نه ردوي.
داسي راپورونه هم شته چې د عبدالله وسله والو ملاتړ کوونکو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر نیولی او ټینګار کوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دې عبدالله عبدالله ته ورکړای شي.
اودولا پر خپل فیسبوک پاڼه باندی واضع مخالفت ښودلی دی
; لاندی د اودولا رسمی فیسبوک پاڼه کی یی ولولی
https://www.facebook.com/Dr.AbdullahAbdullah?fref=ts
ځه ماما دا تا څال راخستی دی، یوځل نشوه، دوه ځل نه شول، لس سل، زر، لس زره بیاسل زره حتی داچه خبره تر۷۱۲۰۵۸۵ میلیونه کرته ورسیده، اوته لااوس هم مرور یی اخرمرورتیا هم حد لری، زوره وره دخدای، څه ماشوم خو نه یی اخر غټ سړی یی سم کینه. اوبل داچه څه چور خو نه دی چه ته دجنرال صیب دوستم چوکی نیسی، بس دی د مسعود صیب چوکی ته دیی سترگی پټی کړی وی، هغه دیی دجانکیری په واسطه راڅخه واخیسته اوس دجنرال چوکی ته غلی شوی یی، اخر ولی ولی، توره به لالا وهی مړي به عبداله وهی.
داچل په بل چا وکړه
چه خفه نشی سباته دلوړي ځای ته راشه، زه به ستالپاره دشاغلی غنی څخه دخبرو لپاره یوه دقیقه وخت واخلم، مگر احتیاط وکړه چه دشاغلی غنی سره په قراره قراره خبری وکړی، ځکه هلته غټه غونډه ده، دهند، پاکستان اونورو هیوادونو مشران اوسفیران ناست دی، داسی نه چه دغونډی ساتونکی دیی دخولی خوند بد کړی. اودتالارڅخه دیی وباسی
ولسلام
ستاسی انډیوال گل مرخان
زمونږ په کلی کی دوه ورونه ژوند کول چه یوه یی ساده وه نو کله چه به دوی خوروا پښول او د ډودی خوړلو خت کیده نو یو ټوکی به دا ساده ټه ویل چه سرسر د خوروا څانته اچوی او پساویی تاته ورکوی نو دا به مروریده او ډوډی به یی نه خوړل او س نو په ګل مرجان هم هماغه کانه شوی
Thanks for the first time
په دې خا وره کې دیوه انقلا ب ضرورت شته